تړلي مغزونه او له بدلونو سره ځان نه عیارول د تمدنونو، ملتونو او خوځښتونو زوال راولي -لمړۍ برخه

سریزه
دا لیکنه د سنګاپور هېواد یوه نړیوال پېژندل شوي تحلیلګر، لیکوال او دېپلومات کشور محبوباني د نوي کتاب چې، « د آسیا یو ویشتمه پېړۍ» نومیږي، په بنیاد تیاره شوې ده. کشور محبوباني د سنګاپور هېواد په ملګرو ملتونو کې پخوانی خاص نماینده، د هغه هېواد د بنسټګر او لمړي پخواني صدراعظم « لي کوان یو» په نامه د ستراتيژیکو مطالعاتو او عامه پالیسیو د مرکز رئیس او د پوهنتون استاد دی. ښاغلي محبوباني د تمدنونو په تېره د غربي تمدن او په اوس وخت کې د اسیايي اقتصادي عظمت په هکله یو پېژندل شوی لیکوال دی او څېړونکی دی، یاد کتاب یې په یوه ورځ کې په زرهاوو ځلې دانلود شو.
 
ماته د هغه کتاب او خبرې زموږ د هېوادوالو په تیره هغو کسانو ته چې د هېواد په هکله فکر کوي، مهمې ښکاره شوې او دا لیکنه مې ورباندې تیاره کړه. هیله مې داده چې ګران لوستونکي او افغان ملت او چارواکي دې سوچ ته راوبولي چې: (۱) په تیر تاریخ او نن زمانه کې څنګه تمدنونه او ملتونه له فکري او تمدني رکود سره مخامخ شوي او یا اوس ورسره مخامخ کیدی شي، (۲) زیات امکان شته چې د رکود او په ټپه ولاړ حالت لاملونه هغه غفلت وي چې له سترو بریاوو تر لاسه شوي وي، (۳) د ټولنو او ملتونو د رکود او په ټپه ولاړ حالت تشخیص او لاملونه یې وپېژني، (۴) دا توان ومومي چې څنګه له جیو ستراتيژیکو او جیوپولیټیکو بدلونونو لکه د نویو نړیوالو شرایطو او نویو لوبغاړو له ظهور سره رابرسیره کیدونکي ننګونې وپېژني او ورسره ځان عیار کړی شي، (۵) له نورو بدلونو که طبیعي او یا انساني عوامل ولري لکه د اقلیم د بدلون او وچکالیو سره په مناسبه توګه ځان عیار کړی شي، (۶) له نویو تکنالوژيکي او صنعتي نوښتونو سمه ګټه واخلي، تر څو له مختلفو حالاتو سره ځان عیار او له رکود سره مخ نه شي، همدارنګه، (۷)  ننګونې وپېژني او په فرصتونو یې بدلې او د غوره پلانونو په مرسته یې په عمل کې پلي کړي. د تمدنونو او ملتونو د ویښتیا،  غفلت او رکود دا مورخ او شنونکی د غربي تمدن د ظهور، مړاوي کېدو، د هغو په یو شمېر لاملونو او په آسیا کې یو ځل بیا د سترو قدرتونو د سر راپورته کولو په هکله یو شمېر مهمې څرګندونې لري.
 
دلته موخه داده چې موږ د مغزونو د تړلو ستونزه راوسپړو، د ملتونو او تمدنونو د بدلیدونکو نړیوالو راز راز شرایطو سره ځان عیارولو  مسئلې درک او ورباندې عمل وکړ. دلته باید وګورو که امریکا او غربي نړۍ له دومره زیاتو فکري مرکزونو او د ستراتیژیکو مطالعاتو له پوهانو سره داسې تیروتنې کولی شي، نو د موږ غوندې فقیرو ملکونو به څه حال وي.
 
