په رسنيو کې د مسلکي ژبې کارونه

رسنيزه يا ژورنالېستي ژبه ژورنالیستي یا د رسنیو ژبه يوه ساده او روانه ژبه ده، دا ځکه چې ژورنالېزم یا رسنۍ د ټولنې له تله راپورته شوي. په ټولنه کې درې ډوله خلک ژوند کوي: لوستي، نالوستي او نيمه لوستي. د دغو دریو ډلو ترمنځ انډول ساتل اړين ګڼل کېږي. دا ځکه که چېرې یو پوړ په پام کې ونه نيول شي، د ژورنالېزم د اصلي موخو پر ځاى موږ د بل څه لپاره کار کړى دى.د ژورنالېزم په لومړيو وختونو کې يوازېنۍ ستونزه د ژبې په اړه وه، يعنې په ډېر پېچلي ډول يوازې د يوې ډلې لپاره به کارېده، چې د وخت په تېرېدو سره د ژورنالېزم په ژبه کې بدلونونه رامنځ ته شول او په داسې ډول وکارول شوه، چې عامو خلکو ته هم د پوهاوي وړ وګرځېده. اوس مهال ټولنه د نویو معلوماتو او نويو غوښتنو په لټه کې ده؛ له دې امله عامو خلکو ته د نويو معلوماتو په رسولو کې ژورنالېزم داسې ژبه کاروي، چې عامو خلکو ته د پوهاوي وړ وي.
 
ژورنالېستي ژبه له نورو ژبو سره توپیر لري؛ په دې ژبه کې کره والی، ځیرتیا، ناپېیلتوب، د لقبونو او صفتونو سمه کارونه، د جملو لنډون او … ډېر مهم دي. په ژورنالېستي ژبه کې کارېدونکې هره کلمه باید ځانګړی مطلب او ځانګړی ځای ولري، یوه ژورنالېستي جمله یوازې د کلمو او تورو ټولګه (رنګین ترکیب) نه دی، چې لوستونکي او اورېدونکي پرې بوخت شي.که د یوه مطلب لپاره څو کلمې ولرو، نو له کلمو هغه باید وټاکو چې لنډه او د معنی له مخې روښانه وي. د ژورنالېزم د ژبې بله ځانګړنه دا ده چې ټول لیدونکي، لوستونکي او اورېدونکي ترې یو مطلب واخلي؛ ځکه د رسنیو مخاطبان د پوهنتونونو له استادانو نیولې د اکاډمیو ترغړیو، ډاکټرانو، ښوونکو، بزګرانو او د کور تر مېرمنو ټول دي.
 
له ادبي او هنري ژبې کېدی شي هر څوک د خپل دریځ او معلوماتو په کچه مفهوم واخلي او یا یې د خپلې مفکورې په کنډه وتلي، خو د ژورنالېزم ژبه داسې نه ده، په ژورنالېزم کې د لقبونو او صفتونو کارونه ډېره ځیرتیا غواړي، ځکه په ناسمه کارونه یې د ژورنالېست ناپېیلتوب (چې په ژورنالېزم کې بنسټيز اصل دی) زیانمنېدی شي، که په راپور کې دوه خواوې وي، یوه په بشپړه نامه او بله په یوازې تخلص یاده شي، که یو له رسمي او دولتي مقام سره او بله خوا چې پرهمغه کچه ده، یوازې په نامه یاده شي، نو پر ژورنالېست د خلکو باور راکمولی شي، که د جنګیالي (چې معمولاً مثبته معنی ښندي) او جګړه مار(چې په منفي معنی کاريږي) تر منځ توپیر ونه شي، نو د ژورنالېست لپاره ستونزه جوړېدی شي (۵۴:۷).
 
د رسنيزې ژبې ځانګړنې
د رسنیزې ژبې د ځانګړنو په هکله علماء او پوهان مختلف نظریات لري او هر يوه يې په خپله برخه په خپلو خبرو او نظرونو ټینګار کوي، خو زما په فکر د دوی تر منځ غوره او بهتر نظر د ژورنالېستي ژبې کتاب لیکوال دی، چې په رسنیزه ژبه کې ساده والی، لنډون، صداقت او رښتينولي، عام فهمه، بې پرې او له مبالغې پاکه وي.
 
١- رسنيزه ژبه ساده وي
څنګه چې ياده شوه يوه ټولنه د بېلابېلو پوړونو څخه جوړه وي، نو له دې امله په کار ده، چې ژورنالېستي ژبه په داسې ډول وکارول شي چې د ټولنې د ټولو خلکو لپاره د پوهاوي وړ وي. د سختو ادبي ترکيبونو، جوړښتونو او همدا شان د ډېرو سختو علمي اصطلاحاتو څخه په کې ډډه وشي، د ژورنالېزم اصلي موخه اغېزمنه رسونه ده، نو اغېزمنه رسونه د ژبې له روانۍ پرته ناشونې ښکاري.
 
