
په ننګرهارکی دصفاپه نوم رادیویی شبکې دهیواد دلیکوالانوله منځه ښاغلي پوهندوی اسمعیل یون،استادعبدالقیوم مشواڼی،عبدالغفورلیوال اواستادابراهیم همکار نوماند کړی وو چې دغوڅلورسره لیکوالوته دزرګونه خلکو لخوادتایدلیکلی پیغامونه استول شوي وو په دوي کې ښاغلی یون چې دپښتو ادب اودهیواد دملي حقونو دغوښتنې په لاره کې ترنورو مخکښ ګڼل ګيږي دخلکو ډیرې رایی ترلاسه کړې وې اودغوره لیکوال جایزه ورکړل شوه یون له سیمزو لیکوالو وغوښتل چې دملي ګټولپاره لاس په چاره شي دا ډول په دغه پروګرام کې مولوي عطاالله لودین ته له دې امله جایزه ورکړل شوه چې په تیر پارلمان کې یی دخلکوښه استازولي کړې وه اونوراستازیتوب ته یی ځکه زړه ښه نکړ چې دهغه په خبره دولس دغوښتنو دپوره کولو واک یی نه درلود استا ابراهیم همکار هم دسروزرو په مډال وویاړل شو په شاعرانوکې سمیع الله تړون،په کرکټ کې حمید حسن ،سندرغاړوکې لطیف ننګرهاري اوفلمی لوبغاړي میرویس فقیری ته په خپلو اړونده چاروکې دښه خدمت جایزې ورکړل شوې