موټرسایکل یې ودراوه، مخ یې راتاو کړ:
همدغه کور دی؟
د کور څښتن د دېوال له کونج راواوښت، ورخطا را روان و، د څادر پیکه یې پر ځمکه کښېده، د دروازې له دستګیره یې ګوتې تاو کړ، زور یې وواهه، سپي وغپل، موږ ته یې مخ راواړاوه، تشو ته یې لاسونه ونیول، حیران ودرېد، له ځان سره یې ښکنځلې وکړې، د کلي ملک ورته وویل:
څه ته ګوري، ګرمي ده دروازه خلاصه کړه
پر وچو شونډو یې د چپ لاس څټ تېر کړ، د شوړېدلي دېوال څنګ ته ورنږدې شو، د پښو په ګوتو یې زور وکړ، دېوال یې په لاسونو کلک ونیو، غاړه یې اوږده کړه، په مېرمن یې غږ وکړ:
دروازه راخلاصه کړه
شېبه وروسته د دروازې تر شاه کړپا شوه، په څنګ کې ولاړ د کلي ملک مې په اوږه
لاس راکېښود:
مېرمن یې لیونۍ ده
د موټرسایکل څنګ ته ودرېدم، د کور صاحب د دروازې ته منډه راواخیسته په خندنۍ
لهجه یې وویل:
ښه شوه را خلاصه یې کړه
د ماتې دروازې پر ژۍ مې قدم کېښود، د نننه شوم، سپي په غپېدو شروع وکړه، صاحب یې ځمکې ته لاس کړ، په لوټه یې وویشت، غلی شو، څو قدمه وړاندې ولاړم، بارانونو نړولي دېوالونه مې له نظره تېر کړل، د کړکیو په لرګیو کې د لګېدلیو مرمیو نښې لا له منځه نه وې تللې، په څنک کې مې د ولاړې کوچنۍ ماشومې څخه پوښتنه
وکړه:
د جنګونو کې مو کډه وکړه؟
ښی لاس یې په اوږو لوېدلي ټکري ته ور اوږد کړ، پر پلته ویښتو یې راکش کړ، ورور یې کلک په غېږ کې ونیو، چاودلې سپرې شونډې یې وخوځولې:
یوازې پلار مو تللی و، موږ همدلته پاتې و
کلیوال چاغ ځوان غږ را باندې وکړ:
ټول کور یې وګوره همدغه کلی د جنګ مرکز و
اتاق ته ننوتم، کړکۍ ته مخامخ په دېوالونو کې د لګېدلو مرمیو خاپونه ښکارېدل، د اتاق د نن د بل وره تر شاه دربا شوه، د ښځې غږ و، ورو ـ ورو له ځان سره غږېده، یو دم یې غږ لوړ شو، په تنده لهجه یې موږ ته ښکنځلې کولې، له خاونده مې یې پوښتنه وکړه:
دا ښځه دلته څه کوي؟
ماشومې یې له پلار وار ړومبی کړ:
دا مې مور ده، د هاوان پارچه یې پر سر خوړلې، اوس لیونۍ شوې ده، که یې را خلاصه کړي، موږ ټول وهي
سترګو ته یې ټکری ونیو، سلګیو واخیسته، شېبه وروسته یې په کړکۍ کې د ناست کوچني ورور لمن یې پرې کښته کړه:
دوا مو ورباندې وکړه؟
کړل یې:
هو؛ ورباندې و نه لګېده، همدومره شوه چې زخمونه یې جوړل شول
بیرون راووتو، د انګور تر تاک لاندې د اوبو پر بوشکه کېناستم، کتابچه مې پرانیسته، د اتاق د نننه په بل اتاق کې د بندي مېرمنۍ غږ مې اورېده، په مخامخ دېوال ناستې مرغۍ غاړې کولې، مخامخ راته ناست د کور څښتن د تېر شوي ژوند داستان راته لا وغځاوه.
پای
وروستي