استاندال د فرانسې مشهور خبریال وايي: ((زه يوازې يو قانون پېژنم، چې روښانه وليکم، که واضح او روڼ ليکل او ليدل ونه کړم، نو زما په نظر دا ټوله نړۍ پوچه ښکاري. ساده ليکلو ته په ژورنالېزم کې تر بل هر څه پاملرنه کيږي، دا ځکه چې سړى ورځپاڼې په هر ځاى کې کولاى شي لکه په ښار، موټر … او داسې نورو ځايونو کې ولولي، نو ساده ليکل د ژر مفهوم اخيستلو لپاره ډېر اړين برېښي))(۱۲:۱۰).
 
٢- لنډون (اختصار)
څرنګه چې په رسنيو کې وخت ډېر مهم او با ارزښته دی، نو اړينه ده چې په ژورنالېستي ژبه کې د لنډون څخه کار واخيستل شي.که چېرې يو، دوه يا درې ساعته د يوې موضوع په اړه خبرې وکړي، نو خبرې يې دوه ساعته، يا درې ساعته نه وي، بلکې خبرې يې په ډېرو جذابو کلمو کې په رانغاړلي ډول وړاندې کيږي؛ لکه د کومه ځايه چې په ژونالېزم کې اصلي موخه خلکو ته د معلوماتو رسول دي او په مفهوم يې پوهول دي نو بايد د مترادفو تکراري کلمو او د صنايعو، بدايعو څخه هم بايد ډډه وشي(۱۲:۵).
 
٣- صداقت (رښتينولي)
رښتینولي او صداقت د ورځپاڼه لیکنې یو مهم آر بلل کېږي، ځکه چې ژورنالېستي ژبه يوازې د هغو پېښو په اړه خپرونې کوي، چې له واقعیت سره سمون ولري؛ نو له دې امله په ژورنالېستي ژبه کې د خيالي او اټکلي معلوماتو خپرول منع دي، بايد د پېښې په اړه د پېښې نوم، شمېر، ډول او نور هغه څه چې په رښتينولۍ دلالت کوي؛ وړاندې شي. په دې اړه د وخت محدوديت، سرچینو ته نه لاسرسى او په لږ وخت کې د خبر ليکل يعنې د کار سرعت؛ دا ټول هغه عوامل دي چې د صداقت او رښتينولۍ سره سيخه اړيکه لري. نو د دې لپاره چې خپله خبريال هم زيار باسي چې د ده ليکنه د واقعیت سره سمه وي؛ نو بايد دغه محدوديتونه په لومړي سر کې په پام کې ونيسي(۱۶:۸).
 
٤- عام فهمه (محاوروي)
له يو خوا د ټولنې يوه برخه خلک نالوستي دي او بل دا چې په ژورنالېستي خبرونو يا د رسنيو له خوا په داسې ډول بايد خپرونې جوړې شي، چې بې له زيات تأمله هر چاته د فهم وړ وي، نو له دې امله په ژورنالېستي ژبه کې زياتې عام فهمه محاورې کارول کيږي؛ يعنې موضوع په يوه داسې ډول ونه ليکل شي چې لوستونکي فکر وکړي، چې موضوع د څه په اړه وه؟ او دې ته اړ شي چې يو ځل بيا خبر يا راپور له سره ولولي، ترڅو پرې پوه شي.که خبريال په دې پوه شي چې ليکنه يې داسې ستونزه لري؛ نو هغه مطلب بايد له سره وليکي، د يوې موضوع ښه والى د متن يا د کلمو په جوړښت کې نه ده، بلکې د هغه ښکلا بايد د خبر يا راپور په ذات يا په راپور کې په طبعي ډول شتون ولري(۷۸:۳).
 
٥- بې پرې والى
څرنګه چې وويل شول ژورنالېستي ژبه يوه عام فهمه ژبه وي، چې مسايل په دقيق او ناپېيلي ډول خپروي، په ژورنالېستي ژبه کې د چا د خوښې او نا خوښۍ لپاره په حقايقو سترګې نه پټېږي، څنګه چې پېښه شوې وي په هغه ډول يې لوستونکو او اورېدونکو ته وړاندې کوي، يعنې د يوې پېښې په بيانولو کې يوازې د پېښې ډول يا شمېرې وړاندې کېږي، همدې ته بې پرې والى ويل کيږي، چې د چا خيال، فکر او تأثیر په کې ځاى ونه لري.په سرمقالو او تبصرو کې نظر ځاى لري خو په دې کې هم ناپېیلتوب خپل ځای له لاسه نه ورکوي، ځکه چې په هغه کې وړاندې شوى نظر د چا شخصي نظر نه، بلکې د يوې پېښې په اړه له ټولنيز اړخه د خپل نظر څرګندول دي، يعنې په هغه کې نظر ورکوونکى دا ګوري چې عمومي تاثیر يا نظر په دې اړه څه دى؟ او هغه وړاندې کوي؛ په دې کې بیا د رسنيو ځلا هم وي او له شخصي تأثیر او احساساتو څخه هم خوندي وي(۶۴:۷).
 
