د پاکستان سياست د چا په لاس کې دی؛ پاک-پوځ که امريکا - برېتانيا؟ 

تېره ورځ پاکستان لپاره يوه تاريخي ورځ وه. له څو خواوو ټکري رامنځته او وضعيت يې سره ګډوډ  کړ. پارلمان پلان درلود چې عمران خان په کور کېنوي، خو د عمران خان پلان بيا بل ډول او له دوی يې  وړاندې پرې کار کړی وو؛ خان د پارلمان لغوه کېدو ته  ځان برابر کړی وو او همداسې يې وکړل. عمران خان پارلمان لغوه کړ، خو له بلې خوا پرې داسې ګوزار وشو، چې دی يې له واک لېرې کړ. دې سياسي کړکېچ،  ګډوډۍ او بې ثباتۍ کې پاکستان بل سياسي دور ته دننه کيږي. 

پاکستان کې سياسي او حکومتي سېسټم داسې دی، چې ولسي جرګې يا د پاکستان د قانون په اصطلاح قامي اسمبلۍ ته عمومي، پټې او ازادې ټاکنې کېږي. د دغه ټاکنو له لارې د قامي اسمبلۍ ۳۴۲ تنه غړي ټاکل کېږي. ورپسې دغه ۳۴۲  غړي د پاکستان د لومړي وزير څوکۍ لپاره نوماند ته رايه ورکوي  او له ۳۴۲ رايو څخه که چېرې نوماند ۱۷۲ زايې تر لاسه کړې، نو د پاکستان لومړی وزير ټاکل کېږي.  د پاکستان د پارلمان او لومړي وزير کاري دوره پنځه کاله وي او له پنځه کاله وروسته  بيا ټاکنې کيږي. ټاکل شوې چې د لومړي وزير عمران خان کاري دوره او د پاکستان قامي اسمبلۍ وخت به ۲۰۲۳ کې پای ته ورسيږي، خو د تيرې ورځې سياسي کړکېچ دواړه له وخت وړاندې پای ته ورسول او تر اوسه وضعيت څرګند او مالوم نه دی. 

اوس به پاکستان کې نوې ټاکنې کيږي، بيا به په کې پارلمان او لومړی وزير ټاکل کېږي. نوې ټاکنې ښايي درې مياشتې وخت ونېسي.  تر هغې به يو چارسمبال لومړی وزير او د هغې کابينه د حکومت چارې وړاندې وړي. عمران خان به د چارسمبال حکومت تر معرفي کېدو پورې واک کې وي او هر کله چې ځای ناستی یې په موقت ډول وټاکل شي، نو عمران خان به له واک لاس په سر کېږي. 

د پاکستان سياسي او پوځي نظام د پاکستان د ګاونډ او سيمې هېواودونو سره توپير لري. د پاکستان پوځ يوه بلې حوزه او برخه ده. د پوځ واک او ځواک دومره لوړ دی، چې لومړی وزير يې پر وړاندې نه شي درېدلی. هغه ډول چې هندوستان، ايران، افغانستان او د نړۍ نورو هېوادونو کې لومړی وزير، پاچا او ولسمشر د پوځ اعلی سرقومندان هم وي، پاکستان کې وضعيت داسې نه دی. هلته د پردې تر شا ډېرې پرېکړې او د پوځ له خوا حکومت  کېږي او د پاکستان پوځ د پاکستان دننه يو اصلي  او دويم حکومت دی. 

د پاکستان پوځ ويلي دي، چې پرون ورځ هېواد کې څه تېر شول، پارلمان کې د لومړي وزير د بې باورۍ بهير لغوه شو؛ دوی پرې خواشيني شوي دي. د پاکستان پوځ دغه هېواد کې پر وروستیو سیاسي پرمختګونو اندېښنه ښودلې او د پوځ د عامه اړیکو دفتر مشر جنرال بابر افتخار ویلي چې هغه څه کې قامي اسمبلۍ کې پېښ شول، پوځ پورې اړه نه لري.‌ 

د شنونکو په اند پاکستان کې د اوسني وضعيت تر شا دوه لاملونه شتون لري. لومړی دا چې د عمران خان او د پاکستان د پوځ ترمنځ څو مياشتې وړاندې کړکېچ رامنځته شوی وو. دغه کړکېچ د ای اِس ای د مشر د ټاکنې په اړه وو او له دغه خرابتيا وروسته پوځ له  عمران خان لار ونېوله او پايله يې په دې  شوه، چې د پاکستان پوځ سره د عمران خان مخالفت دا پايله ورکړي، چې عمران خان يې له خپلې کاري دورې وړاندې په کور کېنولو. 

يو شمېر بيا په دې باور دي، چې  د پاکستان د پوځ او حکومت وراېخوا د نړۍ هېوادونه  او په ځانګړي ډول امريکا او برېتانيا دغه هېواد کې ژور لاس لري او سياست يې په هغه ډول تاواوي، چې دوی يې وغواړي. د دغه شنونکو شننه دا ده، چې اوسنی تحليل د پاکستان د پوځ او حکومت  لوړه لوبه ده چې امريکا يې تر شا ده او غواړي د خپلو راتلونکو پلانونو لپاره يې سيمه کې د شتون او اغېز لپاره د پاکستان خاوره کې تر سره کوي.