په رسنيو کې د مسلکي ژبې کارونه 

په نړۍ کې هره ژبه ځانګړي اساسات، اهداف او ځانګړنې لري، ولې په ارتباطي ارزښت کې ټولې سره همغږې دي، په دې معنی چې هره ژبه د اړيکو، پوهې، نظر، کلتور، احساس، هدف او ګڼو نورو شيانو د لېږد چارې ترسره کوي. بله خوا ژبې ټول هغه نومونه دي چې د نړۍ په لر او بر کې د ټاکلو قومونو او ملتونو د ويلو ځواک ته ځانګړي شوي دي لکه: پښتو د پښتون قوم ژبه، هندي د هندو ټبرو ژبه، انګلیسي د انګریز توکمو ژبه او داسې نور. د ژبې لپاره دا مهمه نه ده، چې یو انسان دې په ګڼو او څو ژبو پوهه وي، که یو څوک یوازې په خپله مورنۍ ژبه باندې خبرې کوي هم د دې توان لري، څو خپل نظریات، غوښتنې او احساسات له نورو سره شریک کړي. څرنګه چې په نړۍ کې هر علم ځانګړې ترمينالوژي لري، چې د همغه علم  په اړه علمي، مسلکي لغات او معلومات په کې نغښتي وي، نو ما هم د خپل مسلک په رڼا کې د مسلکي يا ژورنالېستي ژبې په علمي مقاله کې د ژبې په پيدایښت، د ژبې ارتباطي ارزښت، د ژبې ځانګړنې، د ژبې دندې، د ژبنيو ستونزو لاملونه او د رسنيزې ژبې په ځانګړنو مې د مختلفو مسلکي پوهانو له اثارو، لارښوونو او د خپلو تجربو په رڼا کې معلومات ليکلي دي. د موضوع په تړاو مې د پوهانو له علمي مقالو او له مختلفو سايټونو ګټه اخيستې ده، د پوهانو نظريات مې ذکر کړي دي او عموماً مې په رسنيو کې د مسلکي ژبې په کارونې، لارښوونې، او په مسلکي اغېز بحث کړی دی او په مناسبو ځايونو کې مې د هېواد، سيمې او نړۍ په کچه عملي بېلګې ذکر کړې دي، څو د لوستونکو لپاره موضوع ښه وضاحت پيدا کړي.

سریزه
ژبه يو الهي نعمت او لورينه ده، چې انسانانو ته د الله تعالی له لوري د نورو ژونديو موجوداتو او حيواناتو په نسبت د امتياز او برتري په خاطر ورکړل شوې ده. الله تعالی په حيواناتو کې د ناطق کلمې امتياز د انسان لپاره وضع کړی دی او انسان د همدغه نطق په اساس کولی شي، چې خپل فکر، نظر، احساس، جذبات او غوښتنې له نورو انسانانو سره شريکې کړي.  دغه د پوهولو او راپوهولو لوړه او اغېزمنه وسيله هغه الهي نعمت دی، چې په ټولو كايناتو كې يې يوازې انسان ته چې اشرف مخلوق دى بخښلې ده او د همدغې ژبې بركت دى، چې انسانان په خپل منځ كې مختلف علمونه، كسبونه، فنون، تجربې او معلومات يو بل ته انتقالوي، چې وكولى شي د خپلو  همنوعو له كارونو، تجربو او پوهو څخه ګټه واخلي او د خپل ځان لپاره د ژوند اسانتياوې پرې برابر كړي.

څنګه چې الله تعالی انسان بهتر پيدا كړى، نو يې د ارتباط وسيله هم بهتره وركړې او همدارنګه يې دنده هم له نورو مخلوقاتو څخه غوره بهتره او لوړه ده. بايدانسان له دغې ارتباطي وسيلې څخه داسې كار واخلي لكه چې الله تعالی فرمايي چې (وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ) ( حم السجده 33.)ژباړه: او د هغه چا له خبرې څخه به ښه خبره  د بل چا وي، چې هغه د الله تعالی خواته بلنه ورکړه او نېک عمل يې وکړ او ويې ويل چې زه مسلمان يم. 

