ښاغلی مويد یوسف، سبا کابل ته راځې، خو په کومو سترګو او څه لپاره!؟

ټاکل شوې ده، چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار مويد يوسف په مشرۍ يو پاکستانی پلاوی سبا کابل ته لاړ شي. پاکستاني رسنيو د ښاغلی یوسف او پاکستاني پلاوي د سفر د پخلي ترڅنګ ويلي، چې افغان چارواکو سره پر اقتصادي مسايلو او پر ډيورنډ کرښې د وروستیو پیښو د بحث په پار کابل ته ځي. افغان حکومت هم ويلي، چې له پاکستاني پلاوي سره به پر سياسي او اقتصادي مسايلو او همدا ډول پر ګډې پولې د وروستیو پیښو په اړه خبرې وکړي. 

د دولتونو د مشرانو او چارواکو ترمنځ سفرونه او تګ - راتګ تل په ښه فال نېول کېږي؛ دې ډول سفرونو کې ستونزې، ناخوالې او خرابې اړيکې څېړل کېږي او مسايل د جګړې او تاوتريخوالي پرځای د خبرو له لارې حل او فصل کېږي. دا ډول سفرونه د فعالې ديپلوماسۍ برخه وي. سبا د پاکستان د ملي امنيت سلاکار مويد يوسف هم افغانستان ته په رسمي سفر راځي. د نوموړي د راتګ په اړه دوه مسايل ورته يادوم او هيله لرم چې ورته ورسېږي. 

 ښاغلی یوسف! کابل ته له راتګ وړاندې مو هرکلی او ستړی مه شئ کوو، پخير راشئ. تاسې سبا هغه کابل ته راځئ، چې د پاکستان د ۴۳ کالونو لاس وهنو له امله يې ښه ورځ ونه لېدله او کنډواله شوی وو/دی. ډېرې اوږدې خبرې پر نه کوم، خو د افغانانو ترمنځ دا اجماع موجوده ده، چې، په تېرو نېږدې څلور نيمو لسيزو کې چې افغانستان کومې ناخوالې، بدبختۍ او تيارې لېدلې دي،  لومړی د خپلو افغان بچو او دويم په کې ترټولو ستر لاس د پاکستان وو/دی، چې خپلې ملي ګټې يې د افغانانو پر وينې رنګ کړې دي. 

تېر په هېر ښاغلی يوسف، له نېږدې به وغږيږو، تاسې سبا کابل ته راځی، يو ځل بيا وايم چې په خېر راشئ. تاسې د هغه هېواد  پلازمېنې ته راځئ، چې زموږ پر ختيځ او ستاسې په لوېدېځ  کې پروت کونړ ولايت يې ستاسې پوځيانو پرون، يانې ستاسې له راتګ دوه ورځې وړاندې په توغندي ووېشتلو. کونړ کومه بله سيمه نه ده، د افغانستان هغه ولايت دی، چې سبا تاسې افغان چارواکو سره  د افغان دوستۍ، ښه ګاوندېتوب وایی، نو کونړ هم په کې راځي، خو ستاسې خبرې به رېښتنې نه وي، ځکه تاسې پر کونړ تازه توغندي وېشتي دي، نو څوګ هغه ځای په توغنديو نه ولي، چې د ورور او دوست هېواد سيمه يې وي! 

د پاکستان د ملي امنيت  ښاغلی  سلاکار! ډېره ښه ده، چې سبا افغان چارواکو سره پر اقتصادي مسايلو خبرې وکړی، هم ستاسې په کې ګته ده او هم زموږ؛ تاسې توليدي هېواد ياست او موږ مصرفي؛ په راکړه - ورکړه کې  به تاسې ته  بازار پيدا شوی وي، او زموږ به اړتياوې پوره شوې وي. له رسنيو داسې ښکاري چې د سفر دويمه موخه مو سياسي خبرې - اترې دي. دا هم ډېره ښه او پرځای خبره ده. افغانستان اوس وخت کې يو څه ناڅه په منزوي وضعيت کې دی. تاسې اسلامي او ګاونډی هېواد ياست؛ خپلې هڅې مو وکړئ چې نړۍ دې ته وهڅوئ، ترڅو افغانستان سره تعامل وکړي او هغه ناروا بنديزونه چې امريکا او ملګرو يې پر افغانستان لګولي دي، له منځه لاړ شي. 

