د تناره تاو یې د اننګو سرونه داسې سره کړي و، تا به ویل چې په مخ باندې یې سورخي وهلې ده، د تورې سیخچکې له څنګ سره کښېناستم دې پزه کش کړه، د بڼو څوکو یې داسې تورګرد نیولي و، وچې چاودلې شونډې یې وخوځولې:
- لږ لرې کېنه سپین کالي دې اغوستي
ما ورو ور غبرګه کړه:
- ښه اوس ته پرېږده کالي هغه موبایل دې ورک کړی؟
له اوږې څخه یې ټکری خوش کړ، په سپینه سینه مې سترګې ولګېدې، وجود مې داسې زیږ غوندې شو، د تیو له منځ څخه یې موبایل راویستو، ما سترګې پټې کړې راته یې وویل:
- نه پوهېږم څه ټکه ور باندې رالوېدلې ده ته وګوره...
مو بایل مې ورڅخه واخیست، جیب ته مې واچولو د ماشومانو غږ شو، پورته شوم، دې له لمن څخه ونیولم، د لمنې کونج مې ددې په تورو لاسونو خیرن شو، ژبه یې راویسته، راته یې وکتل داسې معلومېده لکه بښنه چې رانه غواړي، ما ورڅخه حرکت وکړ، دې د پاستي( مکي) ته لاس ور اوږد کړ، راپسې یې نارې کړې:
- اې لیونیه واخله ده تود مکی
ور وه مې کتل دې په تورو لاسونو کې پاستی راته نیولی و، د ماشومانو چغچوغ زیات شو، ورڅخه ولاړم؛ خو ددې دا خبرې مې ذهن کې بیا بیا تکرارېدې:
- اې لیونه واخله ده تود مکی، اې لیونیه واخله دا تود، اې لیونیه واخله، اې لیونه، اې...
پای
وروستي