روهي ( پنځه نۍ، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۰): د لوړو زده کړو وزارت تیره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت رهبري د دولتي پوهنتونونو ټولو هغو استادانو ته د بېرته راتګ بلنه ورکوي، کوم چې په دې وروستیو کې له هېواد څخه بهر تللي دي.
سرچینې لیکلي ، دغه وزارت ژمنه کوي چې د یادو استادانو به هر اړخيزه معنوي او اقتصادي ملاتړ وکړي او د پخوا په څېر به ټولې اسانتیاوې ورته چمتو کړي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د نوي نظام له جوړېدو وروسته له هېواده په سلګونو د پوهنتونونو استادانو وتلي دي.
وروستي