تړلي مغزونه او له بدلونو سره ځان نه عیارول د تمدنونو، ملتونو او خوځښتونو زوال راولي  (دریمه برخه)

زموږ د دیني علومو او مدرسو حالت
په خواشینۍ سره مسلمانانو په خپلو دیني درسونو کې تر یو څو ځلانده پېریو وروسته خپل مغزونه تر ټولو لمړی د قرآن په هکله وتړل، په زیاتو مسلمانو ټولنو کې قرآن یوازې په غلافونو کې بند باته شو، څوک یې نه زده کوي او عمل خو ورباندې پرېږده، د قرآن ترجمه او تفسیر خلکو هیر کړ، داسې انګیرنې پیدا شوې چې قرآن خورا سخت دی او هر څوک یې نه شي زده کولی، د ظاهر شاه په وخت کې په وردګو کې یوه مدرس مولوي یو ژمی د قرآن کریم د آخرې سپارې ترجمه و یوه خپل شاګرد ته شروع کړې وه، په سیمه کې نورو ملایانو ورباندې سختې نیوکې وکړې چې ولې یې دا کار کړی او د قرآن ترجمه او تفسیر سخت کار دی. حال دا چې الله تعالی قرآن د انسانانو د پوهېدو او عمل لپاره رالیږلی دی، الله تعالی قرآن د خپلو بندګانو د هدایت لپاره رالیږلی او بالکل اسانه او د پوهېدو وړ دی، خو که څوک ورباندې د پوهېدو اراده ولري، که څوک یې په خلاصو سترګو او خلاص مغز زده کړه وغواړي ورسره مرسته کوي چې ورباندې پوه شي او همدارنګه، بې شمیره مفسرینو زیاتې هلې کړې او موږ ته یې اسانه کړی دی. پایله دا شوه چې یوازې یې په فقه، منطق، ګرامر او نورو بسنه وکړه، مسلمانانو د همغه « اقرا »، علم، قلم، کتاب او زده کړو په باب خپل مغزونه وتړل، د مغزونو د تړلو او قرآني او اسلامي علومو تشه داسې حالت ته ورسېده چې یو شمېر علوم یې له دیني علومو بیل کړل، لیک او لوست، یې بې اهمیته وبلل او د عام ولس او ښځو لپاره یې اړین ونه وبلل، دا د افسوس ځای دی چې اوس مسلمان ته نور درس ورکوي چې موږ به درسره د خوړو او ښوونکو د معاش مرسته وکړو خو تاسو مو ماشومانو ته تعلیم ورکړئ.
 
همدارنګه، مسلمانانو په نورو وختونو کې هم د نویو بدلونو په وړاندې مغزونه تړلي، لکه د هند یو شمیر زیاتو مسلمانو عالمانو د انګریزانو د راتګ په وخت د هغوی د راوړو تکنالوژیو، علومو او فنونو په وړاندې مغزونه وتړل، تحریم یې کړل، له مدرسو يې د تاریخ ان اسلامي تاریخ، جغرافیې، فلسفې، انګریزۍ، ادبیاتو، انجنیرۍ او نورو په وړاندې مغزونه وتړل، دوی رادیو اورېدل، او زیات نور ورته شیان تحریم کړل. خو اوس ګورو چې د منک په نامه وتلي عالم او مفتي، ډاکټر ذاکر ناییک، ډاکټر عمر سلیمان، ډاکټر یاسر قاضي او نور ګڼ شمېر دیني عالمان په انګریزي ژبه په یو تیوب کې په ملیونو خلکو ته اسلام تشریح کوي، خلک ورنه زده کړې کوي او زیات ایمان هم راوړي. علامه الفاروقي وايي د اسلامي دعوت لپاره انګریزي یوه ښه وسیله ده، ځکه زیات خلک ورباندې پوهېږي، خورا زیات دیني علمي مواد په انګریزي کې شته، همداسې نورې ژبې درواخله، د مرکزي اسیا په یوه هېواد کې په روغتون کې د طبي کتنې لپاره ناست وم، یوه ځوانه ښځه نېږدې څوکۍ ته راغله، په تیلیفون کې یې په روسي ژبه یوه ویدیو اورېدله، زه نه پوهېدم چې څه وايي خو د «صلی الله علیه والسلم» لفظ یې تکراراوه او دین یې تشریح کاوه، اوس د پخواني شوروي اتحاد په هېوادونو کې روسي د اسلام د رسولو لپاره تر هلې بلې ژبې زیاته اغیزمنه ده، نو باید مسلمانان مغزونه ونه تړي، فرصتونه وپېژني او ورنه ګټه واخلي.
 
