پنځلس هوښیارانه کارونه، چې د بریالیو کسانو ورځنی عادت دی  

کله چې د بریا په اړه فکر کوو، د ایلان ماسک، سټیوجابز، بېل ګېټس او لري پېج په نامه د پیاوړو او غښتلو کسان څېره زموږ په ذهن کې انځورېږي، د دې کسانو بریا دومره له شوره ډکه ده، چې د بریا د رښتینو دلایلو پیدا کول یې د سردرګمۍ سبب ګرځي، واقعیت دا دی، هغه کارونه، چې بریالي کسان یې هره ورځ ترسره کوي، کوچني خو هوښیارانه کارونه دي. د دې لیکنې په دوام په هغو پنځلسو کوچنیو، خو هوښیارانه کارونو باندې رڼا اچول کېږي، چې بریالي کسان یې هره ورځ ترسره کوي. 

۱ـــ بریالي کسان سهار وخته را ویښېږي
د فیاټ او کرایسلر عامل مدیر سرجیو مارچیونه شاوخوا درې نیمې بجې را ویښېږي، ترڅو د اروپا د معاملو بازار ته لاسرسی ولري. 
د اپل شرکت عامل مدیر، خپل فعالیت د سهار څلور نیمې بجې پیلوي. د جنرال الکتریک عامل مدیر جفري ایملټ، د خپلو ورځنیو کارونو د ترسره کولو لپاره د سهار پنځه نیمې بجې له خوبه را ویښېږي. 

۲ ـــ په موخه لرونکو کارونو باندې تمرکز کوي
«په اوونۍ کې څلور ساعته کار» د کتاب لیکوال ټیم فریس په باور، په آرامه او هوسا توګه پرمخ لاړ شئ او دا په یاد ولرئ: د ډېرو بې موخو کارونو ترسره کول، په ژوند کې ډېر زیات توپیر نه رامنځته کوي، ډېره بوختیا د روحي لټۍ یوه بڼه ده. 

۳ ـــ له غوره کاري ټیم څخه ګټه واخلئ
د باسکټبال د مشهور ټیم روزونکی فیل جکسن وایي: د ټیم ځواک په ټولو غړو پورې تړلی دی، د هر یوه غړي ځواک په ټیم پورې تړلی دی. 
یو بریالی کس، چې په دې موضوع باندې پوهېږي، هڅه کوي، چې له هغو کسانو سره ناسته پاسته وکړي، چې د هغه بشپړونکي واوسي. 

۴ ـــ په کوچنیو کارونو او دوامداره پرمختګ باندې تمرکز کوي
 هرومرو مو اورېدلي دي، چې تاسو نه شئ کولای، په یو واري یو بشپړ پسه وخورئ، باید هر ځل یوه برخه یې وخورئ. 
هنري فورډ وایي: هېڅ ستونزمن کار نه شته، که چېرې هغه په کوچنیو برخو باندې ووېشئ. 

۵ ـــ هغوی د ذهني آرامتیا تمرین کوي 
د ذهني آرامتیا په اړه اوپرا وینفري وایي: «دا کار حیرانونکې پایلې لري: ښه خوب، د خپل ژوند له شریک، اولادونو او همکارانو سره ښه اړیکه. هغه کسان چې په تېر کې له نیم سرۍ څخه کړېدل، دمګړۍ ښه دي، په پای کې، د ژوند په ټولو چارو کې ډېر ګټورتوب او خلاقیت.»
بریالي کسان د ذهني آرامتیا د تمرینونو د ترسره کولو لپاره وخت ځانګړی کوي. د Def Jam شرکت عامل مدیر ښاغلی رسل سیمونز وایي: مډیټیشن یا پرمختللي ذهني او روحي تمرینونه، زما په ژوند کې د ژورو بدلونونو سبب شول. 

۶ ـــ په خپل ځان باندې پام کوي
منظم بدني تمرینونه، نه یوازې له جسمي روغتیا سره مرسته کوي، بلکې له اروایي پلوه هم مرسته کوونکي دي. د سټاورډ ځنځیري هوټلونو رییس فریټسن ون پاسچن، د اوونۍ شپږ ورځې د سهار له شپږو بجو څخه منډې وهل پیلوي او د ۱۶ کیلومټرو په اندازه منډې وهي. 

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما، هره ورځ پنځه کیلومټره منډې وهي یا ۴۵ دقیقې ورزش کوي او د خپل بدن سلامتیا ته ډېر زیات ارزښت ورکوي. 

۷ ـــ هغوی متوازن ژوند لري 
د ژوند ارزښتمنو لاسته راوړنو ته د لاسرسي لپاره، باید د ژوند په ټولو برخو کې توازن رامنځته کړئ. بریالي کسان د پیسو په ګټلو، له ملګرو او دوستانو سره په وخت تېرولو او د شخصي کارونو په ترسره کولو کې ډېر زیات متوازن دي او خپل حد و حدود مراعاتوي.
 
