د اسلام د مبارک دین له نظره د واده په کولو سره د یوه ځوان/پېغلې اېمان کاملېږي. هر ځوان/پېغله دا حق لري چې د خپلې خوښې وړ نجلۍ/هلک سره واده وکړي، زموږ په جامعه کې له ځوانانو او پېغلو څخه دا حق د شرم، عزت، پت او حیا په نوم باندې سلب شوی دی، که کوم ځوان/پېغله بدون دې کورنۍ له خوښې واده وکړي، هغه ښه سړی نه بلل کېږي او کومو کسانو چې په خپله خوښه ودونه نه دي کړي ډېری یې داسې شوي چې مخکې له وخت څخه مړه شوي دي یعنې زیاتره ودونه د پېغلو او ځوانانو د تدریجي مرګ سبب کېږي، چې ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې په بلوچستان کې له یوه ځوان څخه په دې خاطر سترګې اېستل چې ولې د خپلې خوښې وړ نجلۍ سره واده کوي.
خبره دلته ده چې موږ مسلمانانو یو د خو د اسلام په سهي مانا باندې نه پوهېږو، حتی زیاتره خو یې که په کلمه هم درخبر وي، که لږ نور وړاندې ولاړ شم موږ او تاسو ډېری تقلیدي مسلمانان یو، څه چې نور کوي، هماغه په موږ باندې هم مستقیمه اغېزه کوي، نور ځانونه دې ته نه اړ کو چې په یوه موضوع باندې فکر وکړو.
زیاتره داسې کسان هم لیدل کېږي چې اسلامیت خو په ځای پرېږده په انسانیت دې هم نه دي درخبر، حتی یو حیوان هم ورباندې ډېر شرف لري، دا خو معلومه خبره ده چې یو انسان هغه وخت ښه انسان کېدای شي کله چې یو ښه مسلمان واوسېږي، یو څوک چې له اسلام څخه ناخبره وي د هغې څخه د ښه انسان کېدل تمه هم بې ځایه ده.
حضرت علی کرم الله وجهه کله چې د اسلام دې ستر لارښود فخر مجودات نبي کریم صلی الله علیه وسلم په لور بي بي فاطمه باندې مئین شو، مینې یې دومره په زړه باندې غلبه وکړه چې غوښتل یې خپله ولاړ شي جناب نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ووایي چې اې دوست د خدایه ستا دې لور په صورت او سیرت باندې دې مئین یم غواړم نکاح ورسره وکړم؛ خو کله چې علی کرم الله وجهه ورځي بیا هلته د ا حترام په خاطر باندې دا جرئت نشي کولای چې ورته ووایم دویم ځل بیا ورځي بیا جرئت نشي کولای چې ورته ووایي بالاخره په درېیم ځل ورځي ورته وایي ا و نبي کریم صلی الله علیه وسلم هم خپله لور بي بي فاطمه په نکاح ورکوي.
خبره تر دې کوم چې تېره ورځ مې د بي بي سي یو راپور ولید چې له یوه ځوان څخه په دې خاطر باندې ورورڼو او پلار سترګې اېستلې وې چې ته ولې د خپلې خوښې وړ نجلۍ سره واده کوې، ځوان په پښتو ژبه خبرې کوې، هغه ویل چې د نجلۍ کورنۍ راضي وه، پلار او ورورڼو مې ویل چې په ګډه به ستا کوژدې کولو ته ځو، کله چې ورسره کوټې ته ولاړم؛ نو کلک یې وتړلم، دواړې سترګې یې را باندې راویستلې.
د ځوان څخه مې په ویډیو کې واورېدل چې کله یې یوه سترګې را باندې راویستله، کښته راځړېده، وروسته یې بیا په چاقو باندې پرې کړه او دا بلې یې هم رایستله چې ما ورته ویل “تاسو زما دا یوه سترګې پرېږدي دومره هم ظلم مه راسره کوئ اخر مسلمانان یاستي” نو له دې څخه داسې معلومېږي چې د ځوان به دا هیله وه چې دا یوه سترګه مې هم ښه ده چې زه د خدای هغه بنده ور وینم کوم چې زه یې په څېره کې د بادار د قدرتونو نښې ننداره کوم، او زه یې نن د مینې له وجې په دواړو سترګو ړندېږم.
سړی دې ته حیران شي چې تر کومه او ولي به داسې د جهالت په حالت کې زندګي کړو، باور وکړئ، زموږ او تاسو په دې وروستیو پېسو باندې بهود نصارا او بودایان حتی د هر مذهب پلویان شرمېږي، په ټوله کې انسانیت ورباندې سرکښته کړی دی، زه دا باور لرم زموږ ټولنه د خدای او رسول له حکم څخه لرې پاتې او ناخبره ټولنه ده داسې پېسې به هم وشي چې په اورېدو سره به یې د انسان زړه دوې پړکې کېږي، مګر بیا ټول هم داسې نه دی.
کله مې چې د هغې هلک ویډیو کتلې ده اوس مې زړه داسې تیکه تیکه دی او سرمې ګرځېږي له پلار څخه مې یو ډول کرکه کېږي، د ورور له نوم څخه مې بد راځي او د مور مهربانۍ ته مې خوب وړی یم، زړه مې غواړي د خپلې مور هر قدم ته مې لیمې کېږدم او قدمونه خاورې یې ښکل کړم ځکه چې د ځوان په هغې حالت کې یې دا په بله کوټه کې بندې ساتلې وه مور ده چې یوازې په اولاد باندې یې زړه زخمي کېږي.
خدای به دا ځوان جوړ کړي او هغه نجلۍ به وکړي؛ خو له ژوند څخه به داسې خوند وانخلي کوم چې په اول کې یې که واده له نجلۍ سره کړای وای، اخیستی.
د مینې ژوند داسې وي که سهار او بېګا دواړه سپوره او وچه ډوډۍ وخوري خو دا به ونه وایي چې موږ خفه یاستو یا په نس وږي یو بلکې د ژوند له هرې شېبې څخه به خوند اخلي په ټوله کې به له زندګي څخه انتقام اخلي، دا په هغه صورت کې کله چې مئین د خپلې مینې په خاطر باندې ونه رټل شي او سترګې یې ورڅخه ونه اېستل شي.
تر هغې چې موږ او تاسو تعلیم ته اولیت او ځانونه د اسلام په واقعي مانا پوه او له دغې تقلیدي لارې څخه ځانونه ونه ژغوري او دا ځینې دودونه مات نه کړو، زه باوري یم چې نه یوازې به دا پېښه وروستۍ وي بلکې راتلوونکي که به داسې پېسو سره هم مخامخ شو چې ټوله نړۍ به راتپ کړي.
وروستي