عقل او زړه

 
  تېره شپه بیا د عقل او زړه ترمنځ اختلاف را منځته شو، له یو بل سره یې خبرې اترې کولې او دواړو زه د قضاوت او شاهدي له پاره ور وبللم، کله چې ور ورسېدم، نو زړه عقل ته وویل:  ته احساسات نه لرې د مینې او محبت په مانا نه پوهېږې، دا زه یم چې په ډېر کوچني احساس سره درزېږم او ژر اغېزمن کېږم.
 عقل په ځواب کې وویل: سمه خبره کوې، خو دومره خود خواه یې، چې د خپلې ګټې له پاره رېږدې او د خپلو هوسونو په خاطر لاندې باندې کېږي. زه هېڅکله د ځان په اړه فکر نه کووم او په پرله پسې توګه نورو ته خدمت او لارښوونه کووم.
  زړه وویل: آخر ولې دومره بې انصافي کوې، آیا زه د ټولو ساتونکی نه یم؟ آیا لیدلي نه دي، کله چې موږ په غم اخته کېږو، زه څومره ټپي کېږم او هرکله چې په مظلوم باندې د ظالم ظلم وینم څومره ځورېږم؟ آیا زه په دې هرڅه کې کومه برخه نه لرم؟
  عقل په خندا شو او وې ویل: ته په یوازې توګه کوم کار نه شې ترسره کولای. که چېرې زه تاته لارښوونه ونه کړم، نو بې لارې کېږې. دې هرڅه ته په نه پام سره، د عقل له مرستې پرته لېونی زړه په ټول عالم کې رسوا دی. که چېرې سترګې کوم څه ونه وینې ستا کور هم تیاره او خاموشه کېږي.
  د دې خبرې په اورېدو په زړه باندې اور بل شو او چیغې یې کړې: بس کړه ولې درواغ وایې؟ آیا د هغه کوچني ماشوم ژړا، چې د شپې له خوا د خپلې مور له سترګو څخه خوب غلا کوي او ما په هیجان راولي، د سترګو په کوم ځای پورې تړاو لري؟ د هغه مسافر ځوان غږ چې له مسافرۍ څخه تازه کور ته را رسېدلی وي، د خپلې مور زړه له خوښیو او خوشالیو څخه مال امال کوي، له سترګو سره څه کار لري؟ پرته له شکه وبه وایې، چې دا هم د غوږونو مرسته ده، چې ته رېږدې او خوشالي کوې، مګر له دې څخه سترګې نه شې پټولای، چې زه د تر ټولو سپېڅلې مینې یانې د مورنۍ مینې ځای یم.
  عقل ځواب ورکړ: دا هر څه چې ته وایي، ښایي تر یو بریده سم وي، خو نړۍ د عقل په واسطه څرخېږي. د زړه په غوښتنو پسې تلل په هر ځای کې بد دي. زړه وویل: دا هر څه چې ته وایې ښایي تر یو بریده سم وي، خو مینه او لېوالتیا له ماسره را منځته شوي دي او له ماسره به له منځه لاړ شي.
  د آسمان و ځمکې مهربانۍ او د پرښتو غږونه زما له غږ سره همغږي دي. دا هرڅه یې ویل او ژړل یې. په رښتیا چې زړه مې رښتیا ویل. نه پوهېږم، چې د انسان زړه یې له څه شي څخه جوړ کړی دی، چې دومره حساس او ژر ځورېدونکی دی. ډېره ځله مې له زړه څخه وپوښتل: اې زړه ! ما په تا کې کوم ډول درد پټ کړی، چې داسې ژاړې؟ په دې راز باندې خپله هم نه پوهېده.
  عقل وویل: زه له تا څخه ډېر لوړ یم او د انسان د پیداښت له پیله هم زه له تا څخه لوړ وم او دا خپله زما د غوره والي دلیل دی. کله چې زړه وغوښتل، چې ځواب ورکړي، نو خوله مې یې ور پټه کړه او ورته ومې ویل: ستا دې په الله (ج) قسم وي، نور بس ده، ستاسو له دې خبرو او کارونو څخه ډېر وېرېږم، چې هسې نه الله (ج) تاسو دواړه له ما څخه واخلي. په ډېر عذر او زاریو مې دواړه سره پخلا کړل او له دوی څخه مې وغوښتل، چې له یو بل سره ملګرتیا او مرسته وکړي او ما خپلې موخې ته ورسوي. دواړو زما خبره ومنله او په ډېرې خوشالۍ له کوره بهر شوم، چې خپل کارونه ترسره کړم، مګر څو ګامه چې وړاندې لاړم، د یوه ښکلي مخ په کتلو سره زړه درزا پیل کړه، عقل چیغې کړې او وې ویل: اې هوسبازه ! ودې لیدل هرڅه مې چې ویلي وو، درواغ نه وو، زه په هماغه ورځ پوه شوم، چې عقل او زړه نه پخلا کېدونکي دي، نور نو د دوی دواړو په کار کې کار نه لرم. آیا په رښتیا همداسې ده؟ په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