ژبې پر هویت، پوهاوي، ټولنیز یوځای کېدو او پرمختیا باندې د ژورو اغېزو له امله  په نړۍ کې د انسانانو لپاره د ستراتیژیک ارزښت لرونکي دي. اوس دا لا ډېره روښانه شوې ده چې ژبې په پرمختيا کلتوري رنګارنګۍ، د فرهنګونو تر منځ د پوهاوي او همداراز د باکیفیته پوهنې لپاره حیاتي رول لري. همدا راز ژبې د همکارۍ، ټولیز بشري شعور د ځواکمنۍ او کلتوري میراثونو د ساتنې مهمې وسیلې دي. د یوې ټولنې ژبه او فرهنګ د هغې ټولنې اینه ده او خپل ټول پرمختګونه په فرهنګونو او خپلو ملي ژبو کې پيدا کولی شي. تاریخي هویت له ژبې او فرهنګ سره اړیکه لري او هره ټولنه خپل تاریخي شاليد په  خپلو  ژبو او فرهنګونو کې لټولی او پیدا کولی شي.

نو د ذکر شوي ځواک، اغېز او ارزښت له کبله مو په ( په رسنيو کې د مسلکي ژبې کارونې ) تر عنوان لاندې موضوع د علمي مقالې لپاره وټاکله، په دې علمي مقاله کې مو د ژبې په تاريخي شاليد، د ليک رامنځ ته کېدل، د ژبې په  ارتباطي ارزښت او د مسلکي ژبې په ځانګړنو کار کړی دی.
 
ژبه په انساني ژوند کې رغنده او بسنټیز رول لوبوي. ژبه د انسانانو ترمنځ د پوهولو او راپوهولو داسې وسیله ده چې له زوکړې تر مړینې ټولې چارې پرې روانې او سمبالوي. د ژبې په مرسته اندونه او نظریات په لیکلې یا ویلې توګه له یوه شخص څخه بل ته او يا له يې ټولنې بلې ته لېږدول کېږي.
 
ژبه د ټولنیزو پوهونې او ژوند چارو د ښه سمبالښت لومړنۍ وسیله ګڼل کېږي. ژبه د فکر کولو مهم توکی دی، چې له کبله یې ټولنه خپل افکار په ګڼو بڼو تر نورو رسوي. ژبه د نسلونو د نښلولو او له یوه نسل څخه بل نسل ته د کلتور د لېږد او پایښت یوه ارزښتمنه وسیله ده. د پوهې او علم په حاصلولو او نورو ته په لېږدولو کې هم د ژبې نقش رغنده او بنسټیز دی، د تجربو انتقال او په مقابل کې د نورو غبرګون او نظر اخیستل هم په ژبې ترسره کېږي.
 
((د وینا او خبرو پر مهال له وینا کوونکي څخه دوه  شيان ترلاسه  کېږي؛ یو د ټاکلې موضوع اړوند د غږېدونکي پوهاوی، نظریات او په دې برخه کې د هغه شخصي تجربه او دوهم د نوموړي ژبه او ژبنی جوړښت، په دې معنی چې د جملو رغښت یې څه ډول دی، په جمله کې فعل، فاعل او مفعول په کومو، کومو ځایونو کې کاروي او همدارنګه صفت، موصوف، عدد، معدود، مضاف او مضاف الیه او… نور د جملې په کومه برخه کې راځي)) (۵:۲) .
 
