سره توپير يې کړئ؛ جمهوريت او افغانستان کې تېر (۱ او ۲۱ - جمهوريت) 

انګلېسي ورته Republic وايي او کلمه يې لاتينه رېښه لري چې له  res publica راخېستل شوې ده او لاتين کې  res publica ولسي چارو يا public affair ته وايي. پښتو کې ورته ولسمشريزه او جمهوريت او دري ژبه کې ورته جمهوري وايي. د جمهوريت تعريف داسې کېږي، چې د حکومت هغه ډول دی، چې ملي حاکميت او اصلي ځواک د ولس او يا هم د ولس د ټاکل شويو استازو په لاس کې وي. 

لويه کې د جمهوريت څو ځانګړنې: 
- ملي حاکميت او اصلي سياسي ځواک د ولس سره وي او حکومت ته مشروعيت د ولس له خوا ورکول کېږي؛ 
- ولس بيا همدا ځواک/قدرت د ټاکنو له لارې خپلو استازو ته سپاري او د ولس ګټو په خونديتوب ورڅخه خوند اخلي او تر سره کوي يې؛ 
- ټاکل شوي استازي، (ولسمشر، لومړی وزير، وکيلان، ښاروالان، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي...)  ټول هېواد او وګړو لپاره کار کوي، نه يوازې يوې ځانګړې ډلې، قوم، ګوند، ټلوالې او نورو ته. 
- قانون د يو هېواد پر ټولو وګړو پرته له توپيره يو شان پلی کېږي؛ 
- خلک مدني ازادۍ لري او د قانون په چوکاټ کې له ژوند خوند اخلي؛ 
- حکومت پر ولس د هرې ناخوالې، ناامنۍ، زورزياتي او ستونزې پر وړاندې مسوول وي؛ 
- د خلکو حقوق د يو ليکل شوي اساسي قانون په چوکاټ کې ساتل کېږي. 

د جمهوريت پورته ځانګړونو په پام کې نېولو سره افغانان هم د جمهوريت ملاتړي له پېړيو راهيسې دي او اوس کې هم د افغانستان د نظام ډول جمهوريت غواړي. په ډېر کم شمېر افغانان به وي، چې دوی په خپل سياسي فکر کې د جمهوريت پر ځای د ميراثي، ديکتاتور او د حکومت بل ډول ملاتړي وي. 

افغانستان کې د تېر حکومت په سقوط سره د خلکو ترمنځ د جمهوريت او اوسني حکومت (طالبانو) په نوم بېلتون کيږي. اسلامي امارت ته طالبان او تېر حکومت ته جمهوريت ویل کېږي. دلته غواړم چې له ۲۰۰۱ز کال تر ۲۰۲۱ز کال پورې افغانستان کې چې حکومت وو، د جمهوريت هېڅ ځانګړنې يې نه درلودې، خو په کې کسانو ځانونه د جمهوريت په نوم پټول. تېر په  اصطلاح يا So-called جمهوريت کې جوړښت جمهوري نه وو. په دې پار چې د جمهوريت داعې ته مو کار کړی وي نو د جمهوريت له نوم، چوکاټ او جوړښت څخه تېر شل حکومت په اصطلاح (۱ او ۲۱ جمهوريت) بايد بېل کړی شي. 

له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې حکومت (۱ او ۲۱ په اصطلاح جمهوريت) پورته ځانګړنې چې د جمهوريت برخه کې وړاندې شوې نه درلودې. 
- ملي حاکميت ولس سره نه بلکې د بهرنيو هېوادونو او د هغو پيرو څېرو سره وو؛ 
- ټاکنې پر درغليو، فساد، زورواکۍ، پيسو او لاس وهنو ولاړې وې؛ 
- د قانون پلې کېدنه توپيري او امتيازي وه؛
- بيان ازادي محدوده وه؛ هغوی ازاد وو چې د زورواکو  او په واک کې د شته ملاتړ يې کولو او تر شا يې غښتلې نورې ډلې او څېرې وې؛ 
- پر ولس اور بل وو، خو د جمهوريت په نوم حکومت کې غوړ کسان په کې بې خبره او بې ځوابه وو؛ 
- تر ټولو سترې معاملې پر اساسي قانون وې او قانون د کاغذ پر مخ پاتې وو. 

دلته اوس په کار دا ده، ټول هغوی چې افغانستان کې  د يو جمهوري نظام هيلې لري، نو بايد جمهوريت له تېر حکومت او بڼې جدا کړي. تېر شل کلن نظام ته کې زماني ځانګړنه ورکړل  شي او د تېر جمهوريت پر ځای ورته په اصطلاح ۱ او ۲۱ جمهوريت وويل شي، نو په لويه کې د جمهوريت نظريه به د تېر حکومت په چټليو نه ککړيږي.