فضل عندلیب، دیر تالاشکه فکر وکړو نو ساینس د وسنۍ زمانې د انسان په ژوند کې ګڼ بدلونونه راوستي دي-هغه
سفرونه چې میاشتې او کلونه به پرې لګیدل اوس په منټونو او ورځو کې ترسره کیږي-پخوا
به خلک پیدل یاپه اسونو اوښانو او خرو تلل-اوس ګاډي جازونه او نور وسایلو فاصلې ډیرې
لنډې کړې-د کمپيوټر په ذریعه په دقیقه کې سړی ل نړۍ د یو ګټ نه تر بله ګټه رابطه
کولی شي-د ګڼو مرضونو علاجونه اوس په اسانه کیدی شي-پخوا په په سړي د اپيینډکس درد
راغی او خلکو به وییل په فلاني شکمدړ راغلی او ساه به يې ورکړه-د هیضې وبا به په
خلکو هدبرې ډکې کړې-نانکو او ټي بي به هر کال په کروړونو انسانان وژل-د معولي تبې
علاج هم نه وو او خلک به په باباګانو او پيرانو ګرڅیدل-خو اوس د ساینسي پرمختګ سره
هغه ناقابل علاج مرضونه د علاج قابل شول-او د طبي تخلیقاتو او اسانتیاو نه هر
انسان تر خپله ضرورته ګټه اخستی شي-هرانسان د ساینسي علم د ارزښته خبر شو او ژوند
ډیر اسان شو-خو ددې پرمختګ منفي اړخ ډیر خطرناک او د انسانیت د بربادۍ لوي لامل
جوړ شو-او دغه منفي اړخ ددې ساینسي پرمختګ په مخ نه ورانیدونکي داغونه ولګول-او
انسان د ژوند د اسانتیاو د لاس ته راوړو د پاره د نورو انسانانو د وژلو او ختمولو
د پاره داسې شیان جوړ کړل چې انسان وس د هغه زړې زمانې ارمان کوي-که پخوا به چرته
په یوه سیمه کې د دانګي او ټوپک جنګ وو نود نړۍ یوه سیمه به ناکراره وه او د مرګ
شرحه به دومره نه وه لکه نن سبا چې ساینس نننۍ نړۍ د بارودو او ایټمي وسلو نه ډکه
کړې ده-زهریله غازونه/ګیسونه/جوړ کړی شول چې په سیکنډونو کې په کروړونو انسانان د
مرګ په خوب ویده کولی شي-داسې بمونه جوړ کړی شول چې روغ روغ کلي پاستروي-ماینونه
جوړ کړی شول چې یو ناخبره انسان په دقیقه کې وژلی شي-د الوتکو نه په نورو انسانانو
د بمونو بارانونه ورولی شي-او د انسان سکون تالا ترغه شو-دلته راته یوه خپله هایکو
رایاده شي چېد جهالت د کندې اووتمهخو د بارودو غر ته وختمهوایه ما څومره ترقي وکړلهنو ای د نړۍ انسانانو مونږ ولې یو بل وژنو؟؟او دا خیر مو ولې په شر بدل کړ؟؟ایا
زمونږ خپل وسایل زمونږ د مسایلو سبب جوړ نه شول؟؟مونږ ولې د خپلو راروانو نسلونو د
ودانۍ د پاره د نورو وسني نسلونه بربادوو؟؟او دا دومره ایټمي وسلې او غټ عټ بمونه
مونږ د چا خلاف جوړ کړي دي؟؟مونږ ولې د بل انسان په بربادۍ کې خپل خیر
لټوو؟؟ددومره زهریله وسلو د شتون څه معني؟؟ایا انسان پخپله د ځان د ښمن نه دی؟؟او
د راروانې بربادۍ له اثارو به ددې خطرناکو وسلو جوړونکي محفوظ پاتې شي؟؟مونږ چرته
په دې خبر سوچ کړی دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
وروستي