د ژبو پيدايښت (تاريخچه)
د بشري ژبو پيدا يښت د حضرت ادم عليه السلام له پيدايښت سره سم منځ ته راغلی دی. په دې اړه علماوو او پوهانو مختلفې څېړنې کړې دي او ما يې هم تر ټولو کره، علمي او ديني نظريات راوړي دي. چې د هغوی له جملې څخه امام قرطبي رح په خپل تفسير کې د    ( وعلم آدم الاسمآء) په تفسير کې ويلي دي: (( الصحيح آن اول من تکلم باللغات کلها من البشر آدم عليه السلام. قال الله تعالی: وعلم آدم الاسمآء کلها )) سورة بقره (۳۱ ) ایت. یعنې صحيح خبره دا ده، چې په ټولو بشري ژبو له آدم عليه السلام څخه تر قيامته پورې چې انساني پرګنې پرې غږيږي، د لومړي ځل له پاره پر هغو ټولو باندې آدم عليه السلام خبرې کړې دي او په دې په خپله قرآن کريم شاهدي کوي او فرمايي: الله تعالی آدم عليه السلام ته ټول نومونه او ژبې وښودلې، لکه عربي، پښتو، فارسي، ترکي، روسي، انګرېزي، سورياني، سوميري، عبراني، اشوري، عکادي، ازبکي او... (۳:۲).
 
د ليک پيدايښت
په بشري نړۍ کې د ليک علم په ځمکه باندې د لومړي بشر حضرت آدم عليه السلام له مېشت کېدو سره سم منځ ته راغلی دی، چې په لکونو کلونه پرې تېر شوي دي او د دې خبرې شاهد د الله تعالی فرمان دی، چې په قرآن کريم کې يې فرمايلي دي( اقرآ وربک الاکرم، الذي علم بالقلم، علم الانسان ما لم یعلم. سورة علق(۵،۴،۳) ايت. ( ولوله، حال دا چې ستا رب لوی کريم ذات دی، هغه رب چې ښوولی يې دی خط انسان ته په قلم سره، ښوونه يې کړې ده انسان ته د هغو شيانو چې دی پخوا له ښودلو څخه پرې نه پوهېده.
 
د لیک د پيدایښت په اړه علماء او پوهان مختلف نظریات لري، چې د هغوی له جملې څخه ما هم د هغو علماوو په نظریاتو تکیه کړې ده، چې ما ته تر ټولو کره او مؤثق ښکاري.  
 
امام قرطبي رح په خپل تفسير کې د دغه مبارک آيت په تفسير کې لیکلي دي: ((قال کعب الاحبار فیمن علمه بالقلم، انه ادم ع لانه اول من کتب)) کعب الاحبار ويلي دي: په دغه آیت کې په قلم باندې د خط ښودل شوي دي، چې له انسان څخه يې هدف آدم عليه السلام دی، ځکه چې هغه لومړنی شخص ؤ چې په قلم يې ليکل کړي دي(۴:۲).
 
د نړۍ په مشهور كتاب Many Voice One World د څېړنو مطابق د ارتباطي ژبو د ويونكو شمېر زښت زيات دى، په ټوله نړۍ كې تقريباً (5000) شا وخوا ژبې ويل كيږي، خو تحريري ارتباطي ژبې له 500 څخه نه زياتيږي. په دې اړه د اړيکو اساساتو کتاب لیکوال استاد محمد خان نیازی وايي: ځينې ژبې د معلوماتو د خپرولو، تيتولو، حاصلولو او انتقالولو په لاره كې لومړۍ مقام لري، خو 16 ژبې په هغو كې داسې دي چې له سلو ميليونو انسانانو څخه زيات خلك ورباندې خبرې كوي، چې عبارت دي له چيني، انګليسي، روسي، هسپانوي، هندي،پرتګالي، بنګالي، جرمني، جاپاني، عربي، اردو، فرانسوي، فارسي، كشميري، مولي، بهاشي،ايټالوي، تيلوګا، پښتو او تاملي ژبو څخه. همدا رنګه ناصر حفيظ، ابو واجد شيخ  (2007) په دې اړوند زياتوي، په نړۍ كې د ژبو شمېر ډېر دى، مثلاً د افريقا په براعظم كې په (1250) ژبو خلك خبرې كوي، په اروپا كې (28) رسمي ژبې تايد او منل شوي دي، مګر Eru English يې رسمي ژبه ده، د جنوبي اسيا خلك تقريباً له (23) ژبو څخه كار اخلي، په هند كې (1650) ژبې استعماليږي (۱۲۸:۶).
 
