ژبه او دندې یې
د ژبو د دندو په هکله علماء مختلف نظریات لري، چې د هغوی له جملې څخه يې ما هم تر ټولو کره او دقیق نظر راوړی او داسې ويلي دي، چې په ټوله کې ژبه د دریو موخو لپاره کارول کېږي.
۱. د ژبې معلوماتي دنده
په دې برخه کې د ژبې دنده د اړیکو نیول او د معلوماتو شریکول او لېږد رالېږد شاملېږي.
۲. څرګندوونکې دنده
په دې برخه کې د ویونکي نظریات، احساسات، اخلاق، علمیت او ظرفیت تر اورېدونکي رسېږي او په مقابل کې یې په اورېدونکي، لیدونکي یا لوستونکي کې ورته احساسات راپاريږي او دویم کس داسې انګېري چې په خپله دی لومړنی کس دی.
۳. لارښوونکې دنده
په دې برخه کې د ژبې دنده د یوې کړنې او عمل د ترسره کولو یا هم نه ترسره کولو سپارښتنه، لارښوونه او غوښتنه کوي (۱۷:۸).
د ژبنيو ستونزو لامل
عموماً اکثره ژبې په خپل ذات کې ژبني مشکلات لري، خو په ټوله کې عربي، انګلیسي او اردو ژبې په خپل چوکاټ کې تر ډېره اصلاح دي او اکثريت لغاتونه يې په خپلو قاموسونو کې ځای پر ځای کړي دي. خو پښتو ژبه په خپل ذات کې تر ډېره په تیکنالوجيکي برخه کې ضعیفه ده او تر ډېره نوي لغاتونه ورته په خپله بڼه را ننوتي دي. د اکثريت قلموالو او ويناوالو نه برياليتوب تر هرڅه له مخه په دې کې نغښتی، چې هر يو يې يوه لنډه تنگه سيمه ييزه او بيا تقليدي پښتو کارولې او له دې سره يې هم ټوليزه معياري ـ گرامري پوهه لنډه تنگه پاتې شوې او هم يې وييپانگه (vocabulary) او له همدې کبله په ليکنه، ژباړنه او ويينه کې د گاونډويو زده کړو ژبو(فارسي، اردو، انگرېزي...) گرامر او وييپانگې تر اغېز لاندې ليکنې، ژباړنې او وياندويي کوي. داسې کسان نه يوازې خپله مورنۍ ژبه زيانمنوي، بلکې ورسره موضوع او منځپانگه هم ويجاړوي او ليدونکي او اورېدونکي له ورانپوهاوي سره مخامخوي، لکه تر فارسي اغېز لاندې:
ترافيکي قانون مراعت کړئ ترڅو له خطر سره مواجه نه شئ!(کره: ترافيکي قانون په پام کې ونيسئ چې له خطرسره مخ نه شئ!) د پښتو ژبې په غونډلو (جملو) کې ځینو ستونزو ته گوتنیونه د بېلگې په ډول ː ناکره ـ زياتره پنځوس بنديان يې خوشې کړی شو ـ (کره: تر پنځوسو زيات بنديان يې خوشې کړل) تر اردو ـ انگريزي اغېز لاندې: ناکره ـ د وزارت خارجه ترجمان قرارداد تسليم کړی شو (کره: د بهرنيو چارو د وزارت وياند پرېکړه ليک ومانه(۶:۸).
له بلې خوا په کتاب کې که نااشنا کلمې وي، نو لوستونکى ورته د تم کېدو فرصت لري چې ځان ورباندې سم پوه کړي، خو د راډيو سمعي يا غږيزه وسيله دا چانس اورېدونکي ته نه ورکوي. راډيويي ژورناليست د بلې هرې رسنۍ تر کارکوونکي ډېر مجبور دى چې په اسانه ژبه پسې وگرځي او نوى لغت که هر څو اسانه وي مگر په اولو ورځو کې اورېدونکو ته اسانه نه دى. نو ايا دى له نويو لغتونو بېخې تېر شي او اول نورو رسنيو ته فرصت ورکړي، چې نوي لغتونه امتحان کړي چې که خلکو ومنل او زده يې کړل بيا استعمال کړي؟ ځينې ژورناليستان همدا نظر لري. دغه علت دى چې ځينې راډيوگانې د نويو لغتونو د استعمال پلوي نه دي، خو ځينې نور ژورنالېستان بيا وايي چې که د نويو لغتونو په استعمال کې ډېر احتياط کوو، نو اورېدونکو ته به د مطالبو په رسولو کې پاتې راشو.
