افغانان د جرګو او مرکو ویاړلی تاریخ لري، باید په هر وخت کې ترې ګټه واخلو

موږ د ګران هېواد افغانستان ولسونه د جرګو او مرکو ویاړلی تاریخ لرو، باید د هېواد د ابادۍ او دغه راز د بېلابېلو ستونزو د حل په موخه سره یو غږ او یو موټی شو، موږ ته پکار دا ده چې خپل یووالی وساتو او شته ستونزې د تل په څېر د خپل ګران هېواد او ولس د عزت، سرلوړی او د لوړو ملي ګټو د خوندیتابه په موخه د مذاکرو، مشورو، جرګو، مرکو او تفاهم له لارې حل کړو او له رامنځته شوي فرصت څخه په ډېر تدبیر باندې لوړه ګټه واخلو.

 خپل هېواد د علم، پوهې، ګډ کار او یووالي پر بنسټ اباد او له سیالانو سره یې سیال کړو.

افغانانو له تېرو څو لسیزو جنګ جګړو راهیسې بیلابېلې ستونزې او ناخوالې تېرې کړې لکه: مهاجرت، اقتصادي ستونزې، بې کوره کېدل، له زده کړو څخه وروسته پاتې والی او ورته نورې ناخوالې، دا ولس نور مینه، عاطفه او تلپاتې سوله او سرلوړي غواړي، ځکه عزت په سوله، یووالي او یو بل منلو کې دی.

کوم فرصت چې اوس د افغانستان لپاره په ملي او نړیواله کچه باندې رامنځته شوی، باید سمه او لوړه ګټه ترې موږ باید چې پورته کړای شو، افغان ولس باید نور تېر په هېر او د راتلونکي لپاره په ګډه د وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره سره سلا، جرګه او مرکه شي، زموږ تېر تاریخ ته په کتو اکثریت خپلمنځي ستونزې مو د جرګو او مرکو له ویاړمنې لارې حل شوي او پر همدې بنسټ موږ ته پکار ده چې تېر تاریخ بیا ژوندی کړو او خپلې ستونزې خپله کړو.

کله چې د یو هېواد په داخل کې ملي یووالی پیاوړی او تل پاتې وي، د هغه هېواد کورنی او بهرنی سیاست خورا په ډېر ښه شکل او د ولسونو له غوښتنو او لومړیتوبونو سره سم پر مخ ځي، حکومتونه بیا په داسې مهال د ملتونو لپاره او د ملتونو په خوښه خپلې ورسپارل شوې دندې پر مخ بیایي او هېواد ورسره د پرمختګ او ابادۍ پر لور ګامونه اخلي.

ښکېلاک او هغه زموږ ګاونډي  هېوادونه چې د افغانستان په جګړو او بربادۍ کې یې خپلې ګټې دي، تل دا هڅه کړې چې د فکري استعمار له لارې د خلکو او په تېره بیا د ځوان او لوستي نسل تر منځ بې اتفاقي، قومي، ژبنیو او سمتي تعصباتو ته لمن ووهي او پر بنسټ یې دوی خپلو موخو ته ورسېږي.

ملي رسنۍ، لیکوالان، خبریالان او ورته نور شخصیتونه باید تر بل هر وخت په اوس وخت کې د افغان ولس د یووالي او د جرګو، مرکو د تېر او ویاړلي تاریخ د بیا ژوندي کولو لپاره خپله مبارزه باید قوي او جاري وساتي.

د یوې ټولنې او په تېره بیا د یو هېواد خلک چې خپله د خپلو ستونزو او لومړیتوبونو د پېژندلو لپاره د حل لارې چارې پیدانکړي نور هېوادونه د هغوی له بې اتفاقۍ څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوي چې خپلو اهدافو ته ځان ورسوي، نو پر همدې اساس موږ باید خپلې خپلمنځي ستونزې خپله او په ګډه حل کړو، نه چې نور یې د خپلو ګټو په نظر کې نیولو او پاللو پر بنسټ راته حل کړي.

افغانستان ښې طبیعې زېرمي لري، عالي جغرافیوي موقعیت لري، خو یو څه چې موږ نلرو هغه د یووالي او یو بل نه منلو ستره ستونزه ده، که له همدې زېرمو څخه په ګټې اخیستنې سره یو شو او د همدې لپاره د جرګو او مرکو له لارې بحثونه رامنځته کړو او خپل هېوادوال د هېواد په جفرافیوي موقعیت او شته طبیعي زېرمو وپوهوو نو ژر ده چې دلته به نور موږ د هېواد د بادۍ او پرمختګ ډبره ایښې وي، خو دا هر څه اراده غواړي، غزم غواړي او د ولس د عامه شعور د لوړوالي هڅه او هاند غواړي.

