هغه باورونه، چې نباید د خپل ځان په اړه یې ولرئ

بریا ته رسېدل یوه مثبت لید ته اړتیا لري، هر فرد خپل ځان ته په کتلو سره کولای شي، د خپلې راتلونکې لپاره د بریا یا ماتې تخم وکري، دا چې خپل ځان ته ډېر زیات ارزښت ورکړئ، په لومړیتوب کی ده، نو له خپل ځان سره په ډېر درنښت خبرې وکړئ.
 
په دې لیکنه کې له هغو ۱۵ منفي عبارتونو سره آشنا کېږئ، چې هېڅکله یې باید خپل ځان ته ونه وایئ او بله دا چې په دې لیکنه کې به دا هم در زده کړو، چې څنګه د خپل ځان په اړه مثبت او مناسب لید پیدا کړئ.
 
۱ ـــ نور پر ما تېره ده، هڅه او کوښښونه مې بېځایه دي
هر کله چې د خپل ژوند د بدلون په فکر کې شوئ، ناوخته نه ده، ډېر کسان دي، چې ډېر زیانونه یې زغملي دي، نور نو د هڅې او له خپل ځان سره د مرستي په فکر کې نه دي؛ خو ښه ده، چې په دې باندې پوه شئ، چې هغوی هم کولای شي، له خپله ځایه را پورته شي، یو ځل بیا د ژوند پړی په خپل لاس کې ونیسي. د هر چا عمر د هغه د شتمنۍ یوه برخه ده، هر څومره مو چې عمر لوړ وي، نو تجربه مو ډېره ده او د ډېرې تجربې په لرلو سره به مو، پوهه هم دوه برابره شي.
 
۲ ـــ زه ډېر بد چانسی یم
د ښه چانس د لرلو لپاره باید په خپل ژوند کې د ډېرو فرصتونو په لټه کې واوسئ، که په خپل ژوند کې د ښو او نویو څیزونو په لټه کې یاست، فرصت غنیمت وشمېرئ او ترلاسه یې کړئ، چانس څومره چې تاسو یې په اړه فکر کوئ، په بریا کې مو ښکېل نه دی، بریاوې ستاسو د پرله پسې هڅو او کوښښونو له کبله ترلاسه کېږي، نه د چانس له امله.
 
۳ ـــ زما په اړه به د نورو نظر څه وي؟
له خپل ځان څخه د دا ډول پوښتنو په پوښتلو سره، یوازې د خپل اروایي فشار ‌»سټرس» د کچې له لوړولو سره مرسته کوئ او بس. تاسو په دې لومه کې د خپل ځان په ګیرولو سره، چې نور زموږ په اړه څه نظر لري، د خپل رښتیني شخصیت په بربادولو کې مرسته کوئ، په ارزښتمنو ملګرتیاوو او دوستیو کې، تاسو د هغه څه په خاطر ستایل کېږئ، کوم چې یاست، نه د هغه څه په خاطر چې فکر کوئ، نور یې له تاسو څخه هیله لري، چې باید واوسئ. 
 
۴ ـــ آیا زه احمق یم
هېڅکله د دې په لټه کې مه کېږئ، چې د ټولو پوښتنو په ځواب باندې پوه شئ، ځکه چې هېڅوک به په دې باندې پوه نه شي، هر څوک د خپلو ځانګړو مهارتونو ټولګه لري، نو د هغو مهارتونو لرل، چې نور یې لري او تاسو یې نه لرئ، د احمق اوسېدو په مانا نه دی، ښه ده، د دې پرځای چې په خپلو کمزورو ټکو باندې تمرکز وکړئ، د خپلو مهارتونو د پرمختګ او ښه والي په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړئ او تر کومه ځایه، چې درته شونې ده، ترې ګټه واخلئ. په حقیقت کې د هغو کارونو په ترسره کولو سره، چې پکې مهارت لرئ، په خپل ځان باندې د باور په لوړاوي کې مرسته وکړئ.
 
۵ ـــ ګمان نه کوم، چې کوم څوک مې خوښ کړي
تاسو څنګه له دې موضوع څخه خبر شوئ؟ آیا کېدای شي، پرته له دې، چې له کوره بهر شئ او له کوم چا سره له اړیکه نیولو پرته، دا تمه ولرئ، چې کوم څوک تاسو خوښ کړي، په دې بېځایه او پوچو فکرونو سره، یوازې خپل وضعیت لاپسې خرابوئ، هېڅوک په کور کې په پاتې کېدو او بهر ته په نه تګ سره، نه شي کولای، خپل د خوښې وړ د ژوند شریک پیدا کړي، نو که له کوم چا سره د آشنایۍ په لټه کې یاست، نو د اړیکه نیولو په هڅه کې شئ.
 