د هند په هغه وخت کې که څه هم یو شمېر دیني علماوو لکه سرسید احمد خان رحمه الله او ملګرو یې زیاتې هڅې وکړې، چې مسلمانان وهڅوي د انګریز او د هغو د تسلط په وړاندې مناسبه کړنلاره غوره کړي، هغوی ویل چې دا ډول عکس العمل به انګریزانو ته ګټه ورسوي او مسلمانانو ته به د ګټې په ځای تاوان پېښ کړي، خو چا ورسره ونه منله. انګریزان وتوانیدل د هند حاکمه او روڼ اندې مسلمانه طبقه چې د مغولو له وخته له اعتباره برخمن وو، له ښکېلاک سره وران او د انګریز دښمنان شمېرل کیدل، سره وویشي، له هندوانو سره په مخالفت اخته او ګوښه کړي. د تحریمولو په پای کې زیاتو دیني مدرسو زده کوونکي داسې روزل چې یوازې په مسجد کې امامت یې کولی شوی، په دفتر، بازار او ټولنه او سیاست کې له اغیزمن کاره ولویدل، همدې نظر ساینس، ټولنیز علوم او نور له دیني علومو بیل کړل او اهمیت یې ورکم کړ، دا کار په نوره اسلامي نړۍ او منځنۍ ختیځ کې هم په یوه اوبل شکل وشو او همدې نظریې هغه اسلامي امت چې ستر تمدن یې د دیني  او ساینسي نورو علومو په ګډه مرسته رامنځته کړ، له رکود سره مخ کړ.
 
مسلمانانو همدارنګه، د زیاتو نورو مهمو مسئلو په هکله مغزونه وتړل. په دې کې د ژوندانه د نویو شرایطو، نویو تخنیکي او علمي پرمختګونو سره سم د نویو شرایطو لپاره په دین کې څېړنو، پنځونو او اجتهاد ته هم مسلمانانو مغزونه وتړل، دوی چې زیات وتلي علما نه لرل او ځکه نو ویرېدل چې که د اجتهاد لاره خلاصه پرېږدي، نو ځینې په بېلارې شي، خو حقیقت دادی چې همدا اجتهاد تل په یو یا بل ډول کېده. دا اوس هم ګورو، ځینو عالمانو ته مفتي وايي، د مفتي کار هم یو ډول اجتهاد دی، د دیني نصوصو په رڼا کې د خلکو مسئلو ته ځواب ورکوي او دا هغه څه دي چې امام اعظم ابو حنیفه یې د خپلې اجتهاد اصلي موخه بولي، نن هم له علماوو غوښتل کېږي چې د ښځو د کار او تعلیم په هکله شرایط او چاپېریال ورته تعریف کړي، همدا اجتهاد دی، زموږ امامانو خو هم د قرآن او سنت په بنا د ټولنې، دولتدارۍ او نورو په هکله څېړنې کړې دي او ستونزو او سوالونو ته یې حل لارې موندلې دي. دا سمه ده چې اجتهاد د هرچا کارنه دی، یوازې هغه عالمان باید اجتهاد وکړي چې وړتیا یې ولري، خو څوک ویلی شي چې ډاکټری یسوف قرضاوي د اجتهاد حق نه لري، نن سبا داسې زیات علما شته چې د اجتهاد صلاحیت لري او اجتهاد هم کوي. د مثال په توګه اروپا او امریکا ته زیات خلکو د نړۍ له مختلفو سیمو راغلي، هغوی هلته په نویو شرایطو کې د نکاح په وخت د ولي، د جمعې د لمانځه، له نورو مذاهبو او د هغو له فقهې سره چلند، د هغو سره په یوه اسلامی مرکز کې اوسېدلو او نورو ګډو مسئلو لپاره ګډو اجتهادي هڅو او حل لارو ته اړتیا لري اوس داسې فقه رامنځته شوې چې د ټولو مذهبونو څخه اړوند مسئلې پکې د مسلمانو عالمانو لخوا راټولې شوې دي. خو اصلي خبره داده چې باید دولتونه باید ورته شرایط برابر کړي، تر څو ورته علما وروزل شي.
 
