ستر رهبران د کومو اړیکیزو مهارتونو په لرلو سره بریا ته رسېدلي؟

ډېر زیات رهبران دي، چې یوازې خپل ځانونه د نظر خاوندان ګڼي او د خپلو کارمندانو له نظریاتو او آیډیاوو څخه هېڅ هرکلی نه کوي، په اصل کې، په خپل دې کار سره، د خپل کار له بېلابېلو جزئیاتو څخه ناخبره پاتې کېږي.
 
په ټولو رهبرانو کې یو ګډ ټکی شتون لري او هغه دا چې، هغوی ټول دا لېوالتیا لري، چې د خپل کاروبار او سوداګرۍ ځواک او وړتیا نورو همکارانو ته ثابت کړي. په زړه پورې ده پوه شئ، یوه تر ټولو ساده او په عین حال کې ځواکمنه وسیله، چې د هر رهبر په واک کې ده، ښه غوږ نیونه ده، هغه وسیله، چې یو رهبر کولای شي، په خپل ځان باندې د نورو د اعتماد جوړونې او دغه راز له هغوی سره د اړیکه نیولو لپاره ترې کار واخلي؛ نو که تاسو هغه کس یاست، چې تل د نظر څرګندولو په حال کې یاست او نورو ته دا موکه نه ورکوئ، لږ زغم ولرئ، ښایي ستاسو په شاوخوا کې داسې څوک وي، چې لوړه او په فرد پورې منحصره آیډیا ولري، ځکه چې په دې ورځو کې ټول په هڅه کې دي، ترڅو د خپلو فکرونو د رهبرۍ فورم ټولو ته له هرې لارې چې کېږي ور ښکاره کړي.
 
د UCLA پوهنتون رییس ال کارنسیل وایي:
کله چې د یوه شرکت عامل مدیر یاست، ټول شاوخوا کسان مو تاسو د کوټې یوه زیرک فرد په توګه ویني، خو تاسو باید د دې وسوسې پر وړاندې مقاومت وکړئ، دا په هره ناسته کې د ټولیزو معلوماتو د راټولو تر ټولو ښه او بشپړه لاره ده.
 
داسې تصور کوم، چې تاسو د یوه شرکت د تاسیس په فکر کې یاست، په دې وخت کې تاسو ته د بېلابېلو کارپوهانو وړاندیز دا دی، چې په دې کار کې د مسلکي کسانو د مشورې په لټه کې واوسئ، د دې مواردو په پایله کې تاسو تل نورو ته د خپل کار د په زړه پورې  جزئیاتو او د تګلارو د پایلو په اړه خبرې کوئ، چې ستاسو دا چلند د وینا په جذابه لومه کې را ګیر کېږي، خو په حقیقت کې تاسو به دا وړتیا ونه ولرئ، چې د شرکت په ټولو برخو کې حضور ولرئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، داسې پېښې شته، چې تاسو به ترې خبر ونه اوسئ.
 
هغه مهال یو شرکت بریا ته رسېږي، چې د خپل ټیم ټولو خبرو، نظریاتو او اندېښنو ته غوږ ونیسي، که پرته له دې کومې لارې ته دوام ورکړئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې داسې کارمندان به ولرئ، چې یوازې له تاسو څخه اطاعت کوي او دا اطاعتونه به د یوه نوښتیز او بریالي کارو بار په لاره کې خنډ وي.
 
تاسو د یوې ډلې د رهبر په توګه، د خپلو کارمندانو نظریاتو ته په غوږ نیولو سره، هغوی ته د دې یادونه کوئ، چې د هغوی پوهه او معلومات ستاسو لپاره ارزښتمن دي او له هغو څخه د هر یوه اوسېدل د شرکت په بریا کې به اغېزناک رول ولري، په دې مواردو کې تاسو نور د یوه ویناکوونکي په توګه نه لیدل کېږئ، بلکې د نورو له نظره ستاسو دا کار به د خپل ټیم له ملګرو سره د متقابلې مکالمې په توګه ښکاره شي.
 