دژبې د تعريف په هكله علماوو مختلفې په زړه پورې ويناوې كړي او داسې يې راپېژني:
پروفيسور سيد وقار عظيم وايي: ژبه صرف د حروفو مجموعه نه ده، بلكې دا د دود او كلتور د اظهار وسيله ده (۱۲۶:۶).
 
سارا سعادت ليكي: ژبه د كلتور هینداره او د يوه قوم او ملت د پېژندنې وسيله ګڼل كيږي نو له دې امله ژبه د بشريت په تاريخ كې ځانګړى لوړ مقام لري (۵:۴).
 
او محترم استاد پوهاند حبيب الرحمن هاله ليكي چې: ژبه د انسانانو تر منځ د پوهولو او راپوهولو هغه بهترينه ارتباطي وسیله ده، چې د زړونو رازونه سره شريكوي (۱۲:۴)
 
نو د پورته تعريفونو په نتيجه کې  د استاد پوهاند هاله صيب د نظر په تائيد سره ويلی شو، چې ژبه د انسانانو تر منځ د پوهولو او راپوهولو، يو بل ته د خپلو احساساتو، جذباتو او افکارو  حياتي او ضروري وسيله ده، چې په اساس يې د ټولنو تر منځ همغږي، همکاري، خير ښېګڼه، د کلتورونو او تجاربو انتقال صورت مومي. د اړيکو اساساتو کتاب ليکوال استاد محمد خان نیازي په وينا: (ژبه د يوې مياشتې، كال او ورځې پيداوار (حاصل) نه دى، بلكې د پېړيو، پېړيو وخت او مزل ته ضرورت لري، چې د ټولنې وياړ او تاريخي حيثيت لاس ته راوړي.)
 
په پای کې ويلی شو، چې ژبه د اړیکو نیولو، نظر څرګندولو او احساساتو د شریکولو تر ټولو غوره وسیله ده. ژبه د غږونو په واسطه د ارتباط او نظر څرګندولو سیستم دی. ژبه د انساني عادتونو داسې ټولګه ده چې د هغې په واسطه خپل اندونه، احساسات او ویناوې نورو ته رسول کېږي. ژبه د خپلسرو او اختیاري غږونو داسې سیستم دی چې پر مټ یې وګړي سره خپل منځي همغږي کوي. ژبه د شفاهي او لیکنیزو سمبولونو داسې سیستم دی چې انسانان یې د ټولنې د یو وګړي په توګه د کلتور د لېږد لپاره کاروي. لنډه دا چې ژبه د يو ملت او قوم علمي، ادبي، فرهنګي، كلتوري سرمايه او د خپلو ويونكو د مافي الضمير ترجماني كوي.
 
دژبې ارتباطي ارزښت
ژبه د اړيكو (ارتباط) مهمه ذريعه ده، ځكه انسان مستقيماً يا د ډله ييزو او ټولنيزو رسنيو له لارې خپل افكار، نظريات، اطلاعات او عقايد نورو انسانانو ته انتقالوي، نو ځكه ژبه د ارتباط په ډګر كې مهم رول ادا كوي. ژبه د افكارو او نظرياتو د ظاهرولو اله ده، د نړۍ هر قوم ځانګړې ژبه لري، چې قومي ژبه يې بولي، هره قومي او ملي ژبه خپل قوم ته ځانګړي وياړونه وربخښي. د ژبو د ارتباطي ارزښت په اړه استاد جان محمد زاهدي صیب داسې وايي، چې همدغه ژبه او پوهه ده، چې انسان ته يې په نورو حيواناتو فوقيت بخښلى دى او ژبه يوازې د حروفو مجموعه نه، بلكې د عنعناتو او دودونو مافى الضمير د اظهارولو وسيله، د قومونو د ثقافت علمي او ادبي سرمايه ده، چې د قوم د وياړونو  سبب ګرځي. (۱۲۷:۶)
 