قرآن او تړلي مغزونه
قرآن کریم زیات تاکید کوي چې انسانان او په تیره مسلمانان خپل مغزونه د حقایقو په وړاندې ونه تړي او په خلاصو سترګو او مغزونو د خلقت او کائناتو، خپلو نفسونو، د تیرو او اوسنیو امتونو تاریخ، فساد او ظلم، عدالت او توحید او نورو مسئلو ته وګوري. امام عمر سلیمان چې د اهل سنت والجماعت د څلورو امامانو سوانح بیانوی، وايي: امام ابو حنیفه رح له یوه عیسوي سره په کوفه کې چې د راز راز عقایدو او فلسفو مرکز و، په مناظره کې ویلي و، د قرآن نېږدې هره سوره په تعقل، تدبر او تفکر امر کوي او وچ مغزي او تړلی مغز منع کوي او ورته وايي چې هغه د هم په تحریف شوي خپل کتاب کې داسې څه وښيي.
 
 قرآن کریم موږ ته بیا بیا د تیرو امتونو، قومونو، زورګویانو، مظلومانو، موحدینو او پیامبرانو ټولې کیسې بیانوي تر څو ورنه پند واخلو، ایا قرآن د یسوف علیه السلام د وچکالۍ د بریالي ستراتيژیک او اوږدمهاله پلان یادونه نه کوي، تر څو ورنه زده کړو، خو آیا زموږ اسلامي خوځښتونو د پلان کولو او برنامه محوره سیاست په وړاندې سترګې او مغزونه نه دي تړلي، کله زموږ کوم دیني  شخصیت، ګوند او یا کوم پوهنتون د وچکالیو، د اقلیم د بدلون او ورته مسئلو په هکله کوم پلان جوړ کړی او یا اهمیت ورکوو. قرآن همدارنګه، د هغو کسانو په هکله چې د خپل اوسني دنیايي مقام، مال او قبیلوي ګټو لپاره خپل مغزونه تړي، له حقایقو سترګې پټوي او خپل فساد او ظلم ته دوام ورکوي، اسلام او دیني نصوص مسخره کوي، وایي چې الله تعالی هم د دوی په سترګو، غوږونو او زړونو پرده اچوي او دوی لکه ړانده، ګونګي او کاڼه داسې شي، چې حقایق نه شي درک کولی.
 
د رسول الله یارانو زیاته هڅه کوله چې تل په خپلو شخصي دریځونو شک وکړي، په حقایقو ځان پوه کړي، ویره ورسره وه چې قبیلوي، انډیوالي، کیش شخصیت او نور یې له رښتینې لارې او د رسول الله له منهجه منحرف نه کړي. د رسول الله په دې حدیث یې تل ټینګ عمل کاوه چې یو د بل لپاره آئینه وي، تر څو د مغزونو له تړلو سره مخ نه شي. حضرت عمر رض خو ویل چې هرڅوک زموږ تیروتنې راوښيي الله تعالی د ورباندې ورحمېږي، هغه ویرېده چې دی به د مسولیت په دوره کې خدای مکړه تیروتنه وکړي او ملګري به یې لحاظ وکړی، ورباندې به سترګې پټې کړي او له اصلي لارې به خدای مه کړه کوږ شي.
 
د مسلمانانو مغزونه د تاریخ په وړاندې تړل
که څه ټوله نړۍ مني چې د تاریخ د علم او فلسفې بنسټګر او پلار علامه ابن خلدون د قرآن حافظ، مسلمان عالم، سیاستوال او ټولنپوه دی، خو مسلمانان زیات له خپله تاریخه او تمدنه بې خبره دي، نه ورسره علاقه لري او نه ورنه زده کړه کوي. نو لکه چې پوهان وايي هغه څوک چې تاریخ نه لولي او ورنه زده کړه نه کوي تاریخ ورباندې بیا بیا تکرارېږي، موږ افغانان هم دادی تر یو څو لسیزو وروسته خپلې سیاسي تیروتنې بیا بیا تکراروو.
 
په بیت المقدس باندې مسلمانانو، یهودو او عیسویانو ټولو په مختلفو دورو کې حکومت کړی، خو خپله یهود تاریخ پوهان مني چې د دوی تر ټولو ارام او سوکاله وخت د مسلمانانو تر تسلط لاندې دوره وه، کوم بنسټیز بدلون چې اسلام د بشر په ژوند کې راواسته، د رومیانو او فارسیانو عامه وژنو په ځای یې بشر ته ترحم او عاطفه وښوده، ښځو ته چې د متاع په سترګه کتل کېدل لوړ انساني مقام یې ورته وړکړ، خو وروسته موږ له همدې ټولو غافله شوو، اوس سره وژنو او ځان نه شو اداره کولی.
 
