د خوشاله انسانانو ۳ مهم رازونه  

ټول پوهان په دې باندې باوري دي، چې مثبت انسانان معمولاً خوشاله دي. 
موږ ټول داسې انسانان پېژنو، چې تل خوشاله دي او له خپل ژوند څخه خوند اخلي، خو څه څیز د دې سبب ګرځي، چې هغوی دومره خوشاله دي؟ په حقیقت کې دا ډول کسان د اروایي فشار ورانونکې اغېزې را کموي. کله نا کله دا مثبت او خوشاله انسانان هم له اروایي فشار او اندېښنې سره لاس و ګرېوان کېږي، خو د نورو په پرتله ډېر ژر له اروایي فشار څخه ځانونه خلاصوي او خپل مثبت روحي او جسمي وضعیت ته بېرته ور ګرځي. دلته د دې کسانو له ۳ مهمو او ښو عادتونو څخه یادونه کوو: 

۱ ـــ د ستونزو پرمهال له خپلو ټیلیفونونو څخه ګټه اخلي 
هغه کسان، چې لږ تر لږه په اوونۍ کې یو ځلې له خپلو دوستانو سره خواله کوي، له ډېر عمر څخه برخمن کېږي، ځکه دا ټولنیزې اړیکې د دې سبب ګرځي، چې مغز یې لا پسې هوښیار شي او هغوی د نورو په پرتله، ډېر کم د زړه په حملې باندې اخته کېږي. 

خپلو دوستانو ته ټیلیفون کول او د ستونزو په اړه له هغوی سره خبرې کول، په ډېرې چټکۍ د وینې فشار د را کمېدو سبب ګرځي. د ښو او اوږدو دوستانه اړیکو لرل کولای شي، د سګرټو د پرېښودو په اندازه زموږ له پاره ګټورې وي. 

۲ ـــ تل شکر کوونکي دي 
هغه کسان، چې د هر څه له پاره د الله (ج) شکرونه پرځای کوي، معمولاً خوشبین کسان دي او په ټوله کې د نورو په پرتله له خپل ژوند څخه ډېر خوشاله او راضي دي، دا ډول کسان له فزیکي پلوه هم ډېر غښتلي دي. کله چې یو کس د الله (ج) په نعمتونو باندې شکر کوي، نو په ډېری سختۍ سره کولای شي، چې تریخ او لېونی وي. 

۳ ـــ مهربان دي 
آیا لږ تر لږه هره ورځ ۵ مینه ناکې کړنې ترسره کوئ؟ که چېرې د ورځې په اوږدو کې له نورو سره مینه وکړئ او زیات نېک او د خیر کارونه ترسره کړئ او د خیر د کارونو د ترسره کولو له پاره مخکې تر مخکې پروګرام جوړ کړئ، حتا که چېرې په ملي بس کې خپل ځای یو بل کس ته پرېږدئ او یا خپل همکاران د یوه څښاک د څښلو له پاره وبلئ، هم بسنه کوي او د ورځې په پای کې به د خوښۍ او خوشالۍ احساس وکړئ.