د افغانستان اوسنۍ نظامي ځواک او د خاینو افغانانو کارنامې په نړۍ کې.

الف: د افغانستان د اوسني نظامي ځواک په اړه لنډ معلومات:
۱- په ۲۰۱۰م کال کې افغانستان ۲۸۰۰۰۰  سرتیرې درلودل مګر متأسفانه اوس یوازې ۲۰۰۰۰۰ پاتې دي.
۲-  افغانستان ۷۰۰ روسي زرهي جنګي ټنګونه لري.
۳- ۹۶۶۹ امریکایې زرهي جنګي ټنګونه لري کوم چې اوس د امریکایانو له لوري افغان ملی پوځ ته ورکړل شوي دي.
۴- جنګي جیټ الوتکې نلري خو ۱۲ لار نیونکي جیټ ته ورته الوتکې لري چې افغانستان په سرخداتو کې د هوایې حریم د ساتلو لپاره استعمالیږي.
۵- ۱۷۶ توپخانې لري.
۶- ۶۸ جنګي او غیر جنګي هالیکفټر لري.
۷- ۵۴ لویې نظامي اډې یا مرکزونه لري.
۸- افغان حکومت د کال ۶.۴ میلیارده امریکایې ډالر مصارف لري.
۹- د نړیوالو نظامي قدرتونو په قطار کې ۶۸ ځای لري.
۱۰- د اسلامي هیوادونو د نظامي قدرتونو په قطار کې له ایران او پاکستان څخه وروسته ۱۳ نظامي قدرت دی چې لومړۍ اسلامي نظامي قدرت ترکیه هیواد دی.
۱۱- افغانستان د هیواد د بشپړ کنترول او امنیت لپاره ۴۰۰۰۰۰ نوي سرتیرو ته اړتیا لري چې اړونده وسایل او وسلې هم ورسره په یو وخت پوره او تنظیم شي ترڅو د ګاونډیو هیوادنو سره سیالۍ ته برابر شي.
ب:
درنو افغانانو ورڼو او خویندو پاتې د نه وي چې که چیرې د هیواد دښمنانو چې اصلي سرلارې یې د افغانستان  د اسلامي ګوندونو مشران او غړي و د افغانستان پخوانۍ ملی اردو تجهیزات په پاکستان نه وی پلورلي او زموږ ملي پوځ یې د پنجاب په مرسته د خپلو شخصي ګټو لپاره منحل کړی نه وی نو نن به موږ له دومره امنیتي،اقتصادي،سیاسي،فرهنګي او نورو بیلابیلو ستونزو سره مخامخ.نه وی.
چې په هغه کې پلورل شویو تجهزاتو کې ۱۰۰۰ روسي جنګي ټنګونه ۵۰ جیټ الوتکې  د ۱۵۰ توپ خانو توپونه، ۵۰ لرې واټن ویشتونکې توغندي، سپکې او درنې وسلې او همداسې نور نظامي وسایل او امکانات شامل و چې نن ورڅخه پاکستان زموږ پر وړاندې استفاده کوي.
ټولې نړۍ ته ثابته ده چې د افغانستان د هغو غلو جګړه مارو ډلو د خیانت او وطن فروشی مثالونه اوس هم د پاکستان هیواد  په څلور لارو کې د نمونې او مثال په ډول ایښي دي کوم چې یو تعداد خاینانو چې ځانونه د دین او اسلام پتنګان بلل په پاکستان خرڅ کړيدي چې نن ټوله نړۍ او پنجابیان زموږ ریښتینې هیوادپالو مشرانو او ټولو افغانانو ته پرې وخت ناوخت پیغور ورکوي چې له هغې جملې څخه یوه جیټ الوتکه د پاکستان د پیښور ښار په یوه څلور لارې کې اوس هم موجوده ده، هرڅوک کولای شي چې په اذاد ډول له هغې څخه لیدنه وکړي او عبرت ترې واخلي.
هیله لرم چې زما مقصد مو درک کړی وي او بیا د داسې هیواد او ناموس خرڅونکو څخه هیڅ حمایت ونه شي او د ښو  او بدو ترمینځ د تل لپاره بیلوالۍ وکړو ترڅو د هیواد په ساتنه کې مو خپل اسلامي او وطني رول لوبولۍ وي.
مړه او شرمیدلي د وي د افغانستان او افغان ملت دښمنان.
ژوندي د وي د افغانستان ریښتیني بچیان او حدمتګاران.