د همدې پاچا په ارزښت باید پوه شو/  لنډه کیسه

   یو پاچا په خپل وزیر باندې غوسه شو، په همدې دلیل یې هغه زندان ته واستاوه، څو موده وروسته د هېواد اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو شو، په دې اساس خلک له خپل پاچا څخه نا خوښه شول، پاچا چې هرڅه وکړل، د خلکو رضایت او خوښي یې تر لاسه نه شوه کړای، نو امر یې وکړ چې وزیر له زندانه راولئ، کله چې وزیر د هغه په وړاندې حاضر شو، نو وې ویل: څو موده کېږي، چې خلکو له ما څخه مخ اړولی، که چېرې وتوانېږې، چې د هغوی رضایت او خوښي تر لاسه کړې، نو زه هم ستا له ګناه څخه تېرېږم او بښنه درته کووم.
   وزیر وویل: زه به ستاسو امر پرځای کړم، خو یوازې له تاسو څخه غواړم، چې ماته یو شمېر سر تېري راکړئ. پاچا وویل: داسې نه چې له خلکو سره د تاوتریخوالي له مخې چلند وکړې، سرتېري د څه له پاره غواړې ؟ وزیر وویل: زه هېڅکله نه غواړم، چې خلک وځپم. پاچا د دې خبرې په اورېدو سره وزیر ته یو شمېر سرتېري ورکړل. شپه شوه، وزیر ټولو سرتېرو ته د غلو جامې ور واغوستې او هریوه ته یې امر وکړ، چې ټولو کورونو ته لاړ شي او له هر کور څخه یو څه غلا کړي، په داسې ډول، چې هغه څیز نه ډېر ارزښتمن وي او نه هم بې ارزښته، ترڅو خلکو ته ډېر زیان ونه رسېږي او دغه راز یې له هغوی څخه هریوه ته یې یو کاغذ ورکړ او وې ویل: له هرځایه چې غلا کوئ، نو دا کاغذ هلته پرېږدئ.
  د کاغذ پرمخ داسې لیکل شوي وو: زموږ موخه د امپراطورۍ ماڼۍ نیول او پر خلکو حکومت کول دي، سرتېرو هم د وزیر له امر سره سم کړنې ترسره کړې. کله چې خلکو دا کاغذونه ولوستل، نو سره را ټول شول.
   لومړي کس وویل: سمه ده، چې د دې پاچا په واکمنۍ کې له اقتصادي ناورین سره مخ یو، خو پاچا هېڅکله له موږ څخه غلا نه کوي، غله چې تر اوسه پورې واک او ځواک نه لري، وې کولای شول، چې زموږ مالونه غلا کړي، که چېرې واک تر لاسه کړي، نو موږ به له خپلو کورونو څخه هم وشړي. دویم کس وویل: سمه ده، د همدې پاچا په ارزښت باید پوه شو او له هغه څخه ملا تړ وکړو، ترڅو د دې غلو له شر څخه خوندي پاتې شو او ټولو د یو بل خبرې تایید کړې او تصمیم یې ونیوه، چې له پاچا څخه ملاتړ وکړي.