
خالد احمدي
وروسته له هغې چې په ټا کنو کې په پراخه کچه درغلى وشوي او د پارلمان هره چوکۍ په ازاد بازارکې پيرلو ته وړاندى شوه پارلمانې چوکې د ځنو خاصو کړيو لاس ته ورغلې د ملت رښتينې استازي چې د افغانانو په زياتو رايو کامياب شوي وه په رښتينې توګه يې د افغانانو استازې توب کوو تر څو د خلکو د بې وزلو ،يتيمانو ، کونډو، اواز دولتې چارواکو ته ورسوي او د دوي ستونزو ته د حل لاره ولټوي خو داسې ونه شول داهر څه يو خوب وه د ټاکنو کمسيون د خلکو رايو ته درناوى ونه کړ د افغانانو هيلې يې په نهيلې بدلې کړي د ټاکنو پايلې يې اعلان کړي هغه نوماند وکيلان چې ولسې جرګه ته بريالي شوي وه د ځنوسياسې کړيو ښکار شول تر څو په راتلونکې کې د خپلو اهدافو لپاره په خلاصو مټو کار وکړي او داسې څوک شتون ونه لري چې په راتلو نکې کې د دوې د موخو خنډ و ګرځې او د ټاکنو کمسيون پايلې اعلان کړي خو معترضو کانديدانو د ولسمشر څخه په وار وار داغوښتنې کولې چې ټاکنې د لغوه اعلان شي او د لو يې څارنوالې څخه يې غو ښتل تر څو هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې په ټاکنو کې يې په پراخه کچه درغلي کړي او معترضو کانديدانو تاکيد کوه چې د ټاکنو د کمسيون چارواکې دى ونيول شى اوقانونې چلند دې ورسره وشي اوله څارنوالې نه يې داغوښتنه وه چې تورن کسان دى په عام محضر کې محکمه شې تر څوپه راتلونکې کې د نورو لپاره يو عبرت شې او په راتلو نکې کې هيڅوک دا جرئت ونه کړي چې دافغانانو په سر نوشت د لوبې وکړي د هيواد په ګوټ ګوټ کې يې لاريونونه وکړل تر څو لوى څارنوال دغه ټاکنې لغوه اعلان کړي او دغه لاريونونه په ولايانو کې اوس هم روان دي چې وروسته د د غو ستونزو داوارولو لپاره ولسمشر په منظوري يوه ځانګړي محکمه جوړه شوه تر څو هغه د وسيې وڅيړي چې لو يې څارنوالې ته د معترضو کانديدانو لخو سپارل شوي دي ځانګړي محکمې په کار پيل وکړ چې ورپسې د ځنو خاصو کړيو او برياليو وکيلانو په ولسمشر فشار راوړاو ويل يې که ولسمشر نوي پارلمان افتتاح نه کړي مونږ به دا کار په خپله وکړونوي پارلمان به افتتاح کړو خو ولسمشر له ډيرو منجلسو سره سره بيا هم ونه توانيد چې د ځانګړي محکمې غوښتنه په برياليو وکيلانو ومنې ځانګړي محکمې له ولسمشر نه غو ښتنه کړى وه چې تر يوه مياشتې دې ولسمشر نوي پارلمان نه پرانيزي (د کب تر دريمه )خو برياليو وکيلانو دځانګړي محکمې داغو ښتنه ونه منله په ولسمشر بهرنيو او کورنيو کړيو فشار راوړ تر څو حاضر شې چې نوي پارلمان افتتاح کړي او ولسمشر مجبور شو چې نوي پارلمان د چهارشنبې په ورځ پرانيزي اوولسمشر رسنيو ته وويل چې د برياليو وکيلانونه مې ليکلې تظمين اخستي تر څو د ځانګړي محکمې پريکړه چې يوه مياشت وروسته به اعلان شي ومنې خو وکيلانو د ولسمشر دغه څرګندونې ردوي او وايې چې مونږ هيچاته تظمين نه دى ورکړي او نه يې ورکوو اود پارلمان د پرانستنې په شپه په ارګ کې د دريو سوه په شاوخوا کې معترضو کانديدانو اتصاب کړي وه او له ولسمشر نه يې غوښتنه کوله چې پارلمان تر هغه وخته مه پرانيزه تر څو ځانګړي محکمې خپله پريکړه نه وي اعلان کړي او ګواښ يې وکړ که ولسمشر نوي پارلمان پرانيزى مونږ به د دولت سره خپل پريکون اعلان کړو . خو د معترضو کانديدانو دا غو ښتنې عملې نه شوي اوس پو ښتنه دا ده چې نوي پارلمان به د ځانګړي محکمې پريکړي ومنې کنه چې دغه سوال د هر افغان په ذهن کې پيداشوي او هر افغان يې ځواب غواړى چې د ځانګړى محکمې پريکړې به عملې بڼه واغوندي که به دا هم د نورو کمسيونونو په څير د وخت ضايع کول وي او کوم وکيل به دې ته حاضريږي چې د ځانګړي محکمې پريکړه ومنې هغه چاچي په لکونو ډالر رشوت ورکړي وي او دايې هيله وي چې د پارلمان په چوکۍ خوب وکړي او يو ځل چې پارلمانې بادامو مزه ووينې نو بيا به دې ته حاضر شي چې د ځانګړي محکمې پريکړې ته به غاړه کيږدي او عمل به پري وکړي. وکيلان په ډيره بې صبرى د دغو ورځې انتظار کوه چې کله به په پارلمان کې خپل خوب پوره کوي او په دورستيو کې تر دې راورسيدل چې ولسمشر ته يې ګواښ وکړکه نوي پارلمان افتتاح نه شې په هيواد کې به په لوى لاس نا امنې جوړي کړي .ايا دغه پارلمان چې نوى يې په کارپيل وکړ دابه په رښتيا د افغانانو استازي تو ب وکړي او د شخصې ګټو په ځاى به ملې ګټو ته ژمن وي يا که نوي پارلمان به د مافيايې کړيو مرکز وي او پارلمان به په يوه نامشروع تجارتې مرکز بدل شې او د افغانانو لپاره به يو بل سرخوږي هم جوړ شى داټولې هغه پوښتنې دي چې په راتلونکې کې به د ملت مصنوعې استازي ورته ځواب ووايې او زما غوښتنه د نوي پارلمان له استازونه داده چې په رښتينې توګه د دولت او ملت ترمنځ پل شې او د خلکو ستونزو ته د حل لاره پيداکړي تر څو دغه کړيدلې او جګړي ځپلې افغانان نور ونه ځوريږي او پري نږدى چې بهرنې هيوادونه زمونږ په کورنيو چارو کې لاس وهنه وکړي او په رښتينې توګه هيواد ته ژمن واوسى . ديوه اباد او پر مخ تللي افغانستان په هيله
والله العلم