د ژغورنې کمېټه: افغانان لا هم له سختې لوږې او قحطۍ ځورېږي

د ژغورنې نړیوالې کمېټه وايي افغانان اوسمهال له سختې لوږې او قحطۍ ځورېږي او هغه راپورونه تاییدوي چې په افغانستان کې خلک له لوږې سره د مبارزې لپاره د خپل وجود غړي پلوري.
د يادې کمېټې مشر ډېوېډ مېلېبند د امریکا کانګرس ته خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له بېوزلۍ ځورېده او لوړه سلنه وګړو یې د فقر تر کرښه لاندې ژوند کاوه.
 نوموړي ويلي چې افغانستان له دې مخکې هم د خورا بېوزله هېوادونو په کتار کې وو، بېوزلي شپږ میاشتې مخکې هم وه، خو اوس لوږه هم ورسره یو ځای شوې ده
میلیبند وایي دی هغه راپورونه تاییدولی شي چې په افغانستان کې خلک له لوږې د خلاصون په موخه د خپل وجود غړي پلوري.
ددې کمېټې مشر پر امریکا او نورو نړیوالو غږ کړی چې پر افغانستان اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او اجازه ورکړي چې موسسات، شخصي کمپنۍ او ملکي ادارات ازاد مالي او اقتصادي فعالیتونه ترسره کړي.