نوټ: د دې قلم په اند د غربي تمدن څخه مخکې تمدنونه لکه اسلامي تمدن او پخوانيو تمدنونو چې د غربي تمدن او اروپا کې د رنسانس بنسټ شول دې لیکوال نه دي ذکر کړي او اوسنی تمدن یۍ یوازې د غرب لاسته راوړنه بللې ده چې زه فکر کوم یوه ستره تیروتنه ده. په امریکا کې د تاریخ د وتلي استاد په قول د صفر او نه ګونو اعدادو اختراع چې د عربي شمېرو (Arabic Numeral) په نامه یادېږي، تر کمپیوتر زیات سخت او مهم بنسټیر پرمختګ و او تر موټرو د عرابې اختراع مهمه پېښه وه. دا کیدی شي، د ده د ایدیولوژۍ او سیاسي تفکر پایله وي، ځکه زه فکرنه کوم چې داسې یو لیکوال به د پخوانیو تمدنونو له اغیزو بې خبره وي.
 
د یوویښتمې پېړۍ اسیا
کشور محبوباني وايي، موږ له تناقضاتو په ډکو وختونو کې اوسېږو. موږ به په یوویشتمه پېړۍ کې داسې ستر بدلونونه ووینو چې موږ انسانانو د بشر په تېر تاریخ او پخوانیو پېړیو کې نه دي لیدلي. په ساینس او تکنالوژۍ کې به ستر ټوپونه ووهل شي، چې له سترو اقتصادي او ټولنیزو بدلونو سره به په زیاتو ټولنو کې په ټوله نړۍ کې مل وي، په ځانګړې توګه په اسیايي ټولنو کې، معنی یې داده چې د یوویشتمې پېړۍ جوړښت او کمیا به په پراخه توګه تر شلمې او نولسمې پېړیو بل ډول وي. موږ ګورو چې دا بدلونونه زموږ په ژوند نیغ په نیغه اغیزه لري، که پخوا د سترو لوبو په وخت دوه ستر طاقتونه یا تزاري روسان او بریتانیا زموږ په سیمه کې د راج خاوندان وو، خو اوس د نورو پخوانیو او نویو نړیوالو طاقتونو ترڅنګ نوي ځايي لوبغاړي هم پیدا شوي او وضعه لا زیاته پېچلې شوې ده.
 
څنګه به د اسیايي ټولنو حالت بدل وي؟ دا به په دریو مهمو ابعادو کې بدل وي. لمړی، موږ به په نړیوال تاریخ د غرب د تسلط پای وګورو. دوهم، موږ به د اسیايي ټولنو په تېره د چین او هند دوو سترو نفوس لرونکو ټولنو بریالیتوب وګورو. دریم، د نړۍ د زیات چټک انقباض له کبله چې د تکنالوژۍ د سترو ټوپونو وهلو او یو پر بل د تړاو له کبله، چې تریوې کچې به د نړیوال تجارت له لارې وي، بشري ټولنه نور نو د ځمکې په یوه پراخه کره کې ژوند نه کوي. بلكه په یوه وړه، زیات سره تړلي نړیوال کلي کې به ژوند کوي.
په تیورۍ کې د انسان نسل تر ټولو ځیرک نسل دي. د دې ځیرکۍ لپاره یوه ازموینه دا توانمندي ده چې له مختلفو حالاتو سره ځان عیار کړي. همدا د ځان عیارول دي چې د انسان ژوند یې په سختو حالاتو کې ممکن کړی او زیات پرمختګونه یې هم کړي دي. البته ځینې بشري قبیلې تر نورو په دې ځان عیارولو کې زیات بریالي وو. په تیرو( ۲۰۰) کلونو کې له بدلیدونکو حالاتو سره د ځان په عیارولو کې تر ټولو بریالۍ قبیله غربي قبیله وه. دوی وتوانیدل چې د انسانانو په سازمان ورکولو، ساینس او تکنالوژۍ کې زیات فوق العاده لاسته راوړنې ولري، داسې چې نوره نړۍ یې شاته پرېښوده. هغوی نه یوازې نړۍ شاته پرېښوده بلکه نړۍ یې اشغال هم کړه.
 
