لوستل چې ولیکو

لوستل چې ولیکو په دې معنی دی چې موږ د ښه لیکوال کېدو لپاره ولولو. یا داچې یو ځانګړی کتاب لولو او په خاصه توګه د لیکوال سبک یا ژانر ته ځير کېږو. د «لوستل چې ولیکو» مکمله معنی داده چې داسې عادتونو ته وده ورکړو چې نه یوازې ښه کتابونه ولولو بلکه اجازه ورکړو ستر کتابونه زموږ د لیکوالۍ په سبک اغیزه وکړي او هغو ته شکل ورکړي.

ولې ولولو چې ښه لیکوال شو؟ لکه هربل مهارت، لیکل د لیکوالۍ د شهکارونو د مطالعې په مرسته زده کېږي.‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات لاملونه شته چې ولې لوستل ترټولو ښه وسیله ده چې یو څوک ښه لیکوال شي.د مثال په په ‌‌‌‌‌‌ډول، ځینې دا لاملونه دادي: له هوښيار سره قدم وهل، د بلاغت ترکیبول، د لغاتو ذخیره جوړول، د ښې لیکنې پېژندل، باخبره او معلومات لرونکی اوسېدل، د فکر کولو مهارتونه اصلاح کول او د ګرامر اصلاح کول او نور دي. په لاندې کې به دا هر یو لږ څه تشریح شي:

له هوښيار سره قدم وهل. د دې لپاره چې ځینې کسان تر ټولو غوره لیکوالان شي، د هغو کسانو اثار لولي چې د خپلې لیکوالۍ هنر يې کمال ته رسولئ وي. هغه متل دی چې وایي: هغه څوک چې له هوښيار سره قدم وهي، هوښياري یې زیاتېږي. نو کله چې لوستونکي له هوښيارو لیکوالو سره د هغوی د کتابونو د لوستلو له لارې قدم وهي، د دوی خپله هوښيارتیا زیاتېږي. د داسې لیکوالو مهارت په لوستونکو کې جذب او ورباندې اغیزه کوي خو که چېرې لوستونکي په ښو لیکنو کې ځان غوټه او غرق کړي، د یادو ښو لیکوالو ځينې خاصیتونه به په دوی کې جذب شي.

د بلاغت ترکیبول. بلاغت هغه توانمندي ده چې کلمې په یوه روښانه، نظر جلبوونکې او نوښتګره بڼه وکارول شي. لیکوالان بلاغت د هغو لیکوالانو د لیکنو د لوستلو له لارې زیاتوي چې تر عادي او ورځنیو لیکنو لوړ او توپير لرونکې وي. د هغو لیکنو لوستل چې زړه راښکونکې او ښکلې لیکل شوې وي ورسره مرسته کوي چې غوره او له ظرافته ‌‌‌‌‌‌ډکې لیکنې وکړي. بلاغت د خلکو د پوهولو یوه مهمه او غوره لاره ده. له همدې کبله الله تعالی په قران کریم کې د بلاغت معجزې کارولې دي چې څوک ورسره سیالي نه کولئ.
د لغتونو ذخیره جوړول. تر ټولو ښه لاره چې نوي لغتونه زده کړو داده چې هغه د یوې ښې لیکنې په کانټېکسټ او متن کې ولولو. کله چې موږ یوه کلمه په یوه مفهوم کې وینو راسره مرسته کوي چې په معنی یې سم پوه شو.

د غوره لیکنې پېژندنه. د ښو کتابونو د لوستلو په پایله کې، لیکوالان زده کوي چې غوره لیکنې له کومو اجزاوو ترکیب او جوړې وي. هغوی په اسانۍ سره په ښه لیکنه قضاوت کولای شي، ځکه پوهېږي چې غوره او معیاري لیکنه څنګه ښکاري. نو په هغه وخت کې، نه یوازې لیکوالان په هغو لیکنو چې په اخبارونو، کتابونو یا نورو ځایونو کې لیکل کېږي ښه قضاوت کولای شي، بلکه دوی لا زیات توانمد کېږي چې و پېژني او درک کړي څه وخت د دوی لیکنه اصلاح ته اړتیا لري.

