مسلمانان او د مغزونو تړل
د مختلفو عواملو له کبله مسلمانانو دولتي چارواکو، سیاستوالو، روحاني قشر او د عصری علومو استادانو او محصلانو د خاصو شرایطو په بستر کې خپل مغزونه د یو شمېر حقایقو په وړاندې د تاریخ په اوږدو کې تړلي دي، دا لړۍ زښته اوږده ده او موږ دلته یوازې یو څو ته اشاره کولی شو. زما په اندې په دې موږ باید د سیستم له نظریې او د میکانیزمونو د شتون او یا نشتون مطالعه کولو څخه کار واخلو ځکه په شخصیتونو، ډلو او خاصو شرایطو زیات تمرکز زیات څه نه رازده کوي. په یوه ټولنه او پېچلو سیستمونو کې یې ښکارندې، خلک، دولت، د دولت پالیسۍ او د ملت مختلف ټولنیز پاړکي دریځونه نیسي، مغزونه تړي او یا یې حقایقو ته پرانیزي او هم یو پر بل او په خپل کلتور اغیزه کوي او کلتور بیا په دوی ټولو اغیزه کوي چې دا یوه پېچلې پروسه ده. که تاسو وګورئ، زموږ د همدې کلتوري اغیزو پایله ده چې د ملتونو، زموږ د ملت په ګډون د مخلتفو مفکورو لرونکي خلک حقایقو ته د مغزونو تړلو ورته عادتونه لري، ځکه کلتور هغه څه دی چې خلک او ګروپونه یې له ټولنې او ټولنه یې له خلکو اخلي.
د اسلام مبارک دین، علم، څېړنې او نوښتونه
مسلمانان هم وايي او ورباندې ویاړي هم چې زموږ د دین پیل الله تعالی د « اقراء »، « علم باالقلم»، « علم الانسان ما لم یعلم» او نورو مبارکو آیتونو کړې، علم، کتاب او قلم ته پام زموږ د دین له بنسټیزو موخو دي، الله تعالی د همدې علم له برکته انسان د ځمکې په سر خپل خلیفه وګرزاوه، شیطان یې وراټه ځکه د انسان خلافت او علم یې نه مانه. اسلامي تمدن د کاغذ، کتاب، کتابتون، بیت الحکمت، له نورو تمدنونو د علمي ژباړو، علمي بحثونو، علم الکلام، بیان، بلاغت، شعر او ادب، څېړنو، تفسیر، حدیث، طبابت، ساینس او طبیعي علومو، فلکیاتو، ریاضیاتو او الجبر او نورو مرکز شو. داسې شواهد شته او د نورو ادیانو او تمدنونو باوجدانه مورخین او پوهان هم ورباندې قانع دي، چې اسلام تر بل هر دیڼ او تمدن د علم پالنه کړې او د خپلې پاملرنې په مرکز کې یې قرار ورکړی دی.
اروپائیانو د رنسانس او ویښتیا الهام او پوهه له مسلمانانو زده کړل، مسلمانو عالمانو الجبر، کیمیا، فزیک، طبابت او نورو بنسټونه کېښودل، د هیستوریاګرافي یا تاریخ لیکلو او ټولنپوهنې علمي بنسټ په همدوی تربیه شوي علمي او څو بعدي شخصیت علامه ابن خلدړون کېښود، د یوه آلماني عالم او تاریخ پوه په قول دا مسلمانان وو چې د پوهنتون په شکل یې تدریس پیل کړ او نورې نړۍ ورنه زده کړل، د ابن الحیثم، ابن خلدون، ابن سینا، البیروني، سید جمال الدین افغان، مولینای بلخي او نورو علماوو د روزنې مرکزونه شول، خو چې مغزونه یې د نویو حالاتو او نویو بدلونو په وړاندې وتړل له تمدنه محروم، نورو ته محتاج او وروسته پاته شول.
د اسلامي تمدن په وخت په اندلس کې ۹ لکه کتابونه په یوه کتابخانه کې وو، چې دوه پردری برخه یې د ساینس، ادبیاتو، طب او نورو په باب وو خو په همغه وخت کې په پاریس کې ۹ زره کتابه هم نه وو (دا مطلب د امریکا په پوهنتون کې د نړۍ د تمدنونو په هکله له درسي کتابه اخیستل شوی)، خو وروسته داسې وخت راغی چې مسلمانان د مغزونو د تړلو او حقایقو ته سترګې نه غړولو له کبله د غفلت په خوب ویده شول او اسلامي امت اوس هم د دې علومو له کمښته کړېږي. دا ځکه چې مسلمانان د ښو داکټرانو، سیاست او اقتصاد پوهانو، د ستراتيژیکو پلانونو جوړوونکو، نړیوالې دیپلوماسۍ له کارپوهانو او متخصصینو، له داسې علماوو چې دیني علوم او عصري علوم او ساینس ټول زده کړي، محروم شول.
خبر یو چې د اسلامي تمدن د بریا یو ستر راز دا وو چې په لمړي سرکې یې د عقیدې او توحید تر څنګ نوښتونو او نویو ګټورو نظریو ته زیاته پاملرنه کوله، کله چې مسلمانانو په اوسني قرغیزیستان کې د چينایانو د کاغذ جوړولو یوه وړه فابریکه د لمړي ځل لپاره ولیده، په اهمیت یې پوه شول، نو په خورا اعزاز یې د فابریکې او کاغذ د صنعت څښتن سره له خپلې فابریکې بغداد ته واستاوه، او هلته یې په ټولو لویو اسلامي مرکزونو لکه بغداد، دمشق، سمرقند، بخارا، قاهرې او نورو کې د کاغذ او کتاب جوړولو ستر صنعت رامنځته کړ او ستر اسلامي تمدن یې وزیږاوه، ستر کتابتونونه یې رامنځته او د خلکو په مخ یې خلاص کړل، د بیت الحکمت د ژباړو، علمي بحثونو، څېړنو او پنځونو یو ستر مرکز یې په بغداد کې رامنځته کړ، د پخوانیو تمدنونو اثار یې عربي ته وژباړل، (ما په امریکا کې د نړۍ د تمدن په تاریخ کې چې د پوهنتونو یو درسي کتاب و، ولوستل چې د یونان، چین او نورو ملتونو پخواني تمدني اثار مسلمانانو وژباړل، خپله یې زیات څه ورزیات او اروپا ته ور انتقال کړل)، د کاغذ او کتاب صنعت هم اروپائیانو په صلیبي جنګونو کې له سیسلي ټاپو، اندلس او بیت المقدس څځه اروپا ته نقل کړ (ډاکتر یاسر قاضي)، هلته یې د چاپ ماشین ورزیات کړ، په څو کالونو کې یې شل ملیونه کتابه چاپ کړل، د اروپا رنسانس یې هم د اسلامي نړۍ د علومو به بنسټ رامنځته کړ. خو کله چې د یو شمېر پېچلو لاملونو له کبله چې د دې لیکنې له حوصلې پورته خبره ده، د مسلمانانو د مغزونو د تړلو او رکود وخت راغی، مسلمانانو د کاغذ او کتاب صنعت هېر کړ او د چاپ ماشین او صنعت یې هم تحریم کړ، نو رکود او سقوط یې حتمي شو (مراجعه وشي زما د تمدنونو ظهور او نزول ته کتنه) لیکنې ته په ویب پاڼو کې په دې لینک کې کتلی شی:
rasuli_a_azawal_uroj.pdf (afghan-german.net)).
د اسلامي هېوادونو د څو تیرو پېړیو دریځونه د علومو او نوښتونو په وړاندې
د مختلفو لاملونو له کبله لکه د ناکاره چارواکو نه پاملرنه، غلطې پالیسۍ او بې خبري د دې سبب شول چې زموږ د ساینس، ټولنیزو علومو، سیاست، تاریخ، جغرافیې، اقتصاد، سیاست او نورو عصري علومو زده کوونکو او استادانو او دولتي مسؤلینو مو بیا د دیني علومو او هغوی ته د اړتیا په هکله خپل مغزونه وتړل، داسې فکر یې وکړ چې دا یوازې د ملایانو او مدرسو کار دی او یوازې د اخرت په درد خوري او په دنیا اړه نه لري، خو خبر نه وو چې د خپل تمدن بیخ نړوي، ځینو شاعرانو مو په ملا ملنډې ووهلې، دین یې یوازې په مدرسه او جومات کې بند وباله، له دین سره یې واټن پیدا شو، په دې ترتیب د دین، ساینس، ټولنیزو او سیاسي علومو تر منځ یو غیر علمي توپیر رامنځته شو او ویل کېږي چې د اسلام دښمنانو دې واټن زیاتولو ته لمن ووهله او زموږ هغو کسانو چې اسلام او اسلامي علومو ته له یوې وړې کړکۍ ګوري، هم ورته تبلیغ وکړ.
ښکاره ده چې د عصروي علومو پلویانو په دولت کې نفوذ درلود او دولتي پالیسیو هم دا رنګ غوره کړ، روښانه ده چې د دې په وړاندې روحاني طبقې هم غبرګون وښود، په خواشینۍ سره د دیني او عصري علومو، ښوونځۍ او مدرسې تر منځ واټن پیدا شو، او په پای کې د مغزونو تړلو دې لړۍ او راز اړخونو یې مسلمانانو او د هغوی تفکر ته زیات زیان ورساوه. زموږ په ملت او نورو زیاتو اسلامي ملتونو کې د عصري علومو پلویان چې اسلام سم نه پېژني، په اروپا کې د کلیسا له کړنو او دهغو په وړاندې د سیکولر مفکورو تر اغیزې لاندې راغلل، خبر نه دي چې اسلام له عیسویت څخه خورا توپیر لري، عیسی علیه السلام ته د نظام جوړولو کوم کتاب نه وو ورکړ شوی او هغه هم بیا زیات تحریف شو، خو اسلام یو مکمل دین دی او د تحریف شوي عیسویت او د کلیسا له کړنو سره مقایسه او په هغه تله تلل یې ستره جفا ده. له همدې کبله مسلمانان نه توانېږي چې لاره ومومي.
نور بیا...
وروستي