رسنيز راپورنه داسې دي، چې په سياسي لېدنه کې پر ډيورنډ کرښې هم خبرې کوئ.  تاسې د ډيورنډ په اړه څه وایئ، پوره نه ده څرګنده، خو په ظاهره داسې ويل کيږي، چې وروستيو پېښو په اړه افغان چارواکو سره غږېږئ. ښاغليه، لومړي خو دا يوه ګيله در واخله؛ افغانستان کې د نظام په بدلون سره نوي حکومت ته لسګونه ستونزې او ناخوالې  مخې ته پرته وې او دي. حکومت لومړيتوبونه درلودل، ملت وږی دی، نړيوالو سره  لا سياسي تعامل ته نه يو رسېدلي، خو تاسې په  دې حساس وخت کې راپورته شوی او پر ډيورنډ کرښه مو د اغزن تار غځولو کار پيل کړ او نورې وړاندې او شاته کړنې مو پيل کړې چې پارونکې او نيواکګرې دي. تاسې ځان ته غښتلی او اټومي  هېواد وایی، نو غښتلي او اټومي  هېواد سره دا بهانه ښه نه ښيي، چې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو سره خپل امنيت خوندي کوي. 

ښاغلی يوسف مويد!  پر ډيورنډ د وروستيو پېښو په اړه مطلب تاسې افغان چارواکو سره څنګه خبرې کوئ!؟ موږ خو  نه اغزن  تار تېر کړئ، نو مو کټارې لګولي دي، نه مو ستاسې خاورې ته يو قدم در تېر کړی دی، نه مو ستاسې پر خوا کومه مرمۍ ډز کړې او نه کومه بل داسې کړنه کړې، چې ستاسې د حکومت او خلکو غبرګون پرې راپورته کړو. خو ستاسې پوځيان دي، چې کله وړاندې راځي، کله کټارې لګوي او کله اغزن  تار... دا ډول ټولې کړنې پارونکې دي، موږ نه بلکې تاسې کړې او کوی يې. 

ښاغيله مويد يوسف! دا هم ښه خبره ده، چې پر ډيورنډ کرښه وروستۍ راپورته شوې ستونزې افغان چارواکو سره د خبرو له لارې حل کړی، خو  په ياد ولرئ. 
- که نيت مو دا وي، چې افغان لوري سره پر داسې مسايلو خبرې  وکړی، چې له لار يې ډيورنډ کرښې ته د رسميت ورکونې زمېنه سازۍ وکړی؛ 
- که پلان مو دا وي، چې له کابله به په خوښه ځان سره دا هوکړه يوسئ، چې پر ډيورنډ کرښه پرته له مزاحمته اغزن تار کش او کټارې ولګوی؛ 
- که پلان مو دا وي، چې  د افغانستان له اوسني وضعيت څخه په شکل د اشکالو پر ډيورنډ کرښه د کړنو مشروعيت پيدا کړی؛ 

نو دا نه کېدونکي پلانونه، هيلې او توقعات دي؛ ځکه نه پوره کېدونکي دي، چې د ډيورنډ په اړه پرېکړه د ولس پرېکړه ده؛ د کرښې د هغه او دغه غاړي ولسونو. له امير عبدالرحمن را وروسته  هېڅ افغان حکومت  هم دغه کرښه در سره نه ده منلې او همدا يوه خبره درته کوي، چې دا پرېکړه  د ولسونو ده؛ همدا مسله د طاـلبانو لومړني حکومت کې هم درته ويل شوې وه او اوس کې به  مو هم د ا.ا د چارواکو د مستقیمو او نامستقيمو څرګندونو له لارې درکـ وي، چې ډيورنډ د حکومتونو نه بلکې د ولسونو موضوع او د ولسونو دريځ په کې برخليک ټاکونکی دی.