ابوظبي کې افغان کډوال: امریکا مو پر لېږد کې بې پروايي کوي

روهي (۲۱ سلواغه ۱۴۰۰) د متحده عربي امارتو په ابوظبي کې سلګونو هغو افغان کډوالو لاریون کړی چې په امریکايي کېمپونو کې له میاشتو راهیسې بې برخلیکه دي.
د لاریون والو په خبره، د ځینو کډوال ان شپږ میاشتې کېږي چې د ابوظبي په کمپونو کې پراته دي خو تر اوسه کوم هېواد ته نه دی اېستل شوي.
د دوی په وینا. سندونه هم لري خو بیا هم امریکا یې په لېږد کې بې پروايي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کسان د قطر په کېمپونو کې هم بې برخلیکه پراته دي.