باخبره او پوه کېدل. د تکنالوژۍ په دې زمانه کې لوستل اوس هم ترټولو مهمه او اغیزمنه لاره ده چې پوه شو په نړۍ کې څه تېرېږي. دا یوازې له اخبارونو د ځان خبرولو په معنی نه ده بلکه له هرڅه ځان خبرول لږ ترلږه د یوه یا دوو غوره کتابونو لوستل غواړي. نورې سرچینې هم باید له یاده ونه باسو، د هرڅه په هکله چې لیکل کوو پکې موندل کېږي.

د فکر کولو مهارتونه اصلاح کول. د ژور فکر کولو  (Critical Thinking)مهارتونه د لیکل شوو استدلالونو او د هغو په ارزونو دواړو اصلاح کېږي. د استدلال کولو تعقیبول لوستونکو ته اجازه ورکوي جې فکر وکړي دوی له وړاندې شوي دریځ سره همغږي دي او یا نه او ولې. کله چې لوستونکي یو استدلال ارزوي، هغوی ته پته لکي چې هغه استدلال منطقي دی او که نه او دهغو د قوت او کمزوریو نښې څه شی دي. په غوره استدلال پوهېدل له لیکوالو سره مرسته کوي کله چې دوی خپلو دلایلو ته وده ورکوي.

د ګرامر اصلاح کول. یوازې دا چې له غوره ګرامر سره اشنا شي، لیکوالان کولای شي زده کړي چې څنکه یې خپله وکاروي. هرڅومره چې لیکوالان د لوستلو له لارې له ښه ګرامر سره اشنا شي، په همغه کچه هغه د دوی د پوهې برخه ګرزي.

عملي قدمونه. په ژوره توګه لوستل یوازې د دې په معنی نه ده چې یوازې د لوستل شوي مطلب درک او ذهن ته وسپارل شي، بلکه همدارنکه په فعاله توګه د هغه مطلب ارزونه او په هکله یې ژور قضاوت وکړي...تاسو اړتیا لرئ چې د پوهېدو او سوال کولو تر منځ فکر وکړئ— له بلې خوا، هڅه کول چې پخپل عبارت کې په متن ځان پوه کړو او هم چې د هغو په مفکورو او صلاحیت د سوال کولو تنده هم وساتو.

نوي لغتونه ولیکئ. د لغتونو د ذخیرې زیاتولو ښه لاره دا ده چې سمدلاسه هر نا معلوم لغت وکتل شي، د ‌‌‌‌‌‌ډېکشنري تعریف یا رانقل او یا یې تعریف د نوټ اخیستلو په کارد یا په سرېښېدونکي کاغذ ولیکل شي او په هغه ځای کې چې د ورځې په اوږدو کې لیدل کېږي، وځړول شي.

جملې مطالعه کړئ. کله چې غوره کتابونه لولئ، د جملو جوړښت ته پام وکړئ. همدارنګه، د کتاب لوستلو په وخت وګورئ چې څنګه کلمې په راز راز جملو کې یو له بل سره یو ځای اېښودل شوې دي.

د لیکلو سبک ته پام وکړئ. کله چې یو مهم او ښه لیکل شوی متن لولئ، که دا لوستل د خوند اخیستو لپاره وي او که غواړئ په هکله یې وروسته څه ولیکئ، ورته ښه ځير شئ او پام وکړئ چې څه لیکل شوي او زده کړئ چې نورو څنګه لیکلي دي. ځان د لیکوال په سبک کې غوټه کړئ، په ځانګړې توګه په هغه څه کې چې ورسره علاقه ولرئ تر څو تاسو هم ورته لیکنې وکړي.

