
سليم غږ كړ :
بوره ! بوره !
ټكسي چلوونكي د خپل لاس ښيښه كښته كړه او په خندا يې ورته وويل :
خداى دې خوار كړه د بورې دوكان خو مې نه دى خلاص كړى چې بوره ، بوره چيغې وهې .
سليم ته هم خندا ورغله ، د بورې له چرته ووته او غږ يې كړ :
شار رو ، ده افغانان ، شاررو ، شار رو .
سهار كله چې سليم له كوره وته نو موريې ورته وويل :
سليمه ! زويه بوره خلاصه ده ، يوه كيلو بوره درسره راوړه ، د مړو شپه ده حلوا كوم ، چې دپلار اروا دې خوشاله شي .
خو نن ډير ساړه ول ، اكثره ګړباوه ټكسيان يخ وهلي وه ، سليم يواځې لس موټروته سورلۍ پيدا كړې او بس، په هغې كې هم چا وركړې چا نه ، چې حساب یې كاوه اتلس افغانۍ يې برابرې كړې وې .
پيسې يې په لاس كې ونيوې ، ځكه د منډې پر وخت يې له جيبه غورځيدلې
او د سترګو په رپ سره يې ځان دوكان ته ورسوو.
دوكاندار ته يې د خپل خيرن لاس له ورغوي خوله شوې څلور دوه ګونې يوه پينځه ګونه او پينحه يوې ګونې وركړې او په يخه خوله يې ورته وويل :
ماما ! يوه كيلو بوره خو راكړه .
دوكاندر ورته په خندا شو او ويې ويل :
زويه ! اتلس افغانۍ مونږ ته نه تماميږي كاشكې دومره ارزاني واى .
سليم پوښتنه وكړه :
نو په څو ده ؟
دوكاندار ځواب وركړ:
كيلو په ديرش .
سليم له ځانه سره وويل :
او ، هو ، ديرش افغانۍ ، دا خو چې شلو موټروته سورلۍ پيدا كړې بيا هم نه پوره كيږي .
له ځان سره يې چرت وهلو چې مور ته څه ووايي ، څو ځلي يې فيصله وكړه چې ورته ووايي د مړو شپه نن نه سبا ده خو دا بهانه ورته ښه ښكاره نه شوه ، په ټوله لاره د بهانې په لټه كې و ، دكور دروازې ته به لا لس قدمه پاتې ول چې ودريده ، له ځانه سره يې وويل :
بلكل همدغه بهانه سمه ده ، لاسونه يې په غوږونو پورې ونښلول او په زړه كې یې وويل :
توبه خدايه په دې ګناه مې مه نيسه .
كور ته له ننوتلو سره سم موريې په شكرونو شوه :
شكر خدايه ، راغلې زويه !
بوره دې راوړه ؟
سليم په خندا ورته وويل :
نه ادې ، زه جومات ته تلى وم ، ملا صيب ويل چې يو پاڼه سبق ولولم خو ما ورته وويل چې نه ادې مې حلوا كوي كورته بوره وړم .
نوپوهيږې ادې چې ملا صيپ څه وويل ؟
موريې ځواب وركړ :
نه زويه څه يې وويل ؟
سليم وویل :
مورې ملا صيب وويل چې پام كوه حلوا ونه کړﺉ ، وچه ډوډۍ خیرات کړﺉ ، ځكه پلار دې د شكر ناروغي درلوده ، اروا يې پې مه خپه كوئ .
مور يې وويل :
ښه شو زويه چې پوښتنه دې وكړه ، ګني په دې مباركه شپه ، خدايه زامن يې ورته ژوندي لرې !
اجمل تورمان