جنسي ناروغۍ لسګونه دي؛ ډېرۍ جنسي ناروغۍ د درملنې وړ دي؛ نه يوازې چې د درملنې وړ دي بلکې د درملنې بهير يې هم اسانه او ساده دی. د جنسي ناروغيو په اړه مو وړاندې ليکنو کې ذکر کړی وو، چې د جنسي اړيکو او جنسي نېږدوالي له امله منځ ته راځي. د جنسي ناروغيو له منځه ځينې داسې هم دي، چې که يو ځل پرې ککړ شوی، بيا يې درملنه ناشونې ده، يا به ټول عمر ترې ځورېږئ او په درملو به يې يوازې له تکليف ځان ژغورئ او يا شونې ده، چې د مړينې لامل مو شي. دې ليکنه کې له جنسي اړيکو پېښدونکې درې هغه ناروغۍ درته ښييو، چې مخنېوی يې کېدای شي، خو چې يو ځل پرې ککړ شوی، نو بيا يې درملنې ناشونې او ټول - عمر به در سره وي.
۱- Herpes: ويروسي ناروغي ده؛ بشپړ نوم يې Herpes Simplex Virus دی. دغه ويروس دوه ډولونه لري؛ Herpes simplex virus 1 او Herpes Simplex Virus 2؛ دا چې جنسي ناروغۍ ده نو يوازې هغه وخت يو څوګ پرې اخته کېدای شي، چې له ښځې او خاوند يو پرې ککړ وي او بيا دوامداره جنسي اړيکې پرته خونديتوب تر سره کېږي، نو ژر روغ کس ته هم لېږدول کېږي. د Herpes په اړه دوه د اندېښنې خبرې دا دي، چې که چېرې يو ځل څوګ پرې ککړ شوي نو بيا يې درملنه نه کيږي، خو په درملنه يې اغېز کمېدلی او ناروغي تر کنټروليږي. دويم دا چې په لومړيو کې تر يو بريده د درملنې شونتيا شته، خو ستونزه دا ده چې د Herpes ويروس نښې - نښانې ډېرې په ځنډ سره را برسېره کېږي او اغېزمن کس په لومړيو کې نه پوهېږي، چې پر ياد ويروس ککړ شوی دی او کنه. نښې يې دا دي، چې د تناسلي سېسټم د غړو لکه مهبل، د نارينه تناسلي آلې او مقعد شااوخوا درد لرونکي ټپونه/زخمونه پيدا شي او Herpes ويروس په کې فعاليت کوي.
۲- HIV: نوم سره به يې ډېر اشنا ياست، HIV او ايډز په لويه کې يو خو يو څه توپيري ناروغۍ دي، چې د جنسي اړيکو له امله پېښيږي. HIV د human immunodeficiency virus لنډ نوم دی، چې پښتو مفهوم يې د انسان د معافیت ویروس دی. هغه کسان چې يو ځل پر HIV اخته شي نو بيا د ژوند تر اخير ترې ځوريږي، خو له ښه مرغه اوس وخت داسې درمل شتون لري، چې د HIV ناروغ پرته له دې چې په ګډ او ټولنيزو ژوند کې له ستونزو او سختيو سره مخ شي، په کارونې يې HIV تر کنټرول لاندې نيسي او عادي روغتيايي وضعيت لري. مانا دا چې ويروس يې په وجود کې شتون لري، خو د درملو په وسيله يې تر کنټرول او د زيات تخريب مخه نېول کېدای شي. مړه او نرمه تبه، د مريو درد، د عضلو درد، د شپې له خوا خولې کېدل، د لمف غدو پړسوب، ستړيا او بې ځاني، د وجود خارښت، د خولې دننه زخمونه... د HIV د لومړي پړاو څرګندې نښې - نښانې دي.
۳- HPV: د Human papillomavirus نوم دی، چې پښتو ژبه کې ورته د انسان پاپیلوما ویروس وايي. دغه ويروس هم له جنسي اړيکو له ناروغ، روغ کس ته لېږدول کېږي. د HPV يوه ځانګړنه دا ده، چې کله يو کس پرې ککړ شي، نو ډېری کسان د دوه کالونو دننه په خپله ترې رغيږي او ويروس يې وجود پرېږدي. ځيني نورو کې دغه ويروس بيا د ژوند تر پای پاتې کيږي او درملنه يې شونې نه ده. د HPV پر وړاندې داسې درمل جوړ شوی دي، چې وجود کې د ويروس اغېز کموي، هغه درد او تکليف چې د ويروس د فعاليت له امله وي کميږي او ناروغ کس په يو عادي وضعيت کې وي. که چېرې د دوه کالونو دننه دغه ويروس په خپله له وجود لاړ نو ښه، کنه د درملو په وسيله يې درملنه نه کيږي، بلکې يوازې ويروس له ډېر تخريب او ځورونې څخه په کنټرول کې ساتل کېږي. ځيني وخت شونې ده چې HPV د سرطان په بېلا بېلو بڼو بدل شي؛ تناسلي مرخیړي، د رحم سرطان او د خولې سرطان، ډېری کسانو کې د HPV له امله پيدا کېږي.
وروستي