ناټو ټولې نړۍ ته لوی امنيتي ګواښ او سردرد ګرځېدلې

ناټو د شمالي امريکا او اروپايي هېوادونو يوه داسې لويه ټلواله ده، چې زيات شمېر اټومي وسلې او ډېر پياوړي ځواکونه لري.

امريکا د ناټو پر مټ د اروپايي ټولنې دفاعي سيستم کنټرولوي او همدا سازمان په ټوله نړۍ کې د امريکا د تسلط او بادارۍ د مقام غوښتنې يوه څرګنده نښه ده.

د بريتانيا ملي دفاع وزارت د اپريل په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ، چې دغه هېواد به د روان کال په دوبي کې د اروپا په ډېرو سيمو کې ۸زره سرتيري ځای پر ځای کړي او د ناټو د نورو غړو هېوادونو لس ګونه زره سرتيري به د دوبي په پوځي تمرين کې ګډون وکړي.
 د امريکا پېنټاګون يا ملي دفاع وزارت هم په همدې ورځ اعلان وکړ، چې په جرمني کې به په خپلو پوځي اډو کې د اوکراين پوځ ته پوځي روزنې پيل کړي.

ناټو د روسيې او اوکراين د جګړې په درشل کې په لويې پيمانې پوځي تمرينونه ترسره کوي او اوکرایني ځواکونو ته د روزنې او اوکراين ته د وسلو لېږد له لارې يې حالات نور هم خړ پړ کړي دي.

 په دوبي کې د ناټو پوځي تمرين عادي چاره نه ده. د بريتانيا دفاع وزارت په ډاګه ويلي، چې د دوبي پوځي تمرين کې به يې د سرتيرو د ګډون پيمانه له سړې جګړې راهيسې تر ټولو لويه وي.

ناټو په پوځي تمرينونو کې د ګډون پيمانه زياتوي او په دې سره د خپل يووالي او اتحاد غږ پورته کوي او نړۍ ته خپل قوت ښکاره کوي.

ناټو د اوکراين په حالاتو کې ژور لاس لري، دغه هيواد ته وسلې ليږي او د بريتانيا لوړ پوړو چارواکو سختې رويې څرګندې کړې دي.

د امريکا دفاع وزير ليويډ اوسټين په دې وروستيو ورځو کې په ډاګه ويلي، چې امريکا دا هيله لري، د روسیې قوت کمزوری کړي او زياته کړې يې ده، چې اوسمهال د روسیې او اوکراين تر منځ حالات نوي پړاو ته رسيدلي او اوکراين ته به لا زياتې مرستې او ملاتړ برابر کړي.

د بريتانيا بهرنيو چارو وزيرې ليز ټروس له ملګرو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې اوکراين ته جنګي الوتکې وليږي. هغې ويلي، چې بريتانيا به د ملي دفاع لګښت زيات کړي اولويديځ هېوادونه بايد اوږد مهاله تياريانې ونيسي.

 د ناټو سرمنشي ينس سټولټينبرګ د اپريل په ۲۸مه نېټه ويلي، چې ناټو چمتو ده، چې د اوکراين اوږدمهاله ملاتړ وکړي او د اوکراين پوځ د پخواني شوروي اتحاد نظامي تاسيسات به نوي او د لويديځو هېوادونو عصري تاسيساتو ته به يې لوړ کړي.
د روسيې بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف په اشارې ويلي، چې ناټو د اوکراين له لارې له روسیې سره جنګيږي.

د زياتو هېوادونو سياستوال په دې اند دي، چې د امريکا په مشرۍ ناټو د روسیې او اوکراين تر منځ جنګ لمسوي او خپلې ګټې پکې لټوي. د لويديځ هيوادونو بې ځايه او سختو کړنو د اوکراين جنګ سخت کړی، ځکه دوی اوکراين ته وسلې ليږي او پر روسیې يې سخت بنديزونه لګولي دي.

ناټو د نړۍ تر ټولو لویه جګړه ماره ډله ده او له جګړو سره ليونۍ مينه لري، نو ځکه د سولې پر تګلارې ټينګار نه لري او په نړيواله کچه يې جګړې ته زور ورکړی دی.
د ناټو کړنې خطرناکې دي. امريکا د ناټو له جوړېدو راهیسې د دغه سازمان مشري کوي او د لويديځې اروپا په بېلا بېلو هېوادونو کې يې نظامي اډې او پوځونه ځای پر ځای کړي دي او د دوی د کنټرول حق يې په خپل لاس کې اخیستی دی.

د امريکا او اروپايي هېوادونو تر منځ اړيکې په حقيقت کې د بادارۍ اړيکې دي او ناټو د امريکا يوه نظامي وسيله ګرځيدلې ده. 

د ناټو سازمان د سړې جګړې په موده کې رامنځته شوی، خو له يادې جګړې وروسته کمزوری نه شو، بلکې لا پسې پراخ شو او نور هيوادونه يې هم په خپلې لمنې کې را ونغاړل او اوس هم لګيا دی، چې اوکراين او ځيني نور هيوادونه خپل غړي کړي او د نورو په ګټه يې وکاروي.

ناټو ورځ تر بلې پر وحشي نظريو ټينګار کوي، د نړۍ سولې او ثبات ته ګواښونه جوړوي، پر له پسې جګړې راپاروي، جګړې لمسوي او د نړيوالې سولې او ثبات پر وړاندې يې يو لوی ګواښ جوړ کړی دی.