په افغاني ټولنه کې د انساني سیاست اړتیا

زموږ ګران هېواد افغانستان له تېرو څو لسیزو جنګ، جګړو راهیسې په ټوله کې افغان انسان  له مادي او معنوي اړخه نهایت ډېر سخت ځپلی دی.

د همدې بېلابېلو بحرانونو او ستونزو د تل پاتې او اوږد مهاله حل لپاره، په افغاني ټولنه کې انسان محوره تفکر او انساني سیاست ته خورا ډېره اړتیا لیدل کېږي.

سیاست یواځې دا نه دی، چې موقف او لوړه څوکۍ دې ترلاسه کړې او نه هم دا دی، چې له هرې مستقیمې او غیرې مستقیمې لارې دې ټاکل شویو موخو او اهدافو ته ورسېږي دا د اوسنۍ پېړۍ او د وخت له غوښتنو سره سم سیاست نه دی او نه هم کېدای شي، زموږ په ټولنه کې لویه ستونزه همدا ده، چې دلته بدبختانه سیاست یواځې د همدې موخو د ترلاسه کولو لپاره کارېږي او د انساني تفکر او انسان محوره سیاست په لار کې ځوان او روښان نسل ته له تېرو تش په نوم سیاسي و غیره... رهبرانو له لوري خورا ډېرې ستونزې پاتې دي، دا لار یې ډېره اغزنه، سخته او پېجلې کړې ده، چې ځوان نسل ته پر دې لارې د مزل بنسټ او اساس باید انسان محورتوب، ملي او انساني ارزښتونو ته ژمنتیا ده.

سیاست په ټوله کې د ټولنې د تنظیم او لارښوونې علم دی، تر ټولو ښه سیاست انساني سیاست دی، چې اساس او محور یې باید انسان وي، دلته هر څه باید له سره پیل شي، سیاست، فکرونه او چلندونه باید انساني شي او د نن ورځې د سیاست هدف او لار باید د افغان انسان د انساني ژوند د شرایطو ښه والي وي او بس...

علامه قیام الدین خادم وایي:
کلتور د قوم ساه ده، اقتصاد یې غذا ده، سیاست یې امسا ده او هنر یې ښکلا ده.
د علامه قیام الدین خادم له دې خبرو موږ داسې الهام اخیستلای شو، چې یوه انساني ټولنه کلتور، اقتصاد، غذا، انساني سیاست ته اړتیا لري او بې له دې ارزښتونو انساني ژوند بې معنا، افراطي او وچ ژوند دی.

سیاست زموږ له ژوند، چال چلندونو او ورځنیو چارو سرع یې ټړل شوې او تل پاتې چاره ده او موږ پکې په مستقیم او غیرې مستقیم شکل دخیل یو او سیاست د هر فرد انساني حق دی که سیاست ونکړي بېرته پر  همدوی باندې سیاست کېږي.

نو پر همدې بنسټ باید موږ په اوس وخت او شرایطو کې فکر محوره، سیسټم محوره او انسان محوره سیاست ته مخه کړو او دې لپاره بستر رامنځته کړو.

د همداسې موډرنو افکارو او نرمو آزادو بحثونو د خپراوي پر اساس باید ځوان نسل د سیاست په اصلي معنا او هدف وپوهېږي او هغوی، چې ځوان نسل له سیاست څخه منعه کوي په ټوله کې د افغانستان او افغان انسان راتلونکی په خطر او تورو تیارو کې اچوي او په لوی لاس انساني ټولنه له انساني ارزښتونو څخه بې برخې کوي.

ځینو ته به سوال پیدا شي، چې انساني سیاست یعنې څه؟
انساني سیاست په ټوله کې دا دی، چې محور یې انسان وي او د دوی د انساني ژوند په شرایطو کې مثبت بدلون رامنځته کړي، روښانفکره، انسانپال او هېواد پال ځوانان د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره په سیسټم محوره، فکر محوره او انسان محوره جریانونو کې  سره منسجم کېدل همدا تر ټولو لوړ او انساني سیاست دی.

د دې پېړۍ د سیاست سنګر او موخه د انساني ژوند برابرول او دې چارې لپاره  لار، ستراتیژي او سیسټم برابرولو پېړۍ ده. نه د وژلو پوهې نه منلو او د انساني ارزښتونو تر پښو لاندې کولو پېړۍ.

موږ په معاصر سیاست کې د همداسې روښانه او انسان محوره نرمو و موډرنو افکارو د خپراوي لپاره نهایت ډېره اړتیا لرو او دا مزل باید را پیل شي، غښتلي شي او لا پیاوړی شي، ترڅو زموږ د ګران هېواد افغانستان د ځوان نسل په جمعي شعور کې د انساني تفکر پاللو، بدلون او روښانتیا څپې را ژوندۍ شي، چې پر اساس یې همدا قوي څپې وچ افکار د تل لپاره له افغاني ټولنې څخه محوه کړي.

همداسې د نظریاتو د بدلانه، سبستماتیک بحثونه باید ډېر  او ځوان نسل ته یو بستر وغوړېږي تر څو د سیاسي شعور د لوړتیا په موخه باید تر بل هر وخت په اوس وخت او شرایطو کې د همدې ارزښتونو لپاره هڅې او هاند وشي.