په افغانستان کې پخوا د انتحاري حملو پېښې نه وې، خو اوس چې شته نو بايد کلمه ورته ولرو.که انتحاري حمله ورته وايو ډېر خلک يې په معنی نه پوهېږي او که يې خود کشي بولو معنی يې مبهمه پاتې کيږي.د هغه چا چې ځانمرگى بريد کوي او د هغه چا تر منځ د ځمکې او اسمان فرق دى چې اوبو ته يې ځان واچاوه او ويې ويل:
پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي، په لامبوزن جانان به ډېره نازېدمه.
په دې منځ کې چې هر چا د ځان مرگي کلمه وکاروله، هغه وگټله، ځکه خلک يې په اسانه پوهه کړل.
تلفظ او پر کلماتو فشار (Stress)
کله، کله دخبريال يا د خبر د وړاندې کوونکي ناسم تلفظ هم ديوې جملې مفهوم غلطوي. په همدې اساس د معلوماتو د دقيق والي، کره والي او ساده والي ترڅنګ تلفظ هم خورا مهم دی.
که تاسې د يوه ټکي، د يوې جملې او يوه نوم سم تلفظ ادا نه کړئ، شونې ده، چې موضوع د مخاطب لپاره له جنجاله ډکه او د پوهېدو وړ نه وي. په همدې تړاو د بي بي سي پر ويب سايټ د ژورنالېزم د زده کړو په برخه کې د سم تلفظ په اړه وايي:
(سپارښتنه داده چې هره ليکنه تر اورولو وړاندې يو ځل له ځان سره په لوړ غږ ولولئ، که ژبه مو په کوم ټکي کې نښلي، يا کوم ځاى درته ناروښانه برېښي، يا جمله په غوږ اوږده لگېږي، همدا يې وروستى فرصت دى چې وايې ړوئ. يو راډيويي وياند د "خصوصي کول" په لوستلو کې ستونزه لري او هر ځل يې داسې لولي چې پر غوږ "خصي کول" لگېږي.
د "ل" او "ړ" پرله پسې والى هم ژبه بندوي، ټکي يې واړوئ، معادل ورته ومومئ. "پ" او "ف"، "ش" او "چ" او ځينې نور توري چې پرله پسې راشي ادا کول يې گرانېږي. د تمرين له لارې ومومئ چې کوم توري تاسې ته د لوستلو پر مهال گران پرېوزي، د هغو پر ځاى نور ټکي وکاروئ )(۴۳:۷).
داچې څومره ، چې تلفظ مهم دی، په همغه کچه پر کالماتو او مشخصو برخو فشار هم ډير مهم دی، داسې نشي، چې ستاسو اورېدونکي ستاسو له ويلو او متن څخه بل مفهوم واخلي. هر کله، چې تاسې خپل متن تکميل او بشپړ کړ هڅه وکړئ، چې څو ځلې يې له ځان سره ولولئ، هغه برخې، چې په لوستلو کې ګرانې تماميږي هغه څو ځلې تکرار کړئ، هغه چې نشئ يې تلفظ کولای هڅه وکړئ، چې مترادف ټکي ورته وکاروئ او يا يې هم د سم تلفظ لپاره له بل چا مرسته وغواړئ.
د بېلګې په ډول د نور ګل او نور ګل ترمنځ څه توپير دی، دواړه نومونه دي، خو تلفظ يې بيا يو ډول نه دی. اول نورګل د يوکس نوم دی، چې نورګل تلفظ کيږي او ګ پيش اخلي. دوهم نورګل د کونړ ديوې ولسوالۍ نوم دی، چې نورګل تلفظ کيږي. يعنی ګ زور اخلي.همدارنګه ولوله او ولوله هم بايد سمه تلفظ شي، د لومړۍ هدف يې دا دی، چې يو متن او يو شی ووايه، خو دوهمه ولوله بيا بل مفهوم افاده کوي، په همدې اساس تلفظ يې بايد سم وشي(۱۷:۹).
همدارنګه استهزا او استيضاح هم بايد سم وليکل شي ځکه، چې لومړۍ استهزا د ملنډو د وهلو په معنی ده او دوهمه استيضاح د توضيحاتو او معلوماتو د غوښتلو په معنی دی. که تاسې ووايئ ، چې پلانکی وزير ولسي جرګې ته استهزا شوی ؤ، يعنې د ملنډو لپاره غوښتل شوی ؤ، نو تاسې د يو چا په حق کې زياتی کوئ او لويه تېروتنه کوئ، خو که چېرې ووايئ، چې پلانکی وزير ولسي جرګې استحضی کړی ؤ، يعنې د معلوماتو ، توضيحاتو او څرګندونو لپاره يې بللی ؤ، بناً تاسې سم وايئ(۱۴:۵).
په پښتو ژبه کې ډېر داسې نومونه، کلمې او ټکي شته، چې د ناسم تلفظ له امله يې معنی بدليږي، په همدې اساس اړتيا ده، چې خبريالان د ليکنې ترڅنګ د سم او پر ځای تلفظ لپاره هم کوټلي ګامونه واخلي.
وروستي