(سورة المائدة، ۵۷ آيت)؛ کافران مو ملګري نه دي؛ د بوش، اوباما، ټرمپ او جوبايډن ملګرتيا مو ولېده؟ 

لوی خدای (ج) د سپيڅلي قران کريم په سورت المائده، ۵۷ مبارک آيت کې په څرګنده فرمايلي دي، "يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتٰبَ مِن قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَآءَ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
ژباړه: اې مؤمنانو! ستاسې څخه د مخکنېو اهل كتابو كومو خلكو چې ستاسې دين د ټوكو او سات تېري مورد ګرځولى دى، هغوى او نور كافران خپل دوستان او ملګري مه نيسئ. د الله څخه ووېرېږئ، كه مؤمنان ياست."

پورته د سپيڅلي قران کريم حکم دی، چې کفارو سره دوستي او ملګرتيا مه کوئ او دوی ستاسې دوستان نه شي جوړېدلی. اسلام مبارک دين کې امر او نهي دواړه د ملسمانانو دنيوي او اخروي ګټو لپاره دي. که چېرې د يو کار د تر سره کولو ويل شوي او که چېرې له يو کاره د منع ويل شوي، نو حتمي په  کې د مسلمانانو ګټه ده. 

له اسلامي ليدلوري را وروسته، که په سياسي ليدلوري کې هم وکتل شي، نو اوس وخت کې د نړۍ هېوادونو ته تر ټولو نېږدې او مهم څيز، د دوی ملي ګټې دي. د انسانيت او انسان پالنې ادعاوې پروژې دي. په ځانګړي ډول له هغې ورځې چې امريکا د نړۍ هژمون ځواک جوړ شوی دی، نو له هېڅ کفري او اسلامي دولت سره يې رېښتنی سياست نه دی کړی  او نه يې ور سره دوستي پاللې ده. 

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر مياشتې سناريو امريکا جوړه کړه، ستونزه د القاعده او امريکا ترمنځ، يا په رېښتنې بڼه او يا هم د سياسي لوبې په څېر وه، خو قرباني يې په کې افغانستان او افغانان کړل. د سپتمبر ۱۱مې پېښه کې رېښتيا - دروغ شااوخوا درې نيم زره امريکايان ووژل شول، خو امريکا د هغې پېښې را  وروسته، چې په افغانستان بريد وکړ، سلګونه زره افغانان يې، مستقيم او غير مسقيم قرباني کړل. 

ژور افسوس پر هغه سياسي مشرانو او عامو افغانانو دی، چې د سياسي پوهې سره - سره يې د امريکا پر شيطانۍ پوهه نه شول. د امريکا ژمنې او دوه مخي يې دروند حقيقت ګڼلو. دوی په امريکا پورې ځانونه تړل او پر امريکا يې له ځان ډېر باور وو. سياسي څېرو ور سره د خدای ج د حکم خلاف ملګرتيا او ځيني نورو افغانانو ور سره ماموريتونه کول. هغوی چې امريکايانو سره دندې تر سره کولې، دليل يې دا ويلو، چې دوی امريکايانو سره د پيسو لپاره کار کوي او خپلې ګټې تر لاسه کوي. د دوی شمېر تر يو لک زيات نه وو؛ خو د افغانستان مېليونه وګړي امريکايانو سره نه وو او نه هم امريکا ډالر ورکول؛ ژوندي هم پاتې شول او له لوږې مړه شوي هم نه دي. 

بوش يې جګړه پيل کړه، اوباما يې جګړه تعقيب کړه، ټرمپ يې د جګړې بڼه بدله کړه او جوبايډن يې غچ اخېستل شروع کړل. دوی کې کوم يې د افغانانو ملګری او خواخوږی شو؟ د خدای ج د څرګند حکم او د امريکا د بار - بار تجربه شوي شيطاني سياست سره - سره، يو شمېر افغانان اوس هم د امريکا دوستي نه خوشي کوي. د ديموکراسۍ، بيان ازادۍ، ښځو حقونو، پرمختګ، بيارغونې، زده کړو او لسګونو نورو نومونو باندې د امريکا د پردې تر شا د شيطاني سياستونو ملاتړ کوي. 

امريکا له هېڅ انسان او مسلمان سره وفا  نه کوي. هغوی چې امريکا سره يې ماموريت کړی او هغه سياسي څېرې چې امريکا په لاس کې نېولې او پناه يې ورکړې، ډېر ژر به د امريکا د منافقت مزه وڅکي. له افغانستانه د سلګونه زره افغانانو اېستل او امريکا کې په غوړو امتيازونو مېشت کول، په دې پار نه دي، چې  امريکا افغانانو سره همدردي  او زړه سوی کوي، دې کې امريکا موخې لري او له ګټې اخېستنې وروسته به يې داسې وغورځوي، څه ډول چې  استفاده شوي توکي کثافتو ته اچول کېږي. 

د امريکا څرګند منافقت دا دی، چې نېږدې سل زره افغانان او کورنۍ يې ځان سره د بشر پالنې په نوم، په دې نوم چې افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي، امريکا ته وړي، خو د نېږدې ۳۸ مېليونه افغانانو حقه حق، چې د ولس پيسې دي، نيسي او پر خپلو وګړو يې ويشي. د امريکا د بنديزونو، د امريکا د جګړې، د امريکا د چاپو وهنې او د امريکا د يرغل له امله که افغانان مري او تلف کېږي، نو بشر پالنه نشته، خو که د اسلام  مبارک دين په رڼا کې، اسلامي شريعت پلی کېږي او د افغان ملت جوړونې په پار ملت جوړونه کېږي، نو د امريکا  او متحدينو چيغې په کې د بشري حقونو وي. 

د امريکا د اقتصادي بنديزونو له امله همدا اوس په مېليونه افغانان بد اقتصادي وضعيت کې دي. امريکا په سپين سترګۍ د خپلې شرمناکې ماتې غچ اخلي او له اوسني حکومت داسې تعامل غواړي، چې بيا په کې د افغانانو وينې وڅښي. 

د افغانستان د پيسو ګنکل او بيا يې يوه برخه پر امريکايانو وېشل، د امريکا د ناروا زورواکۍ او د افغانستان په جګړه کې د رېښتنې ماتې ښکارندوي کوي. 

لوږه دې وي، اقتصادي ستونزې دې وي، خو خپلواکي دي او د امريکا د يرغل سيوری دې لېرې او ورک وي.