د اسلام په روښانه تمدن کې له ام المومنین بي بي عایشې وروسته چې د تدریس حلقې لرلې او صحابه وو ورنه د قرآن او حدیث درس لوست، د هغې خبره ده چې که اسلام په لمړي سر کې په عقیدوي بنسټیزو مسئلو چې توحید، رسالت او د شریعت په مقاصدو تمرکز نه وی کړی او په فرعي او ظاهري مسئلو کې یې له تندۍ کار اخیستی وی، نو ځینو به له دینه مخ اړولی وی. د څو پېړیو په بهیر کې تر ۶۰ شپېتو زیاتې ښځې د احادیثو د تدریس، څېړنو او الاسناد په اړه برلاسې وې، خپله امام مالک د یوې ښځې د تدریس په درسي حلقه کې ناست دی، زموږ په هېواد کې هم فاضلې ښځې زیاتې تیرې شوې چې غوره مثالونه یې رابعه بلخي، زرغونه انا، نازو انا او نورې تیرې شوې دي خو کله چې رکود راغلي بیا موږ داسې فکر کړی چې ښځې ته د علم د زده کړې اړتیا نشته.  
 
د مغزونو تړل د سیاسي او ټولنیز کلتور څخه راپیدا کېږي
کشور محبوباني وايي: غربي کلتور داسې روڼ اندي روزلي چې نه غواړي په رښتیني دیالوګ کې برخه واخلي، له یوې خوا غواړي د بشري حقونو مدافعان ځان وښيي، خو له بلې خوا په هغه څه سترګې پټوي چې یا یې خپله بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او یا یې مرسته کړې چې نور دا کار وکړي. په بل عبارت غربي ټولنې په زیاته کچه دوه مخې او منافقې دي. خپله په تیوري کې منافقت او دوه مخې غندي خو په عمل کې ترټولو زیات منافقت لري. بله ستونزه یې داده چې دوی د خپلو خلکو د ژوند ښه کولو لپاره اوس رښتیني نه دي، په ظاهره شعار ورکوي، خو په عمل کې په تېره په امریکا کې فقیر ورځ تر بلې زیات بې وزله او بډای لانور بډای کېږي.
 
نو که سیاسي رژیمونه او خوځښتونه که هغه هره مفکوره ولري، د مسلمانانو په ګډون باید له دوه مخیتوب څخه ډډه وکړي. ځکه دوه مخي توب ښې پایلې نه ليري. که مسلمان چارواکي وايي: دوی د خلکو حکام نه بلکه خادمان دي، که د دوی رسول الله تعالی رحمته للعامین بولی، نو دوی هم باید په عمل کې د اوس وخت خلکو ته دا ثابته کړي. که الله تعالی فرمایلي چې باید د مسلمان په وړاندې متواضع وي، که د اسلامي نظام جوړولو ادعا لري، نو باید خلک یې له ورایه وګوري چې دوی کبر نه لري، رښتیا تواضع کوي، او د خپلو خلکو په وړاندې زغم لري. دا د هر هېواد لپاره رښتیا ده چې کله ټولنیز عدالت خوندي نه شي، د خلکو مشارکت خوندی نه شي، دوی باید له ځان سره دروغ ونه وايي او باید ومنی چې زر به یې کمپله ټوله شي.
 
په ټولنو داسې شرایط ورځي، چې خلک یې د خپلو ذهنونو، فکرونو، کلتور او ایدیالوژیو سره سم د نړیوالو، سیمه ایزو او ملي مسئلو، بدلونو او مهمو پېښو په هکله دریځ نیسي. دا دریځونه چې څومره د احساساتو، تنګ نظریو او ناروا ګټو، ایدیولوژیو او انحصاري پالیسیو، ویرې او تعصب تر اغیزې لاندې نیول کېږي، ناقص وي. مهمه منل شوې خبره ده چې تعصب د سړي سترګې ړندوي، کرکه موږ له واقعیتونو لیرې کوي او کیدی شي تور راته سپین او سپین راته تور ښکاره کړي. که داسې واقعات زیات شي چې کرکو ته لمن ووهي، نو دا  دریځونه هم زیات پلویان پیدا کړي، په ټول کلتور او عامه ذهنیت بده اغیزه وکړي، خلک نه پوهېږي چې له حده وزي، که پوهېږي هم خپلو کړنو او دریځونو ته پوله جوړوي او توجیه کوي یې. دا حالت په ټولو ملتونو او ټولنو کې د پېچلو لاملونو له کبله راتلی شي، همدا یې له صراط المستقیمه منحرفوي.
 