دا د حیرانۍ خبره نه ده چې د بریتانیا او فرانسې نسبتا سترو ټولنو وکولی شول په ټوله نړۍ کې خاورې لاندې کړي. په نولسمه پېړۍ کې ویل کېدل چې د بریتانیا په قلمرو کې لمر هېڅکله هم غروب نه کوي، ځکه دوی د نړۍ په ټولو کنجونو کې خاورې او ملکونه لاندې کړي وو. خو په حقیقت کې تر ټولو حیرانوونکې د وړو اروپايي ټولنو، لکه پورتګال، توانمندي وه، تر څو په ټوله نړۍ کې ملکونه لاندې کړي. په نولسمه پېړۍ کې د پورتګال نفوس یوازې یو څو ملیونه و خو ستر هېوادونه لکه په سویلي امریکا کې برازیل، او په افریقا کې انګولا او موزمبیق او په اسیا کې د دوو سترو هېوادونو لکه د هغه وخت هند (۱۵۰) میلیونه نفوسو لرونکي هېواد ګووا او د هغې زمانې چین (۱۶۰) میلیونو نفوسو لرونکي هېواد مکاو اشغال کړي. دلته د ملکونو د لاندې کولو په اخلاقي اړخ خبرې نه کېږي بلکه په هغه توان بحث دی چې څنګه دې خلکو دا توان وموند چې تر ځان دومره زیاتو نفوس لرونکو هېوادونو ته ماته ورکړي او څنګه نور سره له ستروالي او پخوانیو تمدنونو بې توانه شول.
 
د ځان عیارولو ستونزه او تړلي مغزونه د پرمختللو  او وروسته پاته ملتونو لپاره آفت وي
دې سترو لاسته راوړنو ته په کتو سره زیاته منطقي او طبیعي خبره ښکارېده چې غربي نړۍ به د یووشتمې پېړۍ له زیاتې مختلفې نړۍ سره ځان عیار کړي. خو د دې په ځای، د کشور محبوباني د زیات تعجب او حیرانتیا ځای دادی چې غرب ناکام شو چې ځیرک او هوښیار ځان عیارول وکړي. په دې کې ناکامي چې په هوښیاره توګه ځانونه عیار کړي، تشریح کوي چې ولې د غربي نړۍ نفوس په ځانګړې توګه د امریکا او اروپا نفوس، دومره وارخطا او د راتلونکي په هکله دومره دومره ناهیلي دي.
 
د غربي نړۍ د یوه ملګري په توګه، کشور محبوباني وايي ده له پخوا هڅه کوله چې غربي روڼ اندو ته تشریح کړي، چې ولې ټولنې باید ځان عیار کړي. له همدې کبله هغه په ۲۰۰۵ ام کال د « معصومیت له عصره وراخوا » په نامه یو کتاب ولیکه تر څو هڅه وکړي د غربي نړۍ په خاصه توګه د امریکا روشنفکرانو ته ووایي چې ولې او څنګه امریکا باید له یوه متفاوتې نړۍ سره ځان عیار کړي. خو کله چې ده هغه کتاب چاپ کړ، یو یومهم درس یې زده کړ، چې په تیوري کې امریکا یوه خلاصه ټولنه ده، له روڼ اندو ډکه ده، دې ته تیار دي چې د نورې نړۍ نظریې واوري. په تیوري کې یوه خلاصه ټولنه ده خو مغزونه یې تړلي دي. دوي په حقیقت کې نورې نړۍ ته سم غوږ نه نیسي او خبره یې د زړه په غوږو نه اوري. که ښه فکر وکړو امریکا چې تر دولسو زرو زیات فکري او د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکزونه لري له داسې ستګنشن او رکود سره مخ کېږي، ځان له نویو بدلونوسره نه شي عیارولی، نو دا یو ستر خطرناک ټولنیز حالت دی چې باید تمدنونه، ملتونه او د هرې ایدیالوژۍ لرونکي خوځښتونه یې باید خپلو خلکو په واسطه په ګډه وارزوي او له سقوطه ځان وژغوري. 
 
