زموږ د کارونو منظم کېدل، د دې لامل کېږي چې د ټولنې ثبات ته لار پرانیستل شي

د انسان د کارونو او فعالیتونو منظم والی نه یواځې همدې فرد ته ګټه رسوي، بلکې ټولنه هم د پرمختګ او بهبود پر لور بیایي.

دا چې په افغاني ټولنه کې ډېری خلک د ټولنې له نا منظم والي څخه سر ټکوي او کړېږي، که چېرته همدا افراد د ټولنې پر وړاندې خپل شته مسؤلیتونه وپېژني او پر بنسټ یې ځان کې مثبت بدلون رامینځته کړي، نو په پایله کې ټولنه هم ورسره پرمختګ کوي او د انسانانو ژوند به ډېر ژر په ټولنه کې عادي حالت ته وګرځي.

موږ په ښار کې له شور، نا پاکوالي، ګډوډیو او ورته نورو ستونزو او ناخوالو څخه شکایت کوو خو پر دې مو فکر ندی کړی چې همدا شور، بې نظافتي، ګډوډي او ورته نورې ستونزې مونږ په خپله رامنځته کړی نو چې زموږ کارونه او فعالیتونه منظم نه وي، همداسې د نورو په سلګونه انسانانو هم نو ممکن ده چې ټولنه هم ورسره غیرې منظمه کېږي او ډول ډول ستونزې ترې پیدا کېږي.

انسان باید د ځان لپاره د خپلو موخو او هیلو لپاره باید چې منظم پلان ولري، داسې پلان باید هر انسان جوړ کړي چې ولس، ټولنې، هېواد او په ټوله کې یې انسانیت ته ګډه ورسېږي او د ټولنې د پرمختګ فکر ورسره وي، که موږ افغانان همدې موخو ته ورسېږو نو دا به لیرې نه وي چې یو پزمختللې، هوسا او متمدنه ټولنه به ولرو او ورځ تر بلې به د پرمختګ له کاروان سره ګډ مزل کوو.

هغه هېوادونه چې نن پرمختللي او پر ځان بسیا دي، هغوی د پرمختګ راز موندلی او پر دې پوهېږي چې د هېواد ژغورنې لیار مو څه ده، هفوی د خپلو شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته خورا ژمن او همدې ته یې لومړیتوب ورکړی دی، هغوی پر دې فکر باندې دي چې تر څو ټولنه هوسا او ثبات ونه رسېږي نو افراد هېڅکله هم ثبات او ژغورنې ته نشي رسېدلای.

افغان ولس ته پکار ده چې، د خپلو شخصي ګټو پر ځای باید ملي ګټې په نظر کې ونیسي، د ځان پر ځای باید د ټولنې د ثبات او ژغورنې په فکر شي، ځکه دا یو څرګند حقیقت دی تر څو چې ټولنه هوسا نشي د فرد هوسا کېدا خورا ناممکن او له امکان څخه لیرې خبره ده، که موږ افغان ولس همدې لومړیتوبونو ته ورسېږو او پر ارزښت یې وپوهېږو نو دا په پوره ډاډ سره ویلای شو، چې افغانستان او افغان انسان مو ژغورلی دی.