مارشال فهيم د ولسمشر خبرې دوه توته وګڼلې

ويل کيږي، چې په هغه غونډه کې چې د ولسي جرګې برياليو نومول شويو کانديدانو په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره درلوده ، ولسمشر کرزي ته ډېر سپکاوی وشو. يو شمېر کانديدانو ولسمشر بې کفايته وباله او هغه يې وګواښه چې که ولسي جرګه نه پرانيزي نو دوی به يې په خپل سر پرانيزي. ويل کيږي، تر هغو وروسته چې ولسمشر کرزی په غوسه له غونډې ووت ، د ده مرستيال مارشال فهيم کانديدانو ته وويل، چې په قيصه کې يې مه اوسئ ، که دی يې نه پرانيږي زه يې پرانيستو ته درځم.
تر دې وړاندې له ننګرهار څخه بريالي کانديد حاجي ظاهر هم ولسمشر ته براعلی وويل، چې ته مخالفت کوې خو ستا مرستيالان موږ ته وايي چې ورځئ او ولسي جرګه پرانيزئ.