چين کولی شئ په کرنيزو چارو کې فغانستان سره همکارۍ وکړي

د افغانستان د کرنيزو چارو کارپوه: د غلو دانو د خونديتوب د ساتلو لپاره د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نظريې د ستايلو دي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ څه موده مخکې د های نان ولايت د يا جو د تخمونو له لابراتوار څخه ليدنه وکړه او په خپلو خبرو کې يې پر دې ټينګار وکړ، چې تخمونه د غلو دانو د خونديتوب د ساتلو لپاره کلیدي رول لري. د تخمونو سرچينې بايد تامينې او د تخمونو چارو ټېکنالوژۍ ته بايد پرمختګ ورکړل شي.  

د افغانستان د کرنيزو چارو کارپوه ذبيح الله پادشاه د چين مډېيا ګروپ د پښتو څانګې له خبريالې سره په مرکه کې داسې وويل: د چین هېواد ولسمشر شي حين پينګ د کرنې په برخه کې یوه غوره ټکي ته اشاره کړې ده. په رښتیا هم په  کرنه او زراعتي کړنو کې یوازینۍ بنسټیزه چاره دا ده چې تر هر څه د مخه باید اصلاح شوي تخمونه له ځانه سره ولرو، څو د محصولاتو په کمیت او کیفیت کې غوره پایلې او حاصلات ترلاسه کړو. د چين هېواد دغه کار د ستایلو دی، چېن د کرهنې تر څنګ په ډېرو برخو کې خورا ډېر پرمختګ کړی او کولای شي په دغه برخه کې خپلو موخو ته په چټکۍ ځان ورسوي. څومره چې ټکنالوژي مخ پر وړاندې ځي، په همغه کچه د کرنيزو محصولاتو په کمیت او کیفیت کې مثبت بدلون راځي.

افغانستان په پراخه کچه کرنیزې ځمکې لري او د افغانستان اتیا سلنه خلک پر کرنیزو چارو بوخت دي. د کرنې په برخه کې د چين او افغانستان تر منځ د همکاريو راتلونکی پراخ دی. په دې اړه ښاغلي ذبيح الله پادشاه وويل: د افغانستان د کرنې د مېکانیزه کولو لپاره د چین هېواد پورته ذکر شوې مرستې به په یاده برخه کې خورا مهمې وي. د چین هېواد یادې مرستې چې پکې اصلاح شوي تخمونه، کرنیز تاسیسات (له بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته، د اوبو د شبکو فعالول، سړې خونې، اصلاح شوي تخمونه او د اوبو لګولو پرمختللی سېستم) شامل دي؛ کولای شي د افغانستان د کرنې د مېکانیزه کولو په برخه کې د پام وړ مرسته وکړي.

یو څه ته چې باید اشاره وکړو، دا دی چې افغان بزګران له خپلو ځمکو څخه هر کال بېلابېل کرنیز محصولات  تر لاسه کوي، خو له بده مرغه د سړو خونو او بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو د نشتون له امله یې د خپلو محصولاتو ډېره برخه ضایع کېږي او پر وخت بازار ته نه وړاندې کېږي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه څه موده مخکې په چین کې تر سره شوه. چین په دغې غونډه کې افغانستان ته د کرنې په برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. چین به افغانستان ته تخمونه او کرهنیز او اړوند نور توکي برابر کړي. ښاغلي ذبيح الله پادشاه په دې هکله داسې وويل: چين ته په کار ده څو په افغانستان کې د کرنې په برخه کې پانګونې ته ډېره پاملرنه وکړي. افغانستان په پوره توګه په دغه برخه کې بشري قوه لري، چې کار ترې واخیستل شي، په کافي ډول کرنيزې ځمکې او اوبه شته یوازې د چين له لوري د ټکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او ځينو تاسیساتو له د اوبو شبکې، سړې خونې او بزګرانو ته د اړتیا وړ توکو برابرولو ته اړتیا ده.

افغانستان تر بل هرڅه ډېر د کرنې په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ پلي کولو ته اړتیا لري. مخکې مو وویل افغانستان یو کرنیز هېواد دی، چې د نړي په کچه ورته د شنې خونې ځکه ورکړل شوی، چې پکې د هر ډول مېوو او سبزيجاتو کر شونی دی، نو که په دغه برخه کې له پرمختللې ټکنالوژۍ ګټه واخيستل شي لرې به نه وي، چې افغانستان د نړۍ په کچه د کرنې په برخه کې یو له بډايه او پر خپل ځان بسیا هېواد وي.