انوټېټېنګ. یا د یوې لیکنې د لوست په وخت د هغې لیکنې د تشریحاتو، او د هغو په هکله ستاسو د سوالونو په هکله ستاسو د غبرګون ثبتول دي.
دا لاندې کړنلارې د دې غبرګون د ثبتولو لپاره کارول ګټورې تمامېږي:

  • په مستقیمه توګه په پاڼه نښه کول
  • تر مهمو ټکو لاندې کرښې ایستل
  • هایلایت یا په کوم مناسب رنګ هغه کلمې یا جملې نښه کول
  • په حاشیه یا د پاڼې په څنګ کې نوټ کول
     
له متن څخه لنډیز جوړول. دا ‌‌‌‌‌‌ډول خلاصه کول د متن د مهمو ټکو لیست کول دي چې ښکاره کړي متن څنګه تنظيم شوی دی. خلاصه کول لیکوالان اړباسي چې د يوه متن و ټول بهیر ته نظر وکړي. کله چې دا په لیکنو کې وکارول شي، هغه مرسته کوي ترڅو فکرونه روښانه او لیکنه داسې ترتیب شي چې غوره تسلسل ولري.

په خپل عبارت لیکل. په خپل عبارت لیکل دادی چې موږ هغه متن چې لولو بیا بیان کړو او تر ‌‌‌‌‌‌ډېره په خپلو کلمو او عبارتونو یې ولیکو. په دې توانېدل چې یو څه په مختلفو عبارتونو وویل شي، ښيي چې کوم کس په هغو سم پوه شوی دی.

د یوه متن لنډيز تیارول. خلاصه کول د یوه متن او مطلب د مهمو ټکو او مفکورو خلاصه کول دي په یوه لنډ بیان کې. د خلاصه کولو مهارت به په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول هغه وخت مهم وي کله چې موږ وغواړو سریزه او د نتیجې پایلې اخیستلو نظریاتو پاراګرافونه ولیکو.

ترکیبول. له مختلفو سرچینو د نظریاتو راغونډول او په خپله لیکنه کې یې په خپلو عبارتونو کې راټولول، عبارت له ترکیبولو څخه دی. ترکیبول له مختلفو منابعو د راز راز مفکورو او معلوماتو راغونډول، یا د هغو پرتله کول دي تر څو یې په یوه معقوله لاره سره یوځای کړو. له مختلفو زېرمو څخه د معلوماتو را اخیستل او د هغو د ترکیبولو مهارتونه
د یوې ښې څيړنیزې لیکنې د تیارولو لپاره خورا زیات مهم دي.

د یوه استدلال د منطق او معقولیت ارزونه. دا په دې معنی ده چې ایا یو تېزس او نظریه په غوره دلیلونو وړاندې او په مناسبه توګه یې تایید شوی او که نه. کله چې لولو باید د تمرین له لارې او په منطقي او عقلاني لحاظ ارزول زموږ منطقي استدلال تقویه کړي. هغه توانمندي چې وکولای شومنطقي استدلال وارزوو د غوره او د قوي دلایلو لرونکو لیکنو لپاره اړین شرط دی.
 
څه باید ولولو
د دې لپاره چې یو کس ښه لیکوال شي څه باید ولولي؟ دا ‌‌‌‌‌‌ډېره مهمه ده جې ښه کتابونه، وتلي اخبارونه او د ښه کیفیت لرونکې لیکنې باید ولولو. ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه اوسئ چې غوره شیان ولولئ. کله چې کوم کس هغه څه لولي چې ورسره مینه نلري، لوستل ورته زړه تنګوونکي شي. د هغه څه لوستل چې زړه راښکونکي وي، نور لوست ته سړی هڅوي. د یو مضمون په هکله چې تاسو لیکل کوئ درنه غواړي چې په هغه اړه زیات غوره اثار ولولئ. دا به مرسته وکړي چې په هغې مسلې پورې د اړوندو لغتونو ذخیره زیاته او د لیکلو سبک زده کړئ. لوستل همدارنکه مرسته کوي چې د یوې موضوع په هکله د مهمو لیکوالو له اثارو او کار سره هم بلد شئ.
د دې په هیله چې زیات ځوانان کادرونه مو لوستلو او لیکلو ته مخه کړي.