امریکا او ملګري یې ولې چین ته د ګواښ په سترګه ګوري؟

د امريکا او جاپان بهرنيو چارو وزيرانو د جنورۍ په ۱۱مه په واشنګتن کې يوه غونډه تر سره کړه او په رسمي توګه يې اعلان  وکړ، چې د امنيت ساتلو په ساحو کې خپلې همکارۍ پياوړې کړي.  یاد هېوادونه په دې نظر دي، چې چين د امريکا، جاپان او د دوی د ملګرو هېوادونو په وړاندې تر ټولو  لوی ستراتیژیک ګواښ دی. 

د دويمې نړيوالې جګړې په موده کې جاپان پر چین تېری وکړ او د چينايانو په وړاندې يې ډېر جرمونه تر سره کړي دي. جاپان د ميلتاريزم د پراختيا تر نظريې لاندې هم غوښتل، چې د امريکا قوت کمزوری کړي، نو د امريکا د سمندري پوځ پر پيارل خليج اډې یې هوايي بريد وکړ. د دغې جګړې په پای کې امريکا جاپان  وهڅاوه، چې ژر تسليم شي، د جاپان پر هيروشيما ښار يې ذروي بم وغورځاوه، چې د انسانانو په تاريخ کې لومړی او هم وروستی ځل کارول شوی. د دغې سختې چاودنې له امله د جاپان په هيروشيما ښار کې د خلکو د مرګژوبلې او د مالي تاوانونو کچه بې اندازې ده. امريکا له دويمې نړيوالې جګړې وروسته پر څو هېوادونو لکه ډيموکراتيکې کوريا، ويتنام، افغانستان او عراق بریدونه وکړل، هلته یې ډېر خلک ووژل او بې کوره کړل. خو اوس دغه دواړه هېوادونه، چې د جګړې ليوالتيا لري، په ګډه چین ته د ګواښ په سترګه ګوري او د دغه هېواد په وړاندې مقابله پيلوي.

امريکا له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د نړۍ ۶اعشاريه ۳ سلنه نفوس او د نړۍ ۵۰سلنه شتمني درلوده. په دې حال کې امريکا وغوښتل، چې تل د بادارۍ مقام ونيسي او په نړۍ کې تر ټولو زياتې شتمنۍ ترلاسه کړي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت ډېر مخکې په ۱۹۴۹م کال کې په يوه ياداښت کې اشاره کړې، چې د درېيمې نړۍ هېوادونه بايد هغه رول ولوبوي، چې د کاپتاليزم هېوادونو لپاره د اصلي موادو سرچينې او د توليداتو بازارونه وګرځي. له لسګونو کلونو راهيسې د اسيا او افريقا زيات هېوادونه د امريکا په  پلانونو کې د پرمختللو هېوادونو لخوا د استثمارولو  ډګرونه دي. 

امريکا د چين په وړاندې د ستراتيژيکې سيالۍ ځانګړې کمېټه جوړه کړې او چين يې د ستراتيژيک سيال په توګه بللی. جاپان اروپايي ټولنه، ناټو او ځینې نور هېوادونه او ډلې له امريکا سره يو ځای تاريخي درسونو ته سم نه ګوري، د راتلونکي په اړه  هم د عقلي معرفت له مخې قضاوت نه کوي. دوی په پټو سترګو د امريکا لخوا د ټاکل شوي ميکانيزم د خوښولو لپاره د چين  په وړاندې د ګواښونو جوړولو نظريې راپارولې او غواړي، چې په ګډه له چين څخه د اصلي موادو د سرچينې او د توليداتو د بازار مقام بيرته واخلي. 

دغه تاريخ سلو کلنو ته نه رسېږي او په پخوا او اوسني وخت کې هر شی پاک ښکاري. چين تل سوله ايزې ډيپلوماتيکې تګلارې غوره کوي، د نورو هېوادونو د ملي حاکميت درناوی کوي، هېڅکله پر نورو هېوادونو تېری نه کوي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کوي. دا د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو لخوا په ګډه منل شوي حقيقت دی. چين د نورو هېوادونو د ګټو د نه خرابولو په حال کې په خپله پرمختګ کړی او د نړۍ دويم لوی اقتصاد ګرځېدلی دی. دغه هېواد د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره ستر خدمتونه تر سره کړي دي. 

نو چين د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره څنګه ګواښونه جوړوي؟
د جنورۍ په ۹مه نېټه د امريکا د نړيوالو ستراتيژیکو څېړنو مرکز په يوه خبري ناسته کې يوې ښځينه خبريالې د امريکا پر حکومت انتقاد  وکړ، چې چين ته ولې د دښمن په سترګه ګوري. هغه ځای پر ځای خپل شک وړاندې کړ، چې ولې موږ امريکا په نړۍ کې د تر ټولو شتمن هېواد په توګه خپلې پيسې او لوړې تېکنالوژۍ د اقليمي بدلون د حلولو او د ګډو دښمنانو په وړاندې نه کاروو، خو د چين په وړاندې داسې چلند لرو؟ د امريکا خپل خلک هم په دې پوهېږي، چې حکومت خپلې پيسې او تېکنالوژۍ په ناسمو چارو کې کاروي او بې ځايي له چين سره مقابله کوي.

چين د سولې، همکارۍ او ګډ پرمختګ وړاندوينه کوي. د چين پرمختګ به د امريکا او جاپان په شمول هېڅ هېواد ته  ګواښ جوړ نه کړي. که د چین په وړاندې د ستونزو جوړولو پلانونه عملي کیږي او له دې لارې له ملګرو سره يو ځای له چين سره مقابله کیږي، يوازې د سوله يیز پرمختګ په بهير کې به د نړيوال اقتصاد لپاره د سترو زيانونو سبب شي.