یو وړوکي اوعملي دلیل چې ولې دا حالت رامنځته شوی دادی چې امریکايي پوهنتونونو د نړیوالو سیمو مطالعه ختمه کړه. دا ځکه چې امریکايي ټولنپوهانو د نړۍ د نورو سیمو مطالعه علمي کار ونه باله او ځان یې ورنه بې نیازه وباله. که څه هم ځینې پوهنتونونه دا کار تر اوسه کوي. څه چې کشور محبوباني زیات تعجب کړ، دا وو چې امریکايي « لبرالان » تر ټولو زیات د « تړلو» مغزونو لرونکي وو. دغو لبرالو روڼ اندو د انساني ټولنې په یوه خورا پېچلې مسله یعنې چې څنګه باید د نړۍ خلک وده وکړي او بریالي شي، داسې باور درلود چې یوازې تور او سپین ځوابونه شتون لري. سپین ځواب دا وو چې یوازې هغه ټولنې چې د غربي نړۍ لبرالې مفکورې رانقل او قبولې کړي، بریالۍ کېدی شي.
 
د دې ادعا د ثبوت شواهد کوم دي؟
د دې قوي ادعا د ثبوت لپاره یوه بېلګه د ساړه جنګ په پای کې د «فرانسیس فوکویاما» خپرې شوې مقالې ته د ټولو غربي روڼ اندو له ولولو ډک ځواب دی. د مقالې عنوان و، د « د تاریخ پای». دې مقالې یوه بې معنی او له تمسخره ډکه ادعا وکړه چې بشریت د تاریخ « پای » ته ورسېده، ځکه اوس، په ځانګړې توګه په کال ۱۹۸۹ د برلین دیوال تر نړیدو او په ۱۹۹۱ ام کال د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته  باید ټولې بشري نړۍ ته چې هر ډول کلتور ولري، ثابته او روښانه شوې وي، چې د دې لپاره چې پرمختګ او وده وکړي، یوازینۍ لاره ورته داده چې د غربي نړۍ لبرال دموکراتیک مودل رانقل او پیروي کړي. په روښانه ټکو کې دا یوه ادعا وه. خو هېڅ کوم غربي وتلي روڼ اندي له دې لید سره مخالفت ونه کړ. ښاغلی کشور محبوباني وايي: په حقیقت کې ده د غربي نړۍ په روڼ اندو کې دا راز کشف کړ چې « په ګروپي توګه ستراتیژیک فکر کوي » او فکري تنوع پکې کمه یا بیخي نه وي او دا یې بل کمښت دی او له حقایقو یې راګرزوي. د ښاغلي فوکویاما مقالې ګروپي فکر ته د غربي روڼ اندو په مغزونو کې نور قوت ورکړ. له همدې کبله کشور محبوباني په زیاتو ځایونو کې لیکلي، د هغه کتاب په شمول چې نوم یې دی « آیا غرب وبایلله ؟» چې د ښاغلي پورته یادې مقالې د غربي روشنفکرانو تفکر ته زیات زیان ورساوه. دا مغزي تاوان څه شی و؟ دا تاوان دا و چې غربي روڼ اندو او تحلیلګران دې پایلې ته ورسېدل چې دا د« تاریخ پای » دی، یعنې دوی د تل لپاره وګټله، نور هېڅکله په دوی پسې بل تمدن نه شي رسیدلی، خو دوی مشاهده نه کړل چې د تاریخ د پای په ځان بشري ټولنې د « تاریخ تکرار» لیده. د تاریخ داتکرار د دوو تر ټولو زیات نفوس لرونکو ټولنو او هېوادونو بېرته راتګ و. په ۱۹۹۰ لسیزه کې، دواړو چین او هند دا ستراتيژیکې سمې پرېکړې وکړې ترڅو خپل اقتصادونه پرانیستي او له نړۍ سره وصل کړي. چین لږ مخکې په ۱۹۷۷ ام کال کله چې ښاغلي دینګ سیاوپېنګ د « څلورو عصري کولو » پروګرام پیل کړ. هند هم یوه لسیزه وروسته کله چې من موهنګ سینګ د هغه وخت د هند د مالیې وزیر او بیا وروسته لمړی وزیر شو د اصلاحاتو هغه پروګرام پیل کړ او په ۱۹۹۱  ام کال یې د هند اقتصاد پرانیستی او نړۍ سره وصل کړ.
 
