که عمران خان وي او که شهباز شريف؛ خو تر هغې چې پاکستان وي، د افغان ډوډۍ به پر وينو ککړه وي 

د خوست او کونړ ولايتونو وروستۍ پېښې د ژور تسليت او خواشينۍ وړ دي. د پاکستان پوځ په پوره سپين سترګۍ سره تېره شپه کونړ، پکتيکا، خوست  او ډيورنډ کرښې سره پرتې نورې سيمې له ځمکې او خوا سور اور وګرځولې. 

پاکستاني پوځيانو تېره ورځ د کونړ ولايت پر شلتن ولسوالۍ توغنديز بريدونه وکړل چې له امله يې د يوې کورنۍ شپږ وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. د کونړ ولايتي مسوولين هم د پاکستان له خوا پر شلتن ولسوالۍ توغنديز بريدونه مني او زياتوي چې موضوع يې لوړپوړو چارواکو سره شريکه کړې ده. د مسوولينو په وينا چې له تېرو  درېيو ورځو پاکستاني پوځيان بريدونه کوي. 

له کونړ وراېخوا، د خوست ولايت سپرې او تڼيو ولسواليو سرحدي سيمو کې تېره شپه شااوخوا درې بجې لومړۍ پاکستانۍ بې پېلوټه ډرون الوتکې پر سيمه ګرځېدلې او وروسته د پاکستان پوځ جنګي جېټ الوتکو هوایي بمبار کړی، چې ولسي وګړو ته يې مرګ - ژوبله اړولې ده. د عيني شاهدانو په وينا چې پېښه کې ټول قربانيان ولسي وګړي دي؛ ۳۰ وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي. 

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغه بريدونو په اړه څه نه دي ويلي، خو کابل کې افغان حکومت د پاکستان سفير منصور احمد خان د خبرو - اترو لپاره ورغوښتی.  د ا.ا بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د افغانستان بهرنيو چارو وزير کابل کې د پاکستان سفير ته اعتراضيه ليک سپارلی؛ د خوست او کونړ پېښې يې غندلې او خبرداری يې ورکړی دی چې که دا ډول پېښې بيا وشي، نو د افغانستان او پاکستان اړيکې سره کړکېچنې کولی شي. 

د خوست او کونړ  د پېښو په څېر د پاکستان کړنې چې د افغانستان په مقابل کې يې کوي، نه لومړنۍ او نه به هم وروستنۍ شي. د پاکستان د جوړېدو له ورځې د پاکستان پالېسۍ داسې جوړې شوې دي، چې سيمه کې بايد پاکستان د هندوستان سيال اوسي، شمالي ستر ګاونډي هېواد، افغانستان يې بايد داسې وضعيت کې اوسي، چې پاکستان په کې خپل سياستونه په راحته تر سره کړي او افغانستان هېڅکله کې داسې وضعيت ته ونه رسيږي، چې د پاکستان د کورنيو او بهرنيو سياستونو پر وړاندې خنډ شي. 

هغه مهال چې پاکستان جوړېدو نو افغانستان کې د محمد ظاهر شاه پاچاهي وه. افغانستان، امن، باثابته او يو موټی هېواد وو. د محمد ظاهر شاه واکمنۍ په وروستيو کې به د سردار محمد داود خان دريځ ځيني وخت پاکستان ورخطا هم کړ. که چېرې افغانستان دا وړتيا نه درلوده چې پر پاکستان بريد وکړي او پښتونستان ترې وګټي، عيني وخت کې پاکستان کې هم دا وړتيا او جرئت نه درلود چې يا پر افغانستان د اوس پر څېر بريد او هوايي بمبارونه وکړي او يا هم د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه وکړي. 

د سردار محمد داود خان لومړنۍ د چنګاښ کودتا او بيا د غوايي اوومې کودتاوې سبب شوې، چې پاکستان ته د افغانستان برخه کې هغه موقع په لاس ورشي، چې له کالونو کالونو يې منتظر وو. پاکستان د يو وېشلي، بې ثباته او ناامنه افغانستان خوبونه لېدل او په خپل مهارنه سياست او همدا ډول د فرصتونو په جدي نېونې سره وتوانېد چې ۴۳ کاله افغانستان ناامنه وساتي او داسې يې د ځان مختاج او اړ هېواد کړي، چې پاکستان سره د سيالۍ خوبونه پېړۍ پېړۍ ونه ګوري. 

پاکستان د افغانستان هر حکومت سره خيانت او دوه مخېتوب او همدا ډول د پردې تر شا سياستونه کړي. د شوروي ملاتړو حکومتونو پر وړاندې يې ۱۴ کاله مجاهدين وجنګول او مجاهدين يې پر کابل واکمن کړل. د مجاهدینو په بريا سره يې دوی په خپل منځ کې سره واچول او پنځه کاله يې د کابل وينې په کورنۍ جګړې وڅښلې. ورپسې يې د طالبانو لومړی حکومت ملاتړ وکړ او په رسميت يې وپېژندلو؛ خو کله چې امريکا د طالبانو حکومت د غورځېدو پلان جوړ کړ، نو پاکستان لومړی هېواد وو چې امريکا ته يې پوځي اډې ورکړې او هلته طالب چارواکي يې لاس تړي د امريکا په لاس کې ورکول. 

د جمهوريت په راتګ سره يې له يوې خوا د جمهوريت سره د ښو اړيکو ويل او بلې يې خوا يې همدا جمهوريت له شا په خنجر وهلو. د طالبانو په بيا راتګ سره يې هغه پخوانی سياست هېڅ نه دی بدل شوی، چې افغانستان بايد کمزوری، د پاکستان مختاج او بي ثباته اوسي. 

خوست او کونړ کې د پاکستان هوايي بريدونه دا موخه  لري ترڅو نړۍ ته وښيي چې افغانستان  د وسله والو ډلو هغه خوندي پټنځای  دی او دې سره به د طالبانو هغه ژمنه او وعده تر پوښتنې لاندې زاولي، چې نړيوالو ته يې ويلي- د افغانستان خاوره به د نړۍ د هېڅ هېواد په ضد نه استعمالېږي او افغانستان د هېچا لپاره ګواښ او خطر نه دی. 

د افغانستان اسلامي امارت ته په کار ده، چې پاکستان په رسمي ډول اړ کړي ترڅو پر خپل شوي کار پېښماني وښيي، قربانيانو ته غرامت وکړي او په راتلونکي کې د دغه ډول پېښو د نه تر سره کېدو ژمنه او ضمانت وړاندې کړي. 

اوس وخت کې افغان ملت او حکومت ته دغه پوهاوی په کار دی، چې که پاکستان کې عمران خان وي او يا هم شهباز شريف، خو د پوځ سياست يې دا دی، چې افغانستان بايد بې ثباته او وېشلی وي. د اوسني حکومت او ولس نېږدوالی د افغانستان غښتلتيا او پياوړتيا ده او بيا به د پاکستان په څېر حکومت ورته په کږه سترګه کتی نه شي.