۸ ـــ د مثبت فکر لرونکي دي
شاون اچور «د خوشاله اوسېدو ښېګڼې» تر عنوان لاندې خپل کتاب کې وایي: د پوهانو وروستۍ څېړنې څرګندوي، هغه ډاکټران (روغتیا پالان) چې د ناروغ  له معاینې (کتنې) وروسته، پرانیستې او مثبته روحیه ولري، د هغو ډاکټرانو په پرتله، چې په عادي وضعیت کې دي، ډېره فکري وړتیا او ښه تشخیص تجربه کوي، په همدې خاطر د نورو ډاکټرانو په پرتله شل سلنه دقیق او چټک تشخیص لري. 
بریالي کسان تل نیم ډک ګیلاس ویني او ډېر زیات خوشبین دي. 

۹ ـــ هغوی د خپل پرمختګ بهیر ارزوي
اوپرا وینفري او جي کې رولېنګ  ټول دغه بریالي کسان هره ورځ د خپل ځان په اړه خپرونې تعقیبوي، هغوی کولای شي، چې خپل پرمختګ وارزوي، خپلې راتلونکې موخې وټاکي، له خپل ځان څخه تر ټولو غوره غبرګون ښکاره کړي او له خپلو تېروتنو څخه زده کړه وکړي. بریالي کسان دې درک ته رسېدلي دي، چې د سترو کارونو د ترسره کولو لپاره طرحې او نقشې ته اړتیا لري، کله وخت همدا مجلې یا د یاددښتونو کتابچه یې، هماغه د اړتیا وړ نقشه ده. 

۱۰ ـــ هغوی په خپله بریا رامنځته کوي 
بریالي کسان دې درک ته رسېدلي، چې باید د خپلې بریا پر وړاندې ځواب ویونکي واوسي او په دې باندې پوهېږي، چې په ناڅاپي ډول دې ځای ته نه دي رسېدلي، هغوی ښه پوهېږي، چې بریا ته د رسېدو لپاره، باید په سم تګلوري باندې ګام پورته کړي. 
ناپیلیون هېل په خپل کتاب «فکر وکړئ او شتمن شئ» داسې وایي: 
تاسو د خپل برخلیک خان یاست، تاسو کولای شئ، ژوند مو لکه څنګه مو چې زړه وي، جوړ کړئ. 

۱۱ ـــ له بریالیو دوستانو سره تګ راتګ لري
د جیم رون په باور، ستاسو ژوند د پنځو کسانو د ژوند پایله ده، چې له هغوی سره تر ټولو ډېره زیاته اړیکه لرئ. بریالیو کسانو دا موضوع  په ښه توګه درک کړې ده، په همدې خاطر ده، چې تل له کارپوه مشاورینو او نورو بریالیو کسانو سره په اړیکه کې دي. سټ ګوډین په «قبیلو» نومي کتاب کې لوستونکي دې ته هڅوي، ترڅو خپله قبیله پیدا کړي او خپل ژوند ته بدلون ورکړي. 

۱۲ ـــ هغوی د نورو الهام بښونکي دي
د اپل شرکت پخواني عامل مدیر سټیوجابز هڅه کوله، چې له نورو سره مرسته وکړي، ترڅو خپل خلاقیت دود کړي. 
د سټیوجابز په باور: 
خلاقیت یوازې څیزونه له یو بل سره نښلول دي، کله چې له یوه خلاق فرد څخه وپوښتئ: «څه ډول څیز دې رامنځته کړی دی؟» هغه د ګناه احساس کوي، ځکه چې واقعاً کوم ځانګړی کار یې نه دی ترسره کړی. 
 
۱۳ ـــ د خپلې هرې ورځې لپاره پروګرام جوړوي
د Fueled عامل مدیر رامېټ چاوله په دې باور دی، چې د ورځني پروګرام لرل، فرد ته دا شونتیا ور په برخه کوي، چې خپل کارونه لومړیتوب بندي کړي او په مهمو کارونو باندې ډېر زیات تمرکز وکړي.    د ورځې، اوونۍ یا میاشتې په اوږدو کې په یوې مشخصې پروګرام جوړونې سره، په ښه او غوره بڼه به د بریا په لور حرکت وکړئ. 

۱۴ ـــ د جزئیاتو په ذکر کولو سره بشپړ پروګرام لري 
د امریکن اکسپریس عامل مدیر کنټ چینالټ، مخکې تر دې، چې خپل کاري دفتر پرېږدي، نو د بلې ورځې د مهمو کارونو درې موارد د یوه کاغذ پرمخ یاددښت کوي، له دې وروسته خپله ورځ د دندو په لېست سره پیلوي. 

۱۵ ـــ بهانې نه کوي او خپل وخت بېځایه نه تېروي
بریالي کسان د بښنې او بهانې په لټه کې نه دي، هغوی د کړنو خلک دي او سخته کارونه د سهار په لومړیو کې ترسره کوي.