په ابوظبى کې مصنوعي باران کې وورول شو!

نوراحمد عايل
د ډيلي ټيلگراف ورځپاڼې د خبر له مخې د متحده عربي اماراتو د ابوظبي شېخ د يوۀ پټ پروگرام پراساس اووه ميليون پونډه  بېل کړي دي؛ چې ددې هېواد په  (العين) سيمه باندې چې وچه او بې بارانه سيمه ده،مصنوعي باران ووروي. 

د ابوظبي شېخ د هوا پېژندنې د پوهانو په استخدامولو سره ،په ٢٠٠٩ زېږدي کال کې له ٥٠ ځلې زيات په العين سيمه مصنوعي باران ووراوۀ.
دا لومړى ځل و،چې په شنۀ اسمان کې چې هېڅ ورېځ موجوده نه وه، دالعين وچه سيمه د باران شاهده وه.