نارينو کې جنسي ناروغي (Erectile Dysfunction)؛ لاملونه، نښې او درملنه يې 

دري ژبه کې ورته اختلال عملکرد نعوظ وايي او انګلېسي نوم يې Erectile Dysfunction دی، چې لنډ توري يې ED راځي؛ دا په سړيو کې يوه  جنسي ناروغي ده، چې د کوروالي پرمهال د خاوند تناسلي آله نه تحريک کيږي او د Erection يا پورته کولو وړتيا نه پيدا کوي. ED په دې مانا، چې د نارينه  جنسي لېوالتيا او غرېزه شتون لري، خو بدن يې د جنسي لېوالتيا اړوند ځواب نه شي ويلی او بې تحريکه وي.

 دا ناروغي  د درملنې وړ ده؛ ډېر لاملونه يې روحي دي؛ ويره، په ځان نه باوري، ټولنيز اغېز، زړه نه زړه کېدو او ذهني فشار پورې تړاو لري، خو ځيني وخت يې لاملونه فزيکي هم کېدای شي. د وينې لوړ فشار، د زړه ناروغۍ، د وينې شکر، زیات عمر، ډېر وزن او سکرېټ څکول هم ED منځ ته راوړي. Erectile Dysfunction په اصل کې يو حالت دی چې تر شا يې نور لاملونه شتون لري او د درملنې وړ دي. 

- نښې يې: 
هغه کس چې Erectile Dysfunction ولري نو په تنهايۍ کې يې کومه نښه نه ګوري، خو چې هر کله له  خپلې ميرمنې  سره جنسي نېږدوالی کوی، نو هغه مهال يې تناسلي آله نه پورته کيږي، جنسي غريزه يې  لويږي او جنسي هڅونه يې سړيږي. ډېر وخت داسې وي، چې د بشپړې جنسي هڅونې په شتون کې يې هم تناسلي آله نه پورته کېږي.

-  لاملونه يې: 
څه ډول چې وړاندې وويل شول، Erectile Dysfunction دواړه فزيکي او روحي لاملونه لري. د فزيکي لاملونه په پرتله يې روحي لاملونه ډېر دي. په ګدو اړيکو کې ګډوډي، ذهني فشار، پر ځان بې باوري، وېره او اضطراب يې ستر روحي لاملونه دي، چې Erectile Dysfunction رامنځ ته کوي. د عمر زياتېدل، ډېر وزن او ځيني ناروغۍ هم د Erectile Dysfunction سبب کېږي. 

- درملنه يې:
د Erectile Dysfunction  اصلي درملنه د روحي او ذهني ستونزو له منځه وړل دي. کوم روحي لاملونه لکه ويره، فشار، د ټولنيزو اړيکو/ژوند ناخوښي او  فشار له منځه يوړل شي، نو په خپله ور سره د Erectile Dysfunction ناروغي هم له منځه ځي. غوره درملنه  يې دا ده، چې اغېز من کس ځان ته متوجې اوسي او پر ځان باور لوړ کړي. که چېرې دغه وضعيت ډېر دوام وکړي او يا څرګند لامل يې د عمر ډېروالی وي، نو بيا ډاکټر ته تګ اړين دی، چې د دغه ناروغۍ د درملنې په پار ځيني درمل توصيه کېږي. 

ځيني درمل شته چې Erectile Dysfunction  برخه کې ښه اغېزلرونکي دي  او کولی شي د جنسي نېږدوالي پرمهال د نارينه تناسلي آله د څو ساعتونو لپاره سخته او پورته وساتي، خو اړينه دا ده چې دا ډول درمل بايد د متخصص ډاکټر په لارښوونه وخوړل شي. په خپل سر خوړل  يې زياني دي او د څنډې ستونزې يا عوارض جانبي  رامنځ ته کوي. 

۱- Sildenafil: دا ګولۍ له جنسي نېږدوالي نيم يا يو ساعت وړاندې خوړل کېږي او بيا کولی شي د څو ساعتونو لپاره تناسلي آله پورته وساتي. Sildenafil    ۲۵، ۵۰ او ۱۰۰ ملي ګرامو کې راځي؛ ښه او منځنی ډوز يې ۵۰ ملي ګرامه دی. 

۲- Tadalafil: دغه ګولۍ ۳۶ ساعته کار ورکوي، يانې د ۳۶ ساعتونو لپاره Erectile Dysfunction له منځه وړي.  ډوز يې ۲.۵، ۵ او ۱۰ ملي ګرامه دی. تر ډېره يې ۵ ملي ګرامه ډوز توصيه کېږي، چې منځنی دی. دغه درمل له جنسي اړيکو نيم ساعت وړاندې خوړل کېږي. 

۳- Vardenafil: هغه کسان چې د زيات عمر له امله ورته Erectile Dysfunction پيدا شوی وي،  دغه ګولۍ د ډاکټر له خوا ورکول  کيږي. ګرامونه يې ۵، ۱۰ او ۲۰ ملي دي. له ۴ - ۵ ساعتو يې اغېز  پاتې کيږي او له جنسي نېږدوالي يو ساعت وړاندې بايد وخوړل شي. 

-  Avanafil: د Erectile Dysfunction برخه کې نور درمل  دي، چې تر څلور ساعتونو لپاره خپل اغېز ساتي. لارښوونه دا ده، چې اغېزمن کسان دې دغه ګولۍ يو ساعت وړاندې وخوري او بيا شپږ ساعتو لپاره کار ورکولی شي. دغه درمل هم په ۵۰، ۱۰۰ او ۲۰۰ ملي ګرامونو  کې پيدا کيږي، چې د ډاکټرانو د لارښوونې او توصيې اړوند بايد ترې ګټه پورته شي.