د امريکا د تسلط او بادارۍ نظام د څو اړخيزم راتلونکی نه شي زغملای

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د چين په هکله د تګلارې د بيانولو په وخت کې ادعا وکړه چې چين د نړيوال نظم په وړاندې تر ټولو سخت اوږد مهاله ننګونه ده، په همدې وخت کې يې ويلي چې امريکا غواړي چې نیمګړی ازاد نړيوال نظم جوړ کړي. نو د امريکا په نظر کې دغه نړيوال نظم څه ډول دی؟

 امريکا له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د تش په نامه ليبراليزم نړيوال نظم د جوړولو وړاندوينه کړې. خو د تاريخي حقيقتونو له لحاظه امريکا ورځ په ورځ مغروره او خود غرضه شوې، د خپل هېواد ګټو ته يې لومړيتوب ورکړی، ډېر مخکې يې د ليبراليزم نړيوال نظم بنسټ خراب کړی او په واقعي توګه يې د تسلط او بادارۍ نظام عملي کړی. کله چې نوي سمسور اقتصادونه او سيمه ییز ځواکونه ويښ او پياوړي شول، نړۍ په نظامي، اقتصادي او ايډيالوژيکي برخو کې په طبيعي ډول د څو اړخيز پرمختګ په حال کې شوه. په دې وخت کې امريکا انديښمنه شوې چې پر نورو د بادارۍ مقام به يې ختم شي او په خپل فکر کې يې ځيني دښمن هېوادونه ټاکلي. 
د امريکا د ګټو مدافع بادارۍ نظام دوام نشي موندلی.

امريکا څه ډول نړيوال نظم غواړي؟ د شرم وړ خبره دا ده چې دوی يوازې  داسې نظام غواړي چې پر نورو تسلط او باداري وکړي. امريکا غواړي له ملګرو هېوادونو سره اړيکې ډيزان، مشري يې وکړي او د ځان په ګټه استفاده ترې وکړي، تر څو خپلو کټو ته خدمت وکړي او په ګډه د دې په ګمان له خپلو دښمنو هېوادونو سره مقابله وکړي.

 امريکا په خپل فکر کې ځانته دښمن هېوادونه ټاکلي او په هرې لارې يې د دغو هېوادونو د پرمختګ مخه نيولې ده، ځيني هېوادونه د امريکا ته د خپلو اصولو پلویان ښکاري، خو د امريکا په اند افغانستان او سوريې او داسې نور کوچني هېوادونه هېڅ نظام ته  اړتيا نه لري او حتی په لوی لاس او خپله خوښه ورباندې جګړې ور تپي.

البته امريکا په نړيوالو چارو کې د ځان مداخله خپل حق ګڼي، خو خپله بيا پر نورو هېوادونو تېروی کوي، د نورو هېوادونو شتمني غلا کوي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي..... نو بلاخره به نړۍ پر امریکا بې باوره کېږي او د دغه هېواد د ګټو مدافع د بادارۍ نظام به خامخا له ړنګېږي او دوام به ونه مومي.

رښتيني څو اړخيزم د نړيوال کېدو د پرمختګ منطقې ټاکنه ده
امريکا تل د خپلې خوښې سره سم تش په نامه څو اړخيزه ډيپلوماسي عملي کوي، له يوې خوا د ټاکلو هدفونو په وړاندې څو اړخيز چوکاټ ډيزان کوي او د تش په نامه د ګروپ رول مشري کوي، بله خوا هغه هېوادونه پريږدي، چې امريکا ته ارزښت نه لري او د دوی له اصولو او غوښتنو سره سمون نه لري. 

د شمالي امريکا نهمه سرمشريزه غونډه تازه په امريکا کې تر سره شوه. د امريکا بهرنيو چارو وزارت د تش په نامه د ډيموکراتيکې مسئلې په پلمه په دغه غونډه کې د کيوبا، نيکاراګوا او ونزويلا د مشرانو ګډون رد کړ. د لاتيني امريکا څو هېوادونه د امريکا له دغو تش په نامه ډيموکراتيکو تګلارو خوښ نه و او په دې غونډه کې د مکسيکو په شمول د څو هېوادونو مشرانو ګډون رد کړ.

ولې نړۍ د امریکا د خوښې څو اړخیزم ته د شک په سترګه ګوري؟ ځکه چې امريکا د څو اړخيزم په پلمه د نورو هېوادونو د پرمختګ مخه نیولې. څو اړخيزم وسيله نه ده، رښتيني څو اړخيزم ختماُ يو د بل د درناوي کولو، مساواتو او د ګډو ګټو پر بنسټ دی. د امريکا د لويې وچې د سرمشريزې غونډې په هکله که امريکا په اصلي ډول له څو اړخيزم سره موافقه کوي، بايد د سيمه ییزو هېوادونو ترمنځ مساواتو ته په درناوي قایله شي، نه دا چې ځيني هېوادونه يې غوره کړی، ځيني يې پريږدي او د څو اړخيزم په پلمه نوی کلوتياليزم عملی کړی. 

چين تل په ټينګار سره د نړيوال قانون پر بنسټ له نړيوال نظم څخه ملاتړ کوي. خو امريکا په خوله کې د اصولو پر بنسټ د نړيوال نظم د پرمختګ لپاره هڅه کوي، خو دغه اصول يوازې د خپلو ګټو له مخې ټاکل شوي. دا بيخي د نړيوال کېدو د پرمختګ له تمايل څخه سرغړونه ده، نو د نړيوال نظم په وړاندې اوږده مهاله ننګونه په حقيقت کې امريکا ده.