٦- په زړه پورې والى
په يوه ژورنالیستي ليکنه کې او يا په ژورنالېستي ژبه کې بايد يو داسې څه لوستونکو او يا اورېدونکو ته وړاندې شي چې هغوى ته په زړه پورې وي. هغه څه چې د لوستونکو او يا اوريدونکو د ستړيا لامل ګرځي: بیا ځلي عبارتونه، اوږدې جملې، د زړو کلمو کارونه او داسې نور دي. په دې حالت کې شايد لوستونکي نوي مطالب يا د پېښو په اړه خپاره شوي مطالب داسې ولولي لکه کومه نوې پېښه چې رامنځته شوې نه وي. ځکه عبارتونه او کلمې د خبرونو او مطالبو په زاړه قالب کې وي چې ښه بېلګه يې په رسنيو کې د ځينو کليشه يي کلمو ليکل دي.د دې لپاره چې ژورنالېستي ژبه په زړه پورې وي، نو بايد له نوښت څخه کار واخيستل شي؛ بله خبره چې ژورنالېستي ژبه په زړه پورې کوي سرچپه والى دى، که چېرې بيان په سرچپه ډول ترتيب شي، يعنې لومړى پايله بيان شي او بيا وروسته لږ مهم او ورپسې معلومات وړاندې شي؛ نو دغه ليکنه به اورېدونکو ته په زړه پورې وي او په لومړي ځل د لوستونکو او اورېدونکو پام ځان ته اړوي(۲۶:۲).
 
۷- له مبالغې ډډه
په ژورنالېستي ژبه کې احساساتي کېدل او مبالغه ځاى نه لري او پېښې د لوستونکو د کچې سره سمې برابروي، يعنې پېښه شوې بڼه يې خپروي او بيانولو کې يې مبالغې او اغراق ته ځاى نه ورکول کيږي .مبالغه په يو خبر کې، خبر د عينيت او رښتينولۍ څخه لرې کوي او اغراق په يوه خبر کې دا مفهوم لري چې يو خبريال يوه کلمه له خپل واقعیت څخه په يوه تمثيلي معنى او مفهوم بيانوي، ډېری وخت دغه اغراق ژورنالېست په ناڅاپي ډول ليکي او فکر کوي، چې دا ډول به ليکنه په زړه پورې کړي چې دا کار خبري مضمون بې ځايه کوي او د رښتينولۍ او عينيت څخه يې وباسي. لکه: (حيرانوونکي) که چېرې دا پېښه دا ډول حيرانوونکې نه وي؛ دغه پېښې ته د واقعیت څخه لرې اغراق وايي(۴۸:۱۰).
 
مبالغه په ژورنالېستي ژبه کې له يوې خوا د ژورنالېست په شخصي قضاوت دلالت کوي، چې دا کار په ژورنالېزم کې جواز نه لري او له بلې خوا ژورنالېست بايد ليکنه يا د پېښې په اړه مطالب ليکي او قضاوت لوستونکو او اورېدونکو ته پرېږدي چې آيا پيښه زړه وړونکې او حيرانوونکې ده او که نه؟
 
پايله
څرنګه چې زموږ ټولنه ډېری بې سواده ده، له تمدن او پرمختګ څخه لرې ده، نو بايد ملي رسنۍ د خپلې ټولنې په ملي، محلي، کلتوري او کليوالي ژبه کې معلومات خپلې ټولنې ته خپاره کړي، په ځانګړي ډول راډيو چې د هر افغان تر غوږو او مغزو يې غږ رسيږي.
 
 همدارنګه هغه رسنۍ چې د نورو هېوادنو لپاره کار کوي، د آزادي او خپلواکي له نوم څخه ناوړه استفاده کوي، دولت بايد د هغوی د هر ډول ناروا او تخريبي خپرونو په کلکه مخه ونيسي او همدارنګه ټولې رسنۍ بايد د اطلاعاتو او کلتور وزارت او په ولايتونو کې د نوموړي رياست تر چتر لاندې کار وکړي، ولايتي رسنۍ په ځانګړي ډول راډيوګانې په محلي ژبه هم ځانګړې خپرونې ولري او د دې تر څنګ بايد د تل لپاره په رسنيزه ژبه کار وکړي.
 
نو د رسنیو مسوولينو او لیکوالانو ته لازمه ده، چې په رسنیو کې د مسلکي ژبې د کارولو ټول اصول په ليکلو او ويلو کې پلي کړي، ځکه چې د رسنیو کارکوونکي مسلکي ژورنالېستان دي، نو بايد ژبه او ليکنه يې ساده، اسانه، روانه او عام فهمه وي. زمونږ رسنۍ که غواړي خپل رسالت سر ته ورسوي؛ خپل فرهنګ، ملي ژبې او ملی ترمینالوژي ته پوښښ ورکړي، باید د افغانستان ټولو خلکو او ملي ژبو  ته په درنه سترګه وګوري، رسنيزو اخلاقي معیارونو ته پام وکړي او د خلکو  غږ  په خپلو ملي ژبو منعکس کړي.
 
په رسنيو کې زمونږ خبريالان بايد مسلکي واوسي، بې پری و اوسي، د مطبوعاتو  له قانون خبر و اوسي، د افغانستان په رسمي ملي  او غير رسمي ژبو بلد و اوسي.