زما د مخ کتاب پاڼې، نهمه

نن مې په فېسبوک کې د ګران ملګري میوند فدا په وال کې یوه ګیله ولوسته چې خدای شته سخت یې خوله، خوله کړم.
ګران فدا لیکي ول (( تراوسه نارې سورې وې، چې افغان دولت د ښاغلي شرر ساپي غم نه خوري، درملنه يې نه کوي، مالي مرسته ورسره نه کوي، هند او اروپا ته يې نه لېږدوي او داسې نور... دولت ته سپکې سپورې او بد رد د فرهنګيانو له خوا ښه په درز کې روان وو، خو اوس چې همدغه دولت ښاغلى ساپى د درملنې په موخه ترکيې ته لېږدولى دى، يو فرهنګي هم ترې مازې د مننې او ستاينې په توګه يادونه ونه کړه!!!؟

فرهنګيانو دا مو څه وړ فرهنګ دئ؟ )) فدا صیب ښه ویلي، زمونږ همیشه نیمګړتیاوو ته پام وي مننې ته مو ملا ماته ده، دا سمه ده چې د حکومت به دې موضوع ته مونږ ورپام کړی وي، خو دا هم سمه ده چې حکومتونه د عوامو د ټولو خبرو د منلو وس نه لري. دا چې افغان دولت د دې وړ شو چې د خپل یو سوځېدلي شاعر لمبه شوی وجود د ترکیې تر روغتونونو ورسوي شاباس او سل افرین. د معلوماتو له مخې چې د نوم وتو فرهنګیانو تر څنګ جهادي شخصیتونو هم د شرر سوځېدلو بڼو ته اوښکې تویې کړي او په ولسمشر یې غږ کړی چې دا تپي غزل ناسور کیدو ته مه پرېږدئ. باز عابد او نور ملګري دې هم راته ژوندی وي چې په خپلو منډو، رامنډو او لپه کړیو لاسونو یې د شرر ساه تر دې دمه راته ژوندۍ وساتله. هغوی چې زمونږ فرهنګیانو په کچکول کې چې د ګران شرر د بیا روان پل او قدمونو لپاره مو وګرځوو څو روپۍ ، غېرانانو مرسته وکړه، هغوی دې هم سرخ رویه وي.  ما له همدې تاند نه خپلو ګرانو فرهنګي مشرانو ته دا ویلي ول چې په دې اور،اور اندامونو د مهربانۍ لاس تېر کړئ، او له همدې تاند نه د دې ستر او بې مقصده خدمت لپاره د ټولو په وړاندې د درناوي سر ټيټوم، او د خپل یو هم بیته ورور لپاره یې د قدمونو خاورې په لمن کې راټولوم. خدای دې اجرونه درکړي ،لا که داغونه دي نو زړونه شته دی.