د ژبې په وسيله انساني ذهن، افكار، احساسات، خيالونه، معلومات او اطلاعات نورو ته په ډيره اسانۍ سره انتقاليږي، د چاپيريال له حالاتو سړى خبريږي، او انسان تر اغېز لاندې راولي، انسان د ژبې په وسيله له مختلفو موضوعاتو څخه په صحيح توګه خبريږي، ځكه د اشارو، علامو په وسيله هېڅكله انسان سل په سلو كې نه شي پوهېدلى، مګر د ژبې په وسيله امكان لري سل په سلو كې (په بشپړه توګه) پوه شي، ځكه خو ژبه د ارتباط مهمه وسيله ده، چې دوه اړخيزه ارتباط ټينګوي او ارتباط يې هم نسبت نورو وسيلو ته پراخه او  وسيع کوي.
 
د ژبې ځانګړنې
د ژبو د ځانګړنو په اړه مې، چې څومره کتابونه مطالعه کړي دي، معلومات مې را ټول کړي دي، نو  اکثره علماء او پوهان چې ور باندې متفق دي او تر ټولو مهمې ځانګړنې يې په لاندې توګه بیان کړې دي.
 
۱. ژبه او انساني وړتیا
ژبه یوه انساني ځانګړنه او وړتیا ده. په دې معنی چې نور ژوندي موجودات انسانانو ته ورته په سیستماتیکه توګه نه شي کولی خپلې کړنې، غوښتنې او ځانګړي نظریات تر نورو ورسوي. یعنې له انسانانو پرته نور ژوي یوازې سمبولیک غږونه لري او د هغې پر مټ له خپل همجنس سره همغږي کوي.
 
ژوي هم د اړیکو نیولو لپاره تړلی ژبنی سیستم لري، یعنې د ژوو لپاره ژبنی ادلون بدلون ستونزمن او د دوی تر توانه لوړ کار دی. انسانان آزاد او خپلواک ژبنی سیستم لري، چې تل بدلون منونکی دی، د هرې ورځې او حالاتو له اوښتون سره سم تغیير مني او مومي. همدا لامل دی چې انسانان د خپل تېر، حال او راتلونکي په هکله د نظر څرګندولو له توانه برخمن دي(۶۸:۸).
 
۳. ژبه د سیستمونو سیستم
 ژبه د ګڼو سیستمونو  غږیزو، وییزو، غونډله ییزو او مانیزو( یواځېنی سیستم دی، چې یاد واړه سیستمونه په کې په ګډه کار کوي. په دې معنی چې غږیز سیستم معنی لرونکی وییز یا لغوي سیستم رامنځته کوي او همدارنګه غږیز او وییز مانیز سیستمونه په ګډه غونډله ییز سیستم زېږوي. نو په پای کې دغه واړه سیستمونه یو مشترک وروستی سیستم (ژبه) رامنځته کوي. غږونه د انسانانو د تولیدي غړو، شونډو، غاښونو، اوریو، ژبې، ژبکې، پوزې، سږو او نورو په واسطه تولید او د لېږدوونکو وسیلو (هوا) په مرسته د اورېدونکي تر غوږونو پورې رسېږي. ژبه د اړيکو يوه بهترينه وسيله ده، چې هيڅ وسيله يې مقابله نه شي کولی.
 
که انساني غږونه په شفاهي توګه تر اورېدونکي ورسېږي ویلی (شفاهي) ژبه یې بولي او که په لیکنۍ توګه یې لوستونکي ته ورسوي نو لیکلې (تحریري) ژبه یې بولي(۵۲:۳).
 
