د ضیا الحق امرخیل په اړه !


امرخیل د یو افغان په توګه پېژنم.لومړی ځل مې پېژندګلوي ورسره هغه وخت وشوه چې د تلویزیون په ښېښه راښکاره شو او د ۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه یې خبرې کولې.
د تصویر لاندې یې ولیکل شول، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا ریس ضیا الحق امرخیل.
کرار کرا په تلویریونونو کې تکرار شو. فصاحت د ژبې یې خوند راکوو، ډاکټر صیب فاروق وردګ په شان په خبرو کې تکړه سړی ښکارېدو.
کله چې یې په یوه خبري خپرونه کې په خپله مورنۍ ژبه په خبرو کولو تینګار وکړ او دایې خپل حق وباله نو په خلکو کې مشهور شو.
خو زما په اند امرخیل صیب کومه نادره ونه کړه، بلکه مونږ یو چې د حق غوښتلو جرات مو نه دی کړی.
هر افغان حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه که هغه پښتو وي، دري وي او یا کومه بله ژبه لیکل، لوستل او وینا وکړي.
دوهم ځل: کله چې د دوهم پړاو ټاکنو په ورځ په سروبي ولسوالۍ کې رای پاڼې کمې شوې او امرخیل صیب یې د خنډ او ځنډ پوښتنه وکړه. 
دا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د ریس په توګه د ښاغلي امرخیل دنده او مسوولیت و، بیا هم کومه اتلولي نه ده شوې.
نو ولې یې عکسونه د مخ کتاب پروفایلونو ته وختل او ځینو ته مو دا موقع برابره کړه چې پاکې ، رڼې او د لسګونو افغانانو د قربانیو په نتیجه کې د جوړو شویو ټاکنو بهیر له ستونزو سره مخ شي ؟
تاسې امرخیل وه نه ګټلو، تاسې د امرخیل لپاره د کارکولو فظا راتنګه او یوه ډېره وړه او معمولي قانوني موضوع مو ورته ستونزمنه او غیر قانوني وګرځوله. 
خیر، پوهېږم چې د ځینو به په دې خبره سخت له پام وغورځېږم خو باور مو وشه چې مونږ له هوشه کم او له جوشه ډېر کار اخلو .
او همدا دی چې د پاړسیوانانو خبره تېشه مو خپلې ریشې ته نیولې وي.