د خپلو کارمندانو لپاره د بریا لاره هواره کړئ
د بریا تګلوری ـــ کارمند ـــ ستر رهبران ـــ اړیکیز مهارتونه ـــ کاري ناسته.
د ټیم له ټولو غړو څخه غوښتنه وکړئ، چې خپلې آیډیاوې د کاغذ پرمخ ولیکي او غونډې ته یې راوړي، د غونډې حاضر غړي وهڅوئ، چې د خپلو آیډیاوو په اړه وغږېږي، حتا  کله، چې متناقض نظرونه ولري، کله وخت یوه آیډیا چې په عمل کې شونې نه ده، د یوې جوړونکې مکالمې په موضوع باندې بدلېږي، چې په پایله کې یې، یوه غوره او اغېز ښندونکې آیډیا تر لاسه کېږي.
 
کارمندانو ته مو دا ډاډ ورکړئ، چې اورېدونکي غوږونه لرئ
لیپ ټاپ او زیرک ټیلیفون مو لیرې کړئ او د مقابل لوري خبرو ته غوږ ونیسئ او له هغه څخه پوښتنې وکړئ، دا ډاډ ترلاسه کړئ، چې ټول حاضر کسان د خبرو کولو او اورېدلو فرصت په واک کې لري، یوازې عامل مدیران د نورو خبرو ته له غوږ نیولو څخه ګټه نه اخلي، بلکې دا مسئله له کارمندانو سره هم مرسته کوي، چې په خپل مخکې پرتې ننګونې په غوره توګه درک کړي.
 
ښې پوښتنې وکړئ
مهمې پوښتنې، په ځوابونو او په پایله کې په غوره او اغېزناکو آیډیاوو باندې ختمېږي، که دقیقې پوښتنې وکړئ، همکاران مو په ښه توګه پېژنئ او د خپل کارو بار د بېلابېلو اړخونو په جزئیاتو باندې پوهېږئ، چې ښایي د ورځې په اوږدو کې له هغو سره مخامخ نه شئ، سربېره پر دې، هغه پوښتنې، چې د مخاطب ذهن بوختوي، مقابل فرد ته دا شونتیا ورکوي، چې مسایلو ته له بلې کړکۍ څخه وګوري.
 
پوښتنه ـــ پوښتنه او ځواب ـــ له کارمندانو څخه پوښتنه ـــ ستر رهبران ـــ اړیکیز مهارتونه.
 
د ستونزو او مسایلو حل هغو کسانو ته وسپارئ، چې د شننې او تحلیل لوړ ځواک لري
لومړیتوبونه په داسې توګه وټاکئ، چې د ټیم ټول غړي په دې باندې وپوهېږي، چې کوم مسایل او کومې ستونزې ډېر اهمیت لري، د ټیم د هر یوه غړي مهارت او تخصص ته په پام سره دنده ور وسپارئ، په راتلونکو ورځو کې یې پرمختګونه وسنجوئ او خپل ځان له اوسني وضعیت سره ښکاره کړئ.
 
هغه کسان، چې اغېزناکې آیډیاوې او تګلارې وړاندې کوي، وپېژنئ
که هغه کارمندان، چې معمولاً مثبتې او اغېزناکې آیډیاوې وړاندې کوي یا د پروژو په ترسره کولو کې بریالي دي، وهڅوئ، نو په راتلونکې کې به په غونډو کې لا ډېره همکاري ولري.
که ښه اورېدونکی واوسئ، نو ښه رهبر به هم وئ او له کارمندانو سره اغېزناکې اړیکې ټینګوئ، په دې صورت کې کولای شئ، د کارمندانو په منځ کې اړین اعتماد او همکاري رامنځته کړئ او هغوی د شرکت د موخو د ترلاسه کولو په تګلوري کې مېشت کړئ، کله چې کارمندانو ته دا ښکاره کړئ، چې آیډیاوو ته یې غوږ نیسئ او ترسره کوئ یې، نو د ښو آیډیاو او نویو او اغېزناکو حل لارو لپاره لاره هواروئ، په دې صورت کې شرکت د پرمختګ په تګلوري باندې ګړندی مزل پیلوي او د ډلې تول غړي ارزښتمن درسونه زده کوي.