ولې خلک کاڼېږي؟ ولې سم نه شی اورېدلی؟ 

ښايي د کورنۍ غړي، خپلوان او نور پېژندګلوي به مو ليدلي وي، چې کاڼه وي؛ بشپړ نه شي اورېدلی او يا هم په اورېدلو کې ستونزه لري.  نه اورېدنې ته کوڼوالی يا Deafness وايي؛ بيا که چېرې يو کس غږونه اورېدلی شي خو ډېری ځلې،  په دويم تکرار سره يې په هدف پوهيږي، نېمګړې اورېدنه يا  Hearing loss ورته وايي. هغه حالت، چې يو کس په کې هېڅ نه شي اورېدلی Profound deafness ورته وايي او دې وضعیت کې د سمعې غړو په کُلي ډول وړتيا  او کارونه له لاسه  ورکړې وي. دغه ستونزې بېلا بېل لاملونه لري، چې دلته يې ځيني لاملونه، نښې ـ نښانې او درملنې ذکر کوو. 

غږونه څنګه اورېدل کېږي؟ 
د غږ څپې غوږ ته ننوځي، د غوږ یا اوریدونکي کانال لاندې حرکت کوي، او د غوږ پرده ټک وهي، کومه چې بيا لړزه کوي. د غوږ د پردې څخه ټکانونه درېيو هډوکو ته ورسيږي، چې د غوږ منځنۍ برخه کې دي او د ossicles په نوم پیژندل کیږي. دا ossicles لړزې پراخوي، او بیا په کوچلیا نومي برخه کې د ویښتو په څیر د کوچنیو حجرو لخوا اخیستل کیږي. دا حرکت کله چې لړزه په نښه کوي، او د حرکت مالومات د اوریدونکي اعصابو له لارې دماغ ته لیږل کیږي. دماغ هغه مالومات پروسس کوي. 

ځينې ناروغۍ: 
ځينې ناروغۍ شتون لري، چې له امله يې د اورېدو يا سمعې پر حس منفي اغېز کېږي. په تدريجي ډول سره د لاندې ناروغيو له امله د اورېدو حس يا په بشپړ ډول له لاسه ځي او يا هم داسې وضعيت ته رسيږي، چې په اورېدو کې ورته ستونزې وي. سیتومګالو ویروس، شری، ممپس، سیفیلس، د لمف غدو ناروغۍ، د مفصلونو درد او د سرطان ناروغۍ ځينې ډولونه د اورېدو پر غړو بد اغېز کوي. 

اوس وخت کې څېړنې ښيي چې د شکر ناروغان، چې په دوامداره توګه د شکر درمل خوري او هغه ناروغان چې ټي بي يا نری رنځ لري؛ د نري رنځ درمل پر غوږونو يا پر سمعې حس نيغ منفي اغېز کوي. يو بل لامل چې ماشومان يې له امله کاڼيږي او يا هم اورېدو کې مشکل پيدا کوي، د سګرېټ د لوګي تنفس دی. يانې هرکله چې يو کس سېګرټ څکوي او بيا نور کسان او په ځانګړي ډول ماشومان دغه لوګی کش کړي نو په وخت سره يې اورېدو کې مشکل پيدا کېږي. 

د نېمګړې اورېدنې نښې - نښانې: 
که چېرې پر ځان شکمن ياستی چې سم نه شی اورېدلی نو دا پوښتنې له ځان وکړئ او ځان ډاډمن کړئ، چې اورېدو کې ستونزه لری او کنه. 
ایا تاسو ډیری وختونه له خلکو پوښتئ چې هغه څه تکرار کړي، چې دوی ویلي؟
ایا تاسو پر تيليفون د خلکو پر خبرو سم نه پوهېږئ؟
ایا تاسو د دروازې زنګ نه اورئ؟ 
کله چې خلکو سره خبرې کوی، نو اړ یاستی چې ډېر تمرکز وکړی ترڅو ښه پوهه شئ؟ 
آیا کوم چا متوجې کړي ياستی، چې اوریدلو کې ستونزه لری؟
کله چې ډیری خلک خبرې کوي، نو تاسې ته د بېلا بېلو خولو د غږونو تشخیص ستونزمن دی؛
ایا تاسو د ښځینه غږونو په پرتله د نارینه غږونو پوهیدل اسانه دي؟
ایا تاسو ډیری وختونه خپل ځان په غلط فهمۍ کې موندلی یاست چې نور خلک تاسو ته څه وايي؟
ایا تاسو د ټوخي او زنګ وهلو غږونه اورئ؟

د نېمګړې اورېدنې تشخيص: 
که چېرې په اورېدنه کې ستونزې حس کړی نو سمدلاسه اړوند ډاکټر ته لاړ شئ او د پورته ناروغيو او له لاملونو پر اساس به مو لاندې مشکل پيدا کړی وي: 
- غوږ ته د بهرنيو څېزونو دننه کېدل او بند پاتې کېدل؛
- د غوږ  پردې ويجاړېدنه يا تخريب؛ 
-  د غوږ دننه د موم يا Was ټولېدل؛ 
- د غوږ کانال ميکروبي کېدنه؛ 
- د غوږ دننه د غوږ پردې شاته د cholesteatoma په نوم د اضافي پوستکي وده؛ 
- د غوږ کانال کې مایع پيدا کېدل. 

د يادونې ده چې ځيني کسان په پيدا کېدو سره د اورېدو ستونزې لري او يا هم کاڼه وي، خو پورته ناروغۍ او ځيني درمل بيا سبب کيږي، چې روغ کس، يانې هغه کس چې له پيدايښته په اورېدو کې مشکل ونه لري خو په تدريج سره نااورېدنې سره مخ کېږي.