د نړیوال اټومي جنګ د رامینځته کیدو خطر او پایلې یې!

د روسیی جمهور رئیس ویلاد میرپوتین په کرملین کې خپل دفاع وزیر او د اټومي انرژۍ مشر ته پر اوکراین د اټومي حملې لپاره د چمتوالي او پر روسیه د غرب ډلیزې احتمالي حملې لپاره د دفاعي سیستم چمتو کولو امر کړی دی.

دا پداسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي د روسیی سره په سره خط کې د خپلو اماده ګیو خبر ورکړ.

او همدا راز اکثرا اروپایې هېوادونو اکراین ته د وسلو انتقال، او اقتصادي همکاریو له زیاتوالي خبرونه ورکړل.

روسیی د غرب ډلیز اقتصادي بندیزونو ته په کتلو یاده پرېکړه وکړه او ویلي یې دي چې د غرب لخوا پر روسیه د ډلیز برید احمتال او خطر په زیاتیدو دی.

له بلې خوا زلینسکي د روسانو سره د سولې خبرو لپاره د اکراین او بیلاروس ترمینځ سرحد ټاکلۍ دی چې نیږدې شیبو کې یې د پیل کیدو احتمال شته.

زه فکر کوم چې کچیرې حالت همداسې دوام ولري نو دوه احتماله وجود لري.
۱- د روسي او اکراین په مذکراتو کې به روسیه د اکراین جمهور رئیس زلینسکي ته د تسلیمدو پیشنهاد وکړي چې شرطونه به ورسره مل وي.

که چیرې اکراین تسلیم شي نو اکراین به لسګونه کاله د روسیې تر استعمار لاندې تېر کړي او اروپا، ناټو او د امریکا متحده آیالاتونو لپاره به خطرات لا زیات او وضعیت به د امریکا او اروپا له کنټرول څخه ووځي یعنې روسیه به مخ په پراخیدو شي.

۲- که چیرې اکراین له روسیې سره د خبرو له لارې مثبتې نتیجې ته ونه رسیږي او مذکرات ناکام شي یعنې اکراین جګړې، او له ځانه دفاع ته دوام ورکړي نو لرې نه ده چې ناټو او د اروپا اتحادیه د اکراین سره مستقیمه نظامي همکاري پیل کړي چې د اروپا او یا امریکا دغه کار به روسیه د اټومي وسلې استعمال ته مجبور کړي.

ځکه چې روسان هم له غرب او اروپایانو سره په صرف په ټوپک او ټانګونو په یوازې ځان مقابله نشي کولاۍ نو ددوی لپاره یوازینۍ د خلاصون لار به د اټومي وسلو کارول وي.
نو که پوتین د خپل اوسني پلان سره سم د جګړې دوام غوره کړي نو د اکراین په جګړه کې به د غرب یا اروپا د نظامي همکارۍ له پیل سره سم به د اکراین په پایتخت کیف ښار به اټوم بم استعمال کړي.

چې ددې سره به ناټو، اروپا او د امریکا  متحده ایتلات به په ګډه سره د امریکا جمهور رئیس جوبایډن په امر د پوتین او روسیې ځواکونو د ناکامولو او له مینځه وړلو لپاره په مشترک ډول له ځمکې، هوا او سمندرونو څخه په روسیه حمله وکړي. د اټومي وسلو په شمول به له خپلو ټولو امکاناتو څخه اعظمي استفاده وکړي چې د نړۍ ترټولو ستر نړیوال اټومي جنګ به رامینځته شي.

اختملأ د نړۍ ۱/۴ برخه نفوس او د ژوند ۵۰ سلنه امکانات به له مینځه لاړ شي.
اقتصادي وضعیت به د نړۍ په هرګوټ کې تر اخرې کچې ضعیف او ګډوډ شي.
زراعت او صنعت به کمزورۍ شي او د خوراکي او نفتي توکو کمښت به وي.
مرسته او همکاري د بې وزلۍ له امله لسګونه کاله له انسانانو څخه کډه بار کړي او باور به تر ډېره په نړۍ کې د هېوادونو ترمینځ سر وخوري.
د نړۍ هېوادونه به په ۳ برخو وویشل شي.
۱- د روسیې حمایت کوونکي هېوادونه.
۲- د اکراین یا ناټو حمایت کوونکي هېوادونه.
۳ - بې طرفه او سوله غوښتونکي هېوادونه.

د جګړې ډېر دوام به عام خلک دومره مجبور او بې وزله کړي چې عمومي سړکونو او واټونو ته را ووځي او جنګ درولو غوښتنه به کوي خو زما په نظر هیڅوک به پام نه ورته کوي.

جنک به د یوه لوري د ناکمیدو او د بل لوري په بریا پای ته رسیږي او له هغې وروسته به نوی نړیوال سازمان او نوي نړیوال قوانین او مقرارات رامینځته کیږي ترڅو دایمي سوله په نړۍ کې تأمین کړي او بیا د خونړیو جنګونو له پیښدو څخه مخکې له مخکې مخنیوی وکړي.

زه هېله لرم چې روسان او پوتین له زغم او حوصلې څخه کار واخلي او د جګړې پرځای په خبرو ټینګار وکړی. ځکه چې جګړه ارزښتونه له مینځه وړي او سوله هرڅه ته ارزښت ورکوي او نیکمرغي راولي.