د غربي نړۍ مهمې ستونزې څه وې؟
د غربي نړۍ زیاتې ستونزې کیدی شي داسې تشریح شي چې دوه مهمې او عمده ستراتیژیکې  غلطۍ یې وکړې. لمړۍ، تیروتنه دا وه چې دوی د دې په لیدو کې ناکام شول چې وویني غربي نړۍ په یوویشتمه پېړۍ کې د نړۍ په تاریخ  تسلط نور له لاسه ورکړ. دوهمه تیروتنه داوه چې دوی ونه توانیدل وویني چې نړۍ د اسیا په تیره د ختیځې اسیا، سویل ختیځې اسیا او سویلي اسیا د زیاتو بریالیو ټولنو راګرزیدل مشاهده کړي. دا دوه تیروتنې د دې لامل شو چې د کشور محبوباني د وروستي کتاب دوه لمړي څپرکي دې مهمو تیروتنو ته وقف شي. په دې کې تشریح کېږي چې ولې غربي تسلط پای ته رسېدلی او ولې غرب دا تریخ حقیقت نه شي منلی چې نور نړۍ نه شي کنترولولی. په دوهمه برخه کې تشریح کېږي چې ولې اسیا اصلاحات راولي. دابه مهمه وي چې وښودل شي، غربي نړۍ نه توانیږي وګوري چې یو ستراتيژيک ضعف پکې پیدا شوی دی. له دوهم نړیوال جنګ وروسته امریکا د ټولو خلکو لپاره، د بیوزلانو په ګډون، د « مساوي فرصتونو» هېواد و ترڅو بریالي او ان وځلیږي. امریکايي ټولنې د لوبې اوار میدان رامنځته کړ. شتمن بریالي کیدی شوی او فقیر هم بریالي کیدی شوی. دا تشریح کوي په ۱۹۵۰ لسیزه، ۱۹۶۰ لسیزه او ۱۹۷۰ لسیزه کې د امریکا منځني پاړکي لیدل چې د دوی عاید او د ژوند ستندردونه ښه کېږي. نو په هغه وخت امریکائیانو د ځمکې په کره تر ټولو خوشاله ټولنه درلوده.
 
خو اوس د دونالد ټرمپ له ټاکل کېدو په ۲۰۱۶ کال او په ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶ مه نېټه د امریکا د کانګریس ودانۍ اشغال راښيي چې د امریکا ټولنه نن خوشاله نه ده. ولې امریکايي ټولنه خوشاله نه ده؟ تر ټولو ساده ځواب دادی چې د امریکا ټولنه نور د لوبې لپاره د غریب او شتمن لپاره اوار میدان نه دی. شتمن بریالي کېږي. فقیرنه شي بریالي کیدی. هرڅوک چې په دې کې شک لري باید هغه مقاله ولولي چې عنوان یې دی: دموکراسي یا پلوتوکراسي. د امریکا حقیقي سوال اوس په همدې کې دی. دا مقاله زیات شمېر شواهد راټولوي چې ولې امریکا یوه پلوتوکراسي شوې. پولوتوکراسي څه شی ده او څه معنی لري؟ تر ټولو ساده سوال دادی چې پولوتوکراسي د دموکراسۍ مخالف پلو کې قرار لري. د کشور محبوباني له قوله دموکراسي، یوه داسې ټولنه ده چې د اکثریت خلکو لپاره یا له ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنه نفوسو ګټې په نظرکې وساتي. په یوه پلوتوکراسي کې، ټولنه داسې جوړښت لري چې د یوه واړه شتمن لږکي (اقلیت) ګټو ته پاملرنه وکړي، په بل عبارت له ۱۰٪ څخه تر ۲۰٪  د پورته پاړکي خلکو ګټې خوندي کړي. کشور محبوباني وايي: دی یوازې کس نه دی چې امریکا ته د پلوتوکراسي نوم ورکوي، زیاتو غربي مخکښو شخصیتونو هم امریکا ته د پلوتوکراسۍ لقف ورکړی دی. په دې کسانو کې ښاغلي پال ولکر، د امریکا فدرال ریزرف (Federal Reserve) رئیس چې تر ټولو معتبر مالي مقام دی او د امریکا د بانکي سیستم نظارت کوي، همدارنګه، د نوبل جایزې ګټونکی پروفیسور جوزف ستیګلیتز ولف، چې د فایننشیل ټایمز اقتصادي مبصر او نور دي.
 
