ډوغل

فضل عندليب
سره غرمه وه د ملګرو سره د خوړ په غاړه د توت سيوري ته ناست وم  يوه ماشومه چې په سر يې په خيرنه ټوټه کې څو ډوډۍ  داسې ايښې وې چې نيمې ښکاريدې او نيمې پټې وې په يو لاس کې يې د شومبلو لوښی وه او بل لاس يې په ډوډو  د پاسه ايښی وه د خوړ مينځ ته هغه ډوغل ته ورنزدې شوه په کوم کې چې يې نيکه د سحر نه کار کولو او شږې يې راويستلې  ماشومې د بابا غږ وکړ او يو سپين ږيری چې د سر او سپينې ږيرې په ويښتانو کې يې شږې پرتې وې پورته راښکاره شو د ماشومې نه يې ډوډۍ او د شمبلو لوښی واخستل او په تندي يې ښکل کړه لاسونه يې وينځل او غوښتل يې چې د توت سيوري ته راشي او ډوډۍوخوري  ماته دا احساس وشو چې د بابا د ډوډۍ د خوړلو ځاي مونږ نيولی دی نو ملګرو ته مې اويل چې مونږ له له دې ځايه تګ پکار دی ځکه چې دا د بابا د ډوډۍ د خوړلو ځاي دی کله چې مونږ چې مونږ يو څو قدمه لاړو نو بابا راته غږ وکړ چې مه ځۍ او زما سره يو ځاي ډوډۍ وخورۍ مونږ پښې نيولي شو او بابا د توت سيوري ته راورسيدو مونږ سره يې ستړي مه شي وکړل او کښيناست مونږ ته يې بلا ستونه وکړل خو مونږ د چا ميلمانه وو نو د بابا دعوت مو قبول نه کړ ما د بابا تماشه کوله د ډوډۍ نه به يې چک کولو او د شومبلو ګوټ به يې ورپسې کولو او ماشومه ورسره څنګ کې ناسته وه چې د خوراک نه وزګار شو نو ما ترې پوښتنه وکړه چې دا شږې په چا خرڅوې په څومره بيه خرڅيږي او څوک يې درنه اخلي  بابا لږ وخت غلی وه او بيا يې په سپينه ږيره د اوښکو لړۍ راماتې شوې بابا په ژړه غوني  انداز کې اوييل چې بچيه ښه ښکلی وخت تيريدو يو ځلمی ځوی مې وه د قران حافظ وه او په سکول کې د دينياتو استاد وه په تنخا به يې زمونږ ښه ګوزاره کيده زه به په سپينو جامو کې ګرځيدم د کلي غم ښادي به مې کول او کله کله به د تبليغيانو سره د اسلام د تبليغ د پاره نزدې کلو ته هم تلم خو څو کلونه وړاندې ددې کلي نه څه خلک د صوفي محمد ملا په لښکر کې افغانستان ته د جهاد د پاره تلي وو چې زما ځوی هم ورسره تلی وه او تر ننه پورې يې راته د ژوندي او مړ څه درک نه معلوميږي درې نمسۍ مې دي دا ماشومه چې زما خواته ناسته ده د ټولو کشرۍ ده او دوه پيغلې دي او مور يې د زړه ناروغه ده اوس زما درې کاله وشو چې دغه ډوغل کې شږې رااوباسم په ټيکيدار يې خرڅوم او په ډيره ګرانه ځان او دوي ساتم دبابا په خبرو اوريدو مې سترګې د اوښکو ډکې شوې او تر خپله وسه مې د ماشومې په شليدلي جيب کې څو روپۍ کيښوې بابا بيا ډوغل ته کوز شو او ماته په تلوتلو کې د عبدالحميد زاهد دا شعر راياد شو چې//د شهادت په نوم پردي بچې په اور سوزول/د مسلکونو استادان ورته جهاد واي