پر همدې بنسټ ځکه موږ د درېیمې نړۍ، وروسته پاتې هېوادونو کې یو، لاملونه او زیانونه یې موږ تل تجربه کړي.

زموږ د وروسته پاتې کېدو یو ستر لامل دا دی، چې دلته زموږ د خپلمنځي اختلافاتو څخه ډېر وروسته پاتې شوي یو، چې په پایله کې یې فقر، بې کاري، تاوتریخوالی، د قانون نه حاکمیت او ورته نورو ستونزو زور اخیستی.

د همدې سترې ستونزې پر بنسټ نړیوال قدرتونه تل هڅه کوي، چې په وروسته پاتې هېوادونو کې سیالي وکړي او د نړۍ د سیاسي مسایلو پر بنسټ په دې هېوادونو کې خپلو موخو او اهدافو ته ورسېږي، چې بدبختانه زموږ ګران هېواد افغانستان هم له دې سترې ستونزې سره مخامخ دی.

څه باید وکړو، چې له دې ستونزو څخه نجات پیدا کړو، په خپلو پښو ودرېږو او د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ میدان پاتې نشو او له دوی سره په اقتصاد، ټکنالوجۍ او نورو برخو کې سیال شو؟

د حل لیار یې دا ده، چې دلته خپلمنځي اختلافات، د قانون نه منل، له خپلو کادرونو څخه د هېواد په پرمختګ او ځان بسیاینه کې ګټه نه اخیستل، یو بل نه منل او ورته نورې ناخوالې باید هېواد کې د تل لپاره پای ته ورسېږو د ملي یووالي او یو بل منلو پر بنسټ باید هېواد، ولس او لوړې ملي ګټې زموږ ټولو ستر لومړیتوب وي، تر څو هېواد مو په هره برخه کې مخ پر وړاندې قدم واخلي او دا ناورین د تل لپاره زموږ په ګران هېواد افغانستان کې پای ته ورسېږي.

په نړیوالو مسایلو او یا هم بهرني سیاست کې هېوادونه په خپلو ملي ګټو پسې ګرځي نه په نورو مسایلو کې ځکه باندني سیاست کې ګاونډیتوب، عاطفه او نور ځای نلري بلکې هېوادونو یا هم د بهرني سیاست لوبغاړو ته خپلې ملي ګټې لومړیتوب لري او بس، موږ هم باید د بهرني سیاست د یو لوبغاړي په توګه له داسې ډیپلوماسۍ څخه کار واخلو چې خپل هېواد، ولس او ملي ګټو راته تر هر څه لومړیتوب ولري او سمه لوبه وکړو.

افغانستان بډایه طبیعي او جیولوژیکي زېرمې لري چې په هېوادونه کې څاری نه لیدل کېږي، اما ستونزه دلته دا ده چې موږ جیولوژیکي بحثونه نه کوو، په ښوونځيوو او پوهنتونونو کې ورته هېڅ ارزښت نه ورکوو ځکه دلته د طبیعي زېرمو د مسلکي او قانوني استخراج لپاره برنامه نشته او دا بحثونه په پوهنتونونو او سمینارونو کې نه را سپړل کېږي نو ځکه یې په ارزښت دومره څوک نه پوهېږي.
 
 په دې برخه کې باید مسلکي کادرونه وروزل شي او د هېواد په پرمختګ او ځان بسیاینې کې باید ترې ګټه واخیستل شي، تر څو مو طبیعي او جیولوژیکي زېرمې په قانوني او مسلکي توګه استخراج او د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې په برخه کې ترې ګټه واخیستل شي، همدا زموږ د ژغورنې او له شته بېلابېلو ستونزو څخه د خلاصون یوه بهترینه لیار ده.

بل دا چې هېواد کې باید د سیاست په اړه خلکو ته عامه پوهاوی وشي، سیاست د دې پېړۍ له غوښتنو او پرمختګونو سره سم تعریف شي، تر څو ویښتیا او فکري بدلون ته یو بستر رامنځته شي او پر بنسټ یې هېوادوال او په تېره بیا ځوان نسل ګټه واخلي او هېواد ته کار وکړي، د بهرني سیاست په برخه کې باید مسلکي کسان پر دندو وټاکل شي، د هغوی قوم، ژبې ته نه بلکې ملي ګټو ته ژمنتیا او مسلکیتوب یې په نظر کې ونیول شي، تر څو د بهرني سیاست له لوبغاړو سره سمه لوبه وکړي، چې پر بنسټ یې هېواد پر پښو ودرېږي او پر ځان بسیا شي.