ايكو او ژوند

 ژباړه :: محيب رحمتي

زوى و پلار په غره كې منډي وهلې، چې ناڅاپه يې زوى  ولوېد، زخمي شو او
چيغه يې كړه : آه .
پلار يې په  غره  كې د غږ حيرانونكى تكرار واورېد: آه .
په غره كې يې چيغه كړه :
- څوك يې ؟
بېرته يې خپل غږ واورېد :
- څوك يې ؟
بيا يې غره ته چيغي كړې :
- زه دي حيران كړم .
ځواب يې واورې :
- زه دي حيران كړم .
د ځواب په اورېدلو سره په غوسه شو ، چيغي يې كړې :
- ډارنه .
بيا يې ځواب واورېد:
- ډارنه .
زوى چې خپل پلار ته وكتل ورته ويې ويل :
- څه كوې  ؟
پلار يې وخندل  او ويې ويل :
- زويه! ځير شه .
بيا چيغه وكړه :
- ته اتل يې .
ځواب يې واورېد :
- ته اتل يې .
هلك حيران شو، خو پوه نه شو، بيا يې پلار ورته و ويل :
- خلك دې ته ايكو (منعكس) وايي، خو دا په حقيقت كې ژوند دى، په بدله كي
هر هغه څه دركوي چې ته

يې وايې يا يې هم كوې، زموږ ژوند عموما زموږ د عمل عكس العمل دى، كه په
نړۍ كي ډېره مينه غواړې،

په زړه كي ډېره مينه پيدا كړه، كه په خپله ډله كي وړتيا غواړې، خپله
وړتيا وښيه ،دغه  اړيكي د ژوندپه

ټولو برخو كې په هر شي پلي كيږي، ستا ژوند ټكر (تصادف) نه دى، دا انعكاس دى،