د امریکا پراختیايي ادارې افغانستان کې ځینې کارونه پیل کړي

روهي (پنځه نۍ، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۰): سیګار لیکلي چې د امریکا پراختیايي ادارې تېرو درېیو میاشتو کې افغانستان کې غیر بودیجوي ځینې فعالیتونه د دغې ادارې مدیریت لاندې پیل کړي دي.
افغانستان کې پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې تېره ورځ ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا پراختیايي ادارې له قوله لیکلي چې امریکا ټولې بودیجوي مرستې چې د افغانستان مخکني حکومت له خوا کنټرولېدلی پای ته رسېدلي او یا ځنډېدلي دي.
د یادونې وړ ده ې یادې ادارې په تېرو دوه لسیزو کې په میلیاردونو ډلر د افغانستان پراختیا او ښې حکومتولي په برخه کې لګولي دي.