یو عالم وايي: د نړۍ زیات خلک تر ډېره په دریو ډلو ویشلی شو. لمړۍ ډله جاهلان دي. دا هغه ډله ده چې هر نوي څه ته که هر څومره د ټولنې د دیني او ملي ارزښتونو په تاوان وي، بې له ارزونې لمړیتوب ورکوي او قبلوي یې. بله ډله متحجرین دي او وچ مغزه خلک دي، دوی بیا هره نوې ښکارنده بې له ارزونې ردوي، خپل مغزونه ورته تړي او مثبت او منفي اړخونه یې نه ارزوي. دریمه ډله بیا هغه خلک دي چې نویو مسئلو ته د عقل، علم او تجربو په رڼا کې نظر کوي، ګټې او تاوانونه یې ټول ارزوي، بیا یې یا ردوي، یا یې قبلوي او یا یې ځینې اړخونه رد او ځینې قبلوي. د مثال په توګه، د انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو هم ګټې او تاوانونه شته، نو اوس یې رد کړو که یې تایید کړو، اسانه ځواب یې دا کیدی شي چې باید په احتیاط یې وکاروو، دقیقه ارزونه یې وکړو، له مضرو اړخونو لکه د غیراخلاقي فلمونو خپل خلک او په تیره بیا ځوان نسل وساتو خو په څېړنو، اړیکو نیولو، او نورو کې ورنه باید کار واخلو.
 
د مغزونو تړل داسې وي چې موږ واقعیتونه لکه چې دي ونه ګورو بلکه داسې ورته نظر وکړو چې موږ یې د خپل ناقص تحلیل، خپلو ګټو، ټولنیز او رواني حالت په بنا غواړو. دا په تولنیز او سیاسي کلتور اغیزه وکړي او هغه د زیات وخت لپاره دوام کوي او د خلکو په روح او روان پرده وغوړوي. دا آفت او ستونزه به پخوا وختونو کې زیاته ورو خورېده، خو د رسنیو او اړیکو د انقلاب او د انترنیټ نړیوالې شبکې په راتګ سره یې زیات سرعت غوره کړی. کله چې د یوه ملت له غرضه ډک تحلیلګران د خپل هېواد د کوم قوم، یا بل ملت په هکله په تلویزیون خبرې وکړي، د ځان دښمن یې وبولي، ورباندې ملنډې ووهي، په دې هکله کوم مشهور کس په کومه معتبره ورځپاڼه کې مقاله خپره کړي، او نور کسان یې نظر ونه ننګوي او ترسوال لاندې یې رانه ولي، د یوه ملت نه بلکه د یوه امت او تمدني ساحې ټول خلک چې هغه لولي او ورسره فرهنګي مشترکات لري تر اغیزې لاندې یې راځي. لکه د کشور محبوباني په قول د دې ښه مثال چې پورته هم یاد شو د ساړه جنګ په پای کې د « فرانسس فوکویاما » د « د تاریخ د پای » د مقالې خپرول و، چې ټوله غربي نړۍ یې تیر ایستله.
 
د دې قلم په اند  د تړلو مغزونو ستونزه مختلف پېچلي تاریخي، ټولنیز او سیاسي عوامل لري او په ټولو تمدنونو ورتلی شي، مسلمانان او په ځانګړي توګه افغانان هم ورنه کړیږي، په مسلمانانو هم کله چې د مغزونو د تړلو آفت او بلا نازله شوه، هرې ډلې او ټولنیز پارکي د ځینو ښکارندو په وړاندې خپل مغزونه وتړل، له نویو تحولاتو سره د ځان عیارولو هنر یې هیراو بې اهمیته یې وباله او ځکه نو له رکود سره مخ شول.
 
ښکاره ده په هره ساحه کې به زیات مسولیت یوه خاص ګروپ ته متوجه وي، چې په سر کې یې دولت راځي، او د دین په پوهه کې پړه یوازې په دیني عالمانو اچول ناسم کار دی، ځکه چې روحاني طبقه هم د ټولنې، دولت او ملت په بستر کې روزل کېږي، که غوره شرایط، علمی بحثونه، سیمینارونه، کتابخانې، علمي مراکز او امکانات ورته برابر شي ښکاره ده چې ښې لاسته راوړنې به ولري. دا کوم منطق دی چې د یوه ملت دیني عالمان د له دولت سره یو ځای ستر بنسټونه او د فتوی مرکزونه رامنځته کړی، او د بل ملت عالمان دې د نورو فتوی ته سترګې په لاره وي، دا په حقیقت کې ترټولو زیات په دولتي پالیسیو اړه لری. دا په ټولیزه توګه، د دولتونو، ملتونو، نخبګانو او هم دیني عالمانو ټولو د ذهني حالت د وروسته والي ښکارندويي کوي او ترډېره د سیاست او دولتونو د پالیسیو له کبله دا تورتم په مسلمانانو راغلی دی، ځکه پورته پاړکي په دولت او دولت په دوی اغیزه کوي.