افغان ولس موازي حکومت نه مني او د افغان حکومت څخه ملاتړ کوي

کله چې شهید ډاکټر نجیب الله ته طالبانو د سولې وړاندیز وکړ نو ډاکټر نجیب الله له دوی څخه د افغانستان د جوړولو لپاره طرحه او پلان وغوښتل شو نو د طالبانو ځواب دا وه چې ډاکټر نجیب الله کافر دی ځکه زموږ د پاکستاني پلان پرځای د روسیی هیواد د افغانستان جوړونې پلان عملي کوي او افغانستان جوړوي همدارنګه افغانانه خپلواکه کوي او بډایه کوي یې، د افغانستان ملت هم د بیسوادۍ له وجې هغه وخت پدې مسله کې چپ پاتې شو او د روسیی هیواد د پوځ مشر هم پدې مسله کې بې غوري وکړه او د افغانستان د حلق دیموکراتیک ګوند د اخرني ولسمشر ډاکټر نجیب الله په امر او غوښتنه یې افغانستان د طالبانو سره د سولې لپاره خالي کړ.

چې په پایله کې طالبانو د ډاکټر نجیب الله سره د سولې خبرو ترنامه لاندې په ارګ کې یوه جلسه ونیوله چې دا غونډه په حقیقت کې د نجیب الله د وژلو لپاره یوه جوړه شوي دسیسه وه چې د پاکستان هیواد په پایتخت اسلام اباد کې طرحه او ترتیب شوي وه، بلاخره طالبانو دغه پاکستانۍ طرحه عملي کړه او ډاکټر نجیب الله یې د تفنګچې په مرمیو په شهادت ورسوه او وروسته طالبانو په دروغو ادعا وکړه چې ګواکي دی طالبانو په اریانا څلور لارې کې اعدام کړئ دی.

نو دا چې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې اصلي حقدار وګټلې نو اوس همغه طالبان چې عصري لباسونه یې پرتن دي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د کافر خطاب کوي او ورته وایې چې د افغانستان د جوړونې پرځای زموږ په شان پرادي هیوادونه جوړ کړه او افغانستان پاکستانیانو ته وسپاره کنه تا به هم د شهید ډاکټر نجیب الله په شان له مینځه ولاړ شې.

د افغانستان سیاسي، اقتصادي او تاریخي وضعیت ته په پاملرنې سره د افغانستان د اوسني حکومت او جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه کلک ملاتړ پکار دی ځکه اوس افغانان ۴۵% باسواده دي او پوهیږي چې یوازې غني ددوی غمخوار دی.

داچې زموږ تیر تاریخ د ټولو موجوده ګوندونو چې په اوسني وخت کې هم یو تعداد فساد او شر خپره ونکي ګوندونه د حکومت په مرۍ یا سر کې کار او فعالیت کوي هویت، موخې او ټول کړه وړه یې په زغرده په ګوته کړیدي چې د اسلام ترنامه لاندې په سلګونه ګوډګیان،جاسوسان، او خاین​ مشران د افغانستان دشته امکاناتو او بشري قوې څخه د وطن په زیان او د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره کار اخیستۍ دی او دا لړۍ همداسې داوم لري او بلاخره د پرادیو په ګټه تمامیږي.

لکه څرنګه چې ما په پورته کرښو تاسو ته ددې نامشروع کړیو اصلیت په لنډ ډول تشریح او څرګند کړ نو زیرک او هوښیار اوسئ چې د موازي، مشترک، عدالتي حکومتونو په نومونو او یا دیته ورته نومونو تر نامه لاندې حکومتونو او حرکتونو باندې ونه غولیږئ ځکه همدا فاسد خلک د ارزښتناکو الفاظو څخه په استفاده ستاسې ژوند بربادوي او تاسې په کړنګونو غورځوي او  ددې خلکو تیرې کړنې او ورانۍ باید هېرې نشي هیله ده چې په دې پلمو خپل ژوند او مال په خطر کې وه نه چوئ او د یوه یا دوو وطن خرڅوونکو د شخي ګټو لپاره استعمال نشئ.

په تیرو ۵ کالونو کې موږ او تاسو ته د غني او د موازی حکومت جوړونکو اشخاصو دریځ او طرحې بشپړې څرګندې شوې چې غني د افغانستان لپاره به لسګونه تجارتي بندرونه، د ریل پټلۍ، بندونه، سرکونه، روغتونونه، پوهنتونونه جوړ کړل او داسې نور ډیر سهولتونه رامینځته کړل او د موازي حکومت پلان کوونکو مو د افغانیت او اسلامیت سره مخالفت وکړ، د الکترونکی تذکرو د ویش لړۍ یې د خنډ سره مخ کړه او داسې نورې ډیرې ستونزې یې خپلو افغانانو ته جوړې کړې.

په همدې اساس  ولسمشر اشرف غني هغه څوک دی چې زموږ او ستاسې هویت، وطن او سرمایه یې له ورکیدو او خرڅیدو څخه وژغورل او همدغه فاسد او شر خپره وونکي ګوندونه او اشخاص یې ټولې نړۍ ته ور وپیژندل نو دې مهمو ټکو ته په کتو سره د ولسمشر محمد اشرف غني او افغان حکومت څخه غوڅ او سرخیندونکۍ ملاتړ او تشویق په کار دی ترڅو ددوهم ځل لپاره بشپړ واک ترلاسه کړي او زموږ نیمګړي هیلي په ډیر جرأت او اسانۍ سره بشپړې کړي او د یوه سوکاله، ډاډمن او پرمختللي افغانستان څښتن شو.