۴. ژبه نښه او سمبول
ژبه یو سمبولیک سیستم دی. سمبول او نښه په ټولنه کې د یو ټاکلي اړوند څیز ښکارندويي کوي. همدارنګه وییونه او کلمې هم ځانګړې نښې او سمبولونه دي چې یوه ټاکلې پدیده، پېښه، نظر او احساس انځوروي. کلمه د ګڼو او مختلفو غږونو مجموعه ده چې ټاکلې او خپلواکه معنی لري. که په یوه کلمه کې د یوه توري او غږ پرځای بل توری او غږ وکاروو نو ګورو چې د کلمې معنی بدلون مومي، یعنې په بلې بڼې سره یو نوی ويي رامنځته کېږي. انسان د الله تعالی ضعيف مخلوق دى، كله، كله چې فشار، غم، زحمت پرې راشي، د ضعف، خفګان يا تكليف له كبله مختلف بې معنی اوازونه باسي، لكه بنګېدل، زګروېدل، هو هاى، د وړو ماشومانو مختلف اوازونه، هه، هه، هه....نور(۳۵:۶).
 
۵. ژبه د اختیاري سمبولونو رغښت
سمبولونه یو لړ اختیاري نښې دي، چې د موجوده پدیدو د څرګندولو لپاره د لغت یا انځور په بڼه کارول کېږي. په دې معنی چې په ګڼو او بېلا بېلو ژبو کې د یوې پدیدې او څيز لپاره مختلف لغتونه استعمالېږي؛ خو د ټولو موخه او هدف به یوازې د هماغه یو شي ډاګیزول وي. د بېلګې په توګه ور یا دروازه یوه پښتو کلمه ده چې یو ټاکلي شي ته کارول کېږي، خو د همدغه شی د څرګندتیا لپاره د عربي ژبې ویونکي د باب او د انګلیسي ژبې ویونکي د ډور وييونه کاروي. نو ویلی شو چې ژبه د یو لړ اختیاري نښو او سمبولونو څخه رغېدلی سیستم دی(۳۸:۵).
 
۶. ژبه د کلتور هينداره
هره ژبه د ټولنې د کلتور او فرهنګ ښکارندويي کوي، په کومه ټولنه کې چې د ویونکو له لوري د ورځنیو چارو د سمبالښت لپاره کارول کېږي. په دې معنی چې هره ټولنه ځانګړې ژبه لري او د دوی ټول کړه وړه او کلتور د همدوی د ژبې په مرسته نورو ته رسېږي. نو ژبه له یوه نسل څخه بل نسل ته د کلتور د لېږد تر ټولو اسانه او غوره وسیله ده. کلتور د یوې ټولنې د تېر، حال او راتلونکي ښکارندويي کوي. دا چې یو قوم څومره لرغونی او له بل سره څه او په کومو برخو کې توپیر لري(۶۴:۴).
 
۷. ژبه او ګونګتیا
کله، کله داسې هم پېښېږي چې په یوه ژبه کې یوه کلمه یا جمله څو یا ګڼې او مختلفې معناوې ولري. یا هم ښايي له یوې جملې او کلمې څخه به د لیکوال او ویونکي هدف یو څه وي، خو لوستونکی یا اورېدونکی یې په بله معنی واخلي. دا هر څه د لومړي او دوهم کس له علمي او پوهنیزې کچې څخه سرچینه مومي. په دې معنی ښايي چې د دواړو مسلکي زده کړې مختلفې وي. نو یو به په یوه برخه کې زیات معلومات ولري او بل به په بله برخه کې مخکښ وي. خو په هر حال د کلمې او جملې معنی له متن څخه په ښه او غوره توګه اخيستل کېدی شي. مثلاً د  ولوله  او ولوله سم تلفظ دی، د لومړۍ هدف يې دا دی، چې يو متن او يو شی ووايه،  خو دوهمه ولوله بيا بل مفهوم افاده کوي(۲۵:۱۰).
 
 ۸. ژبه او تولیدي ځانګړنې
د هرې ورځې په تېرېدو او نویو پنځونو ته په کتو، د هرې ژبې ویونکی د دې توان لري چې وخت او حالاتو  سره سم نوې جملې، لغتونه او اصطلاحات وپنځوي او خپلو غوښتنو او پوښتنو ته ځواب ومومي. نو د نویو کلمو، اصطلاحاتو او جملو تولید د انساني ژبې له ځانګړنو څخه ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې نور ژوي ترې خلاص او دا وړتیا نه لري (۱۳:۷) .