د امریکايي او غربي، تمدن، علومو او تکنالوژۍ په هکله د مغزونو تړل
د دې قلم په اند، موږ د غرب، امریکې، اروپا او د هغوی د توانمندیو او تفکر د نزول په هکله د کشور محبوباني د کتاب په بنسټ خبرې وکړې، خو باید له احتیاطه کار واخلو او د غرب د توانمندیو په هکله هم خپل مغزونه ونه تړو. سره له ټولو ستونزو غرب اوس هم مسلط نړیوال قوت دی، دلته زه د اخلاقو، ښه او بد بحث نه کوم، بلکه یوازې په نړیوالو مسایلو د غرب په اوسني او راتلونکي وخت کې د ممکنه اغیزې یادونه کوم. په هغه کچه نفوذ چې امریکا او غرب اوس په نړیوالو موسسو او د نړۍ په هېوادونو لري نور قوتونه یې تر اوسه نه لري او فکر نه کېږي چې څوک به د غرب ځای زر ونیسي. د غربي نړۍ تکنالوژي او مدیرت دوه هغه څه دي چې چین، هند، روسیه د (BRICS) هیوادونه چې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا یې غړي دي، د شانګهای تړون او نور ټول تراوسه ورته احتیاج دي.
 
د نړۍ راتلونکي حالت به وښيي چې غربي نړۍ خپلو تړلو مغزونو ته دوام ورکوي او که له واقعیتونو سره ځان او خپل خلک اشنا کوي. زه شاهد وم چې د امریکا په یوه پوهنتون کې د پوهنتون رئیس وویل دوی زیات تاوان کړی چې د نړۍ ژبې، کلتور او تاریخ یې نه دی مطالعه کړی، او په ۱۳۹۰ ام کال یې هوډ ښکاره کړ چې امریکايي پوهنتونونه به نور نورې ژبې او کلتورونه درس ورکوي. یو ښه مثال یې د ادوارد سعید فلسطیني عرب عیسوي لیکل شوي کتاب په واسطه په غربي پوهنتونو کې مستشرقینو لمن ورټولول و. مستشرقینو به د اسلام او منځني ختیځ په هکله د خپلې خوښې منحرفوونکې شننې کولې، غلط او تحریف شوي شواهد به یې کارول. خو ادوارد سعید چې له منځني ختیځ او اسلام سره بلد و، له هاروارډ پوهنتون څخه یې په انګریزي کې دوکتورا اخیستې وه او غوره لیکوال او تحلیلګر و. هغه په خپل کتاب کې د مستشریقینو دریځونه رد او له بیخه ونړل او له پوهنتونو یې لمن ورټوله کړه او نن سبا د اسلامي تعلیماتو په نامه دیپارتمنتونه  لري.
 
مطلب دادی چې په غرب کې داسې څېرې او غږونه شته چې د قضایاو نوراړخونه لیدی شي، او یو ښه مثال یې د نوام چوفسکي، کریس هیج او نورو په نامه وتلي کارپوهان دي چې تل د امریکا په سیاسیتونو نیوکې کوي. همدارنګه، د هغوی رسنۍ هم ورته داخلي او بهرنیو نیوکو ته انعکاس ورکوي.
 
نوټ: دلته د دې قلم موخه دا ده چې تړلو مغزونو ستونزه د ټولو تمدنونو، ملتونو او خوځښتونو لپاره روښانه شي او په خطر یې پوه شي. داسې فکر کېږي، دا یوه تلپاتې او نړیواله ستونزه ده. موږ لیدی شو، چې سترې امپراتورۍ هم په تاریخ کې نه توانیدې چې خپل مغزونه خلاص کړي، حقایق لکه څنګه چې دي هسې وګوري، په ځان کې د بدلون راوستلو او عیارولو میکانیزم او وړتیا ومومي، نو ګورو تر څو نسلونو وروسته سقوط کېدې. که ښه ځیر شو اوس هم دا ناروغي شته خو زیات خلک یې نه شي لیدی، داسې فکر کوي چې دوی به تر ابده راج چلوي.
نور بیا...