۶ ـــ زه دا کار نه شم کولای
ډېر داسې افراد شته، مخکې تر دې کومه سیالي، چې پکې ګډون یې کړی دی، پیل شي، خپله ماتې مني، چې دا کار په بشپړه توګه ناسم دی، په ژوند کې د سترو لاسته راوړنو په اړه په فکر کولو سره، د بېلګې په توګه له پوهنتون څخه فارغېدل، د دندې لوړتیا، د خپل لید له بدلون سره مرسته وکړئ. آیا هغه لاسته راوړنې، چې په لټه کې یې وئ، پیدا مو کړې؟ اوس له خپل ځان څخه وپوښتئ «ما د دې لاسته راوړنو د ترلاسه کولو لپاره، له کومو مهارتونو څخه کار واخیست» او د هر یوه لپاره یې یو ځواب ولیکئ. آیا په دې بهیر سره، د خپل ځان په اړه کوم ځانګړی پرمختګ وینئ؟ که مو ځواب هو دی، نو ډاډه اوسئ، چې د بریا په سم تګلوري کې مېشت شوي یاست.
 
۷ ـــ هېڅ برېښنا لیک او پیغام نه رالېږي، فکر کوم، چې نه یې خوښېږم
دا بیړنۍ پایله اخیستنې، د نړۍ په اړه ستاسو د ځان محوره لید لوري ښکارندویي کوي، د خپل مقابل لوري په اړه په یوه مثبت لید سره، هغه ته دا شونتیا ورکړئ، چې ښایي په خپل شخصي ژوند کې بوخت وي، صنف کې وي او یا بل هر څیز، د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره د افرادو بوختیاوې دومره زیاتې دي، چې کله نا کله د وخت کمښت وي، داسې فکر مه کوئ، چې کوم څوک له تاسو سره ستونزه لري.
 
۸ ـــ ژوند عادلانه نه دی، زما ژوند باید ښه وي
دا خبره سمه ده، چې ژوند هېڅکله عادلانه نه و؛ خو تل ښې او بدې پېښې یوه د بلې ترڅنګ پېښېږي؛ هغه پېښې، چې له ژوند څخه زموږ د تمې څخه بهر دي، خو موږ له منلو څخه یې پرته بله چاره نه لرو؛ خو په بدو او ښو پېښو باندې یې تمرکز کول په تاسو پورې تړاو لري، ښایي تاسو ډېر زیات اروایي فشار د هغو څیزونو لپاره وزغمئ، کوم چې ستاسو له کنټرول څخه بهر دي، خو ډاډه اوسئ، دا کار د دې سبب نه ګرځي، چې ښه احساس پیدا کړئ، خو د دې بد احساس پر وړاندې، یو ښه احساس شتون لري، چې په بشپړه توګه رښتینی دی. په خپل ژوند کې ښو او مثبتو پېښو ته پام وکړئ، اصلاً مهمه نه ده، چې دمګړۍ په څه وضعیت کې یاست، خو خپل ځان ته دا ډاډ ورکړئ، چې راتلونکې به تاسو ته د ښه وضعیت زیری درکړي.
 
۹ ـــ له خپل ظاهري وضعیت او غړو څخه کرکه لرم
ستاسو بدن یو لوړ بیه لوښو څخه دی، چې په دې نړۍ کې هر ځای ته وغواړئ، نو هغه ځای ته مو بیایي، نو هیله کوم له خولې څخه مو دا ډول جملې  مه را بهر کوئ، ځکه ستاسو چاغښت او ډنګړتوب به په دې موضوع باندې هېڅ اغېزه ونه لري، که تاسو په خپل ځان باندې پام وکړئ، نو هغه به هم پر تاسو باندې پام وکړي، نو خپل ځان د بېځایه او پوچو خبرو په لومه کې، چې بدن مې بې عیبه نه دی، مه ښکېل کوئ، چې په دې کار سره مو یوازې خپله انرژي او لوړ بیه وخت بېځایه تېروئ، تل په خپلو هغو فزیکي ځانګړتیاوو باندې تمرکز وکړئ، چې له نظر مو په زړه پورې او زړه راښکونکې دي، نه په هغو ځانګړتیاوو باندې، چې په اړه یې هېڅ ډول مینه او لېوالتیا نه لرئ؛ خو موږ تاسو ته یو وړاندیز لرو: که غواړئ، چې د خپل ځان په اړه ښه احساس ولرئ، نو د خپل جذاب اوسېدو لس دلیلونه په ګوته کړئ.
 
۱۰ ـــ ای کاش زه نه وای، ډېر زیات خجالت یم  
په جرات سره ویلی شم، هغه کسان، چې د دې لیکنې لوستونکي دي، لږ تر لږه یې په خپلو جامو باندې یو ځل خواړه تویې کړي دي، یو لوښی یې مات کړی دی او یا دې ته ورته بله تېروتنه یې ترسره کړې ده، نو تاسو یوازینی کس نه یاست، چې په ژوند کې مو د دا ډول پېښو شاهد وئ. که د خلکو په منځ کې په نا خبره توګه مو یوه تېروتنه وکړه، یوه ژور ساه وباسئ او خپل ځان ته ووایئ، ما کومه ستره تېروتنه نه ده ترسره کړې، حتا کولای شئ د چاپېریال د شرایطو د بدلون لپاره او دا چې دا ډول څیزونه درته ارزښت نه لري، له خپلو تجربو څخه یوه خندا لرونکې کیسه وکړئ.
 
۱۱ ـــ د هغه کچه له ځمکې څخه لوړه ده
دا ډول کوم څه شتون نه لري او تاسو په دې خبرو سره یوازې، په خپل ځان باندې د باور له کمزورتیاوو سره مرسته کوئ، نو که کوم څوک مو له نظره جذاب او په زړه پورې دی، د دې بېځایه او پوچو خبرو په نه پام کې نیولو سره، هغه ته نږدې شئ او ورسره خبرې پیل کړئ.
 
۱۲ ـــ په دې باندې باور کول چې... زما پرځای وي، له امکانه لیرې دی
کینه کښ توب او حسادت یو ورانونکی احساس دی، چې یوازې زیان اړوي او کومه ګټه نه لري. که په کوم شرکت یا اداره کې په کار باندې بوخت یاست او ستاسو پرځای همکار مو لوړتیا پیدا کوي، نو خپل ځان ته دا ډاډ ورکړئ، چې هغه هرومرو ستا په پرتله ډېر د دې لوړتیا وړ دی او هڅه وکړئ، چې د خپل همکار لپاره یو ښه  مرستندوی او حامي واوسئ، نه یو بد رقیب؛ ځکه هغه د خپلې لوړتیا په ټاکنه کې هېڅ لاس نه درلوده، پرته له دې، چې احتمالاً لږ څه له تاسو څخه غوره دی، زموږ په نظر له دا ډول پېښو سره د مخامخ کېدو په صورت کې، تر ټولو غوره چلند دا دی، چې خپل بد احساسات او چلندونه په ښو احساساتو او چلندونو باندې بدل کړئ؛ آیا په خپل ځان باندې دومره باور لرئ، چې دا پرمختګ ستاسو حق و؟ اندېښنه مه کوئ، د پرمختګ کولو لپاره، هېڅکله ناوخته نه ده، نو لاس په کار شئ او خپل ځان ټولو ته ثابت کړئ.
 
۱۳ ـــ دا کار زما لپاره ډېر زیات ستونزمن دی
آیا په دې باندې پوهېږئ، چې کوم کارونه له بریده زیات ستونزمن دي؟
ـــ دا چې په دو اویا کلنۍ کې، په ماراټون کې ګډون وکړئ، په داسې حال کې، چې زوی مو په څرخ لرونکې څوکۍ باندې ناست دی او په خپلو پښو باندې په لاره تګ له نعمت څخه محروم دی.
ـــ دا چې په اقیانوس کې یو سل و دو اویا کیلومټره لامبو ووهئ.
ـــ دوې میاشتې په یوه یخ وهلي موټر کې، چې د تودوخې درجه یې منفي دېرش درجې وي ژوندي پاتې شئ. 
په حقیقت کې له دې څخه ستونزمن کارونه مې ذهن ته رانغلل، چې له بریده زیات ستونزمن وي، نه هغه څه چې په ذهن کې مو د ستونزمن اوسېدو یادونه یې کوي، خو باید په دې باندې پوه شئ، که په کوم څه باندې باور ولرئ، کولای شئ، چې ترلاسه یې کړئ.  
 
۱۴ ـــ ګوزار خوړل مې، په ژوند کې د دې سبب شو، چې د نورو اعتماد مې له لاسه ورکړ
هر څومره، چې تاسو په نورو باندې لږ اعتماد وکړئ، نو هغوی به هم په تاسو باندې له اعتماد کولو سره لږه لېوالتیا ولري او دا د اعتماد کولو په بحث کې تر ټولو په زړه پورې ټکی دی؛ خو د اعتماد کولو په تړاو ډېر زیات بحثونه شتون لري. آیا ټول هغه افراد، چې زموږ په شاوخوا کې دي، د اعتماد کولو ارزښت لري؟ خو دا نه شي کولای، چې په ټولو باندې د شکمن اوسېدو لپاره یوه پرېکنده دلیل وي. ښایي په تېر کې تاسو سره کوم چا خیانت کړی وي، خو دا په دې مانا نه ده، چې تاسو په کوم چا باندې اعتماد ونه کړئ، بلکې کولای شئ، ترې ښه مانا او اخیستنه (برداشت) ولرئ، ښایي تر دې دمه مو مناسب فرد نه وي پیدا کړی او دا اخیستنه به عادلانه وي.
 
۱۵ ـــ تسلیمېږم
ژوند د یوې کمپیوټري لوبې په څېر دی، حتا که څو ځله یې وبایلئ، خو بیا هم کولای شئ، چې د دوام تڼۍ کېکاږئ او تر هر کله مو چې زړه وغواړي ولوبېږئ او تر کله چې لوبه په بشپړه توګه ونه دروئ، ماتې مو نه ده خوړلې، نو هېڅکله د ژوند لوبه مه پرېږدئ.