ملګري ملتونه د افغان لادرکه شویو ښځو خوشې کول غواړي

روهي( پنځه نۍ، ۲۱ سلوغه ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي، د افغانستان له سرپرست حکومته یې غوښتي چې نیول شوي ښځینه مدني فعالانې خوشې کړي.
هغه تیره شپه په خپلې ټوېټر لیکلي:"زه په افغانستان کې د لادرکه شویو ښځینه فعالانو د هوساینې په اړه په ډیر اندیښمن یم."
ده زیاته کړې، له ط.البانو په جدیت غواړي چې د هغوی ښځینو مدني فعالانو امنیت خوندي کړي تر څو بیرته خپلو کورونو ته ستنې شي.
ط.البانو د غو ښځو د نيولو خبر رد کړی او ويلي يې دي چې په دې اړه پلټنې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې یوناما، متحده ایالتونو، جرمني، هالنډ او ځینو نورو ادارو او هېوادونو هم د یادو ښځینه فعالانو په اړه اندیښنه ښودلې ده.