آيا تاسې ډونلوډ کړئ؟ پښتیا

له ښه مرغه، پښتو ژبه کې ځينې انټرنېټي ډېکشنرۍ په ان لاين او اف لاين بڼو شته دي. دغه ډېکشنرۍ ګڼ شمېر ويي (کلمې) لري خو اړتيا پوره کوونکې نه دي. دغه ډېکشنرۍ او آپز له لسو کلمو ښايي يوې کلمې ته مانا پيدا کړي. مطلب دا چې ډاټابِسونو کې يې کم لغات ځای پر ځای شوي وي. که چېرې په ان لاين او اف لاين ډيکشنريو کې د کلمو لټون کوی نو د مطلب وړ  کلمې په کې نه موندل کېږي.  له دغه دیکشنريو وراېخوا، ګوګل ژباړن (ټرنسلټر) هم يو غوره نوښت دی، چې تر ډېره په کې د ژباړې او کلمو مانا برخه کې ستونزې حليږي. خو بيا هم د نورو ژبو په پرتله پښتو ژبه کې د ګوګل ژباړن، ژباړه کمزورې ده. هغه کار چې نور ژبو کې ګوګل ژباړن لپاره کېږي، پښتو ژبه کې نه شوی او نه ورته کېږي. 

پښتو ژبه کې د ټولو ډيکشنريو او آپلېکشنونو په پرتله، ګوګل ژباړن د ژباړې برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي، خو بيا هم ډېرې نيمګړتياوې او تېروتنې لري. ګوګل ژباړن هم د کلمو لغوي ماناوې او هم د جملو ګرامري جوړښت ډېر ځلې ناسم ژباړي. 

دغه ستونزو او نېمګړتياوو ته په کتو مو، د هېواد له نامتو ژبپوهانو، ليکوالو، ژباړنو او د ټېکنالوژۍ برخې مخښکو سره له سلا - مشورو وروسته د پښتيا په نوم د يو ان لاين موبايل آپ او وېب پاڼې پر جوړونې هوکړې ته ورسېدو او په عملي  ډول مو کار پرې پيل کړ. 

پښتيا څه ده او څه ډول کار کوي؟ 
پښتيا اوس وخت کې يوه انټرنېټي پاڼه او د انډرویډ موبايلونو لپاره آپ دی، چې نېږدې  وخت کې به يې  د ايفون موبايلونو لپاره IOs بڼه هم جوړه او پورته شي. 

د پښتيا لټون/سرچ داسې جوړ شوی دی، چې که چېرې پښتو، انګلېسي او دري کلمې، عبارت برخې او جملې په کې وليکل شي، نو روانه او کره ژباړه به يې تر لاسه شي. 

له نورو آپز، ډيکشنريو او ژباړن وېب سايټونو سره د پښتيا توپير
۱- پښتيا پر ليکه او اف لاين ډول کار کوي. هر کله چې ان لاین وی، نو نوې ورزياتونې به اپډېډټ کېږي او وروسته به يې په اف لاين بڼه هم ورڅخه ګټه پورته کېږي. 

۲- پښتيا د ګوګل ژباړن په ډول بډايه او پراخېږي. په دې مانا چې د پښتيا خپل کاري ټيم او په لسګونه دواطلب لېکوال او ژباړن هره ورځ په سلګونه کلمې، عبارت برخې او جملې ورپورته کوي. 

۳- داسې هېڅ پښتو کلمه به پاتې نه شي، چې پښتيا کې يې ژباړه او مانا شتون ونه لري. دا چاره موږ داسې کوو، چې د لټول شويو کلمو برخه کې ذخيره لرو. مطلب دا چې که چېرې يوه کلمه ولټول شي، خو مانا يې تر لاسه نه شي يانې پښتيا ته ور پورته شوې نه وي، نو  ډاټابِس يې پېژني او اړوند  ټيم ته يې ښيي، چې کلمې لټول شوې خو لا پورته شوې  او ژباړل شوې نه دي. وروسته اړوند ټيم وړانديز شوې کلمې ژباړي او پورته کوي يې. 

۴- پښتيا کې د کلمو د کلمه په کلمه ژباړې ترڅنګ، د کلمو پېژند (تعريف) او په اړه يې لنډه تشريح هم وړاندې کېږي. که چېرې کومه وېب پاڼه کې اړوند کلمه ژوره تشريح شوې وي، نو د ليکنې تړونی يا لېنک يې هم تر لاسه  کولی شئ. 

۵- پښتيا وېب پاڼه او آپ داسې جوړ شوي، چې کارونه يې ساده او لټون يې د سترګو پر وړاندې دی. کارن يې اړ نه دي، چې  په کې سرګردانه او ورک شي. 

۶- د پښتيا بله ځانګړنه دا ده، چې د افغانستان په کمزوري اڼترنېټ هم چټک کار کوي او ژر په کې لټون کېږي. 

دغه ځانګړنې لومړنۍ دي؛ د فېسبوک، واټس آپ او نورو معتبرو اپز په ډول به پښتيا هم آپډيټ کېږي، نوې ځانګړنې او آپډېټ به په کې کېږي. 

څه ډول پښتيا ته لاس رسی پيدا کولی شئ؟ 
خپل انډرویډ موبايلونو کې پلېسټور ته لاړ شئ، په انګلېسي pakhtia ولېکئ او ډونلوډ (ښکته) يې کړئ. 

پښتيا تاسې ته ډېره اړتيا لري
- تر ټولو لومړۍ د پښتيا د بډاينې لپاره ستاسې معنوي او علمي مرستې ته اړتيا ده. وړ کسان کولی شي، چې په دواطلب ډول پښتيا سره کار وکړي؛ کلمې وژباړي، تشريح يې کړي، سمې او ناسمې بڼې يې په ګوته کړي. 

- دويمه برخه کې هغه افغانان او علم پروره، چې اقتصادي وضعيت يې ښه دی، پښتيا سره مالي مرستې کولی شي. د دوی په مالي مرستو پښتيا ځانکړې کسان ټاکي، چې هره ورځ به زرګونه کلمې دغه آپ ته پورته کوي او پښتيا به غني کوي. دې سره به داسې کلمه پاتې نه شي، چې پښتيا يې خپله لمن کې ونه لري او له بلې خوا، ګڼو وروڼو او خويندو ته په کې د کار زمېنه هم برابره شوې وي. 

پښتيا سره اړيکه 
د معنوي او مالي لاسنېوي لپاره موږ سره اړيکه کې شئ. 
ګرځنده موبايل: 0766900007
واټس آپ شمېر: 0766900007     -  79168027112+